فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
امريکا سره دپاکستان اړيکو ته په اشارې کولو سره حنا رباني کهر وويل په سلاله پيښه دامريکائي بخښنې وروستو پاک امريکا اړيکې اوس پخپل زوړ مقام دي او دپاکستان په لاره افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو لپاره دسامان رسد بحال شوى دى
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دپيښې دتفصيلاتو بيانولو په وخت ډيوه ريډيو ته وويل په کوم گاډي کې چې چاؤدنه شوې ده په هغې کې درې کسان ناست وؤ او يو پکې دگاډو مستري هم کار کولو، چې دغه څلور واړه په چاؤدنه کې مړۀ شوي دي
په تير ميچ کې دپاکستاني ټيم کپتان مصباح الحق دپاکستان دناکامۍ ذمه واري دبيټنگ په څانگه اچولې وه او وئيلي يې وؤ سيريز دماتې نه بچ کيدو لپاره به لوبغاړي ښه لوبه کوي
په خيبر پښتونخوا ايالت کې سږکال دپښتو پينځۀ فلمونه د وړوکي اختر په موقعه ريليز کيږي.چې دغه وضعيت فلمي صنعت سره تعلق لرونکي خلک اؤ د پښتو فلمونو مينه وال زيات ډاډمن بولي.
د پاکستان د خيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دوړوکي اختر درا نزدې کيدو سره سم په بازارونو کې دخلکو رش سيوا شوى دى او پوليس داولس دامن ساتنې په خاطر امنيتي پلان اعلان کړى دى.
کابل کې دائتلافي ځواکونو لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې دغه پيښه دجمعې په ورځ رامينځته شوې ده، خو دټاکل شوې تگلارې ترمخه دپوځيانو دپيژندگلو معامله دامريکا ددفاع په محکمې پريښودل شوې ده
د پښتو د سي ډي ډرامو په هکله اوس دا گيلې اؤ شکايتونه زاړۀ شوي دي چې گنې دغه ډرامې د پښتون اولس او ټولېنز ژوند عکاسي نه کوي
د پرانستې دستورې نيغ په نيغه دکتلو لپاره به چې کوم مهم نړيوال شخصيات لندن ته رسيږي په هغې کې دامريکا لمړۍ ميرمن مشيل اوباما، هالي ووډ سټار انجلينا جولي، دروس وزيراعظم دمتري ميدويدف او دامريکائي صدارت کانديد مټ رومنى هم شامل دي.
دبشري حقونو دتحفظ غړي وائي شامي ځواکونو دياغيانو په اډو دهيلي کاپټرو څخه گوله باري کړې ده.
پاکستاني چارواکو دپولې دپورې غاړې څخه دکيدونکو بريدونو دمخنيوي دپاره دامريکائي مرستې غوښتو په ترڅ کې دافغانستان دننه دموجودو پاکستاني طالبانو دډلو فهرست امريکا ته سپارلى دى.
سوشل مېډیا چې عرب کې نړۍ کې د روان اولسي پاڅون کې ډیر غټ رول لوبولې دی اوس په پاکستان کې هم په چټکتيا سره خپل مقام جوړوي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا دچترال ضلعې په بمبوريت سيمه کې د کيلاشو درې ورځنى د سپرلي جشن د شورو په ورځ پايې ته ورسيدو .
د ټولې نړۍ د اسلامي هيوادونو په څير په پاکستان کې هم مسلمانانو د لويې اختر د نمانځلو دپاره کوټلې تيارۍ پيل کړي دي
لس کاله وروسته هم که هر څو افغانستان په بشپړه ډول د جگړې او بې ثباتۍ څخه خلاصون نۀ دى موندلى خو د افغانستان زياتره خلک په دې باور دي چې اوس د هغوي ژوند کې ځېني زړۀ پورې بدلونونه او پرمختگونه رامينځته شوي
د لويې اختر درالنډيدوسره سم په پيښور او گرد پاکستان کې دقربانۍ دڅاروؤاخستل خرڅول پيل شوي او په دغه لړ کې دپيښور په سړکونو دمنډهيانو ترڅنگ په لارو کوڅو کې هم خلک دڅاروؤپه اخستلو او خرڅولو بوخت دي.
په پاکستان کې د گرانۍ د رالوتلي بهير له امله کۀ اولس هرڅو پريشان او خفه دى خو ددې حقيقت څخه هم سترگې نۀ شي پټيدلى چې ددغه هيواد دننه په تيرو پينځوؤ کالو کې داولس د ژوند اقتصادي کچه څومره لوړه شوې ده
ما نه زما ماشوم پۍ غواړي او پۍ ختم شوي دي ، دخداې په خاطر ما مخکې کړئ،زما ميرمن دماشومانو بيماره ده ، مري راته، دخداې روئى ومنئ ماته نوبت راکړئ،زماځوې مړ شوى، په کور مې ماتم دى ما مخکې کړئ، ما سره دوايانې ختمې دي، زر مې بوځئ گنې مرم
نور کتل