د لويې اختر درالنډيدوسره سم په پيښور او گرد پاکستان کې دقربانۍ دڅاروؤاخستل خرڅول پيل شوي او په دغه لړ کې دپيښور په سړکونو دمنډهيانو ترڅنگ په لارو کوڅو کې هم خلک دڅاروؤپه اخستلو او خرڅولو بوخت دي.
په ټوله نړۍکې مسلمانان دذىالحجې په 10مه دلويې اختر اسلامي تهوار نمانځي چې په دغه موقعه مسلمانان دحضرت ابراهيم(ع) دقربانۍ ياد تازه کولو دپاره دڅاروؤ قرباني کوي.
دتيرو څو کالو راهسې په پيښور او خيبرپښتونخوا کې دڅاروؤ بيعې زياتې لوړې شوي او ددې علت دا ښودل کيږي چې دخيبرپښتونخوا څخه زياتره څاروي افغانستان ته سمگل کيږي.
خو سږ کال حکومت افغانستان ته دڅاروؤ په قاچاق کلک بنديز لگولى او له دې امله په پيښور او نورو پيوست سيمو کې دڅاروؤ نرخونه پريوتي دي.
دپيښورپه رينگ روډ دڅاروؤ په منډهۍ کې ولاړ يو دڅاروؤ سوداگر محمد زمان چې دبډهنۍ کلي اوسيدونکى دى ډيوه ريډيو ته وويل سږ کال دڅاروؤ بيعې ښې دي خو بيا هم دتيرو وختونو په پرتله په منډهيانو کې دڅاروؤ خريدار ډير کم ليدل کيږي.
هغه وويل دڅاروؤ دبيعودکموالي دوه علتونه دي يو دا چې افغانستان ته دڅاروؤ دقاچاق مخه نيول شوې او بل اوس اوس دراغلو خونړو سيلابونو له امله دخلکو فصلونه او کورونه تباه شوي او هغوي دڅاروؤ دساتلو زيات توان نۀ لري ځکه نو دکورونو څاروي هم کرونده گرو خرڅ ته راويستلي دي.
خو په دغه منډهۍ کې ولاړ يو 50 کلن حاجي گل عارف چې دقربانۍ دپاره دڅاروي اخستلو په لټه کې ؤ ډيوه ريډيو ته وويل دا خوشې خبره ده چې څاروي ارزان دي.
هغه وويل پروسکال يې دقربانۍ دپاره ښه څورب غوئيى په 45زره اخستى ؤ خو سږ کال ورته په ميله کې دهغې څخه د مانده غوئي بيعه 60 زره وئيل کيږي.
حاجي محمد عارف وويل سوداگرو په منډهيانو کې اور راښکته کړى ، په لارو کوڅو کې څاروي دمنډهيانو څخه په ښه نرخ ترلاسه کيږي.
همدغه راز دمنډهيانو ترڅنگ چې په سړکونو او لاروکوڅو کې کوم څاروي دخرڅ دپاره اودرول شوي وي زياتره خلک وائي دهغې بيعې دمنډهيانو په نسب ډيرې ښې دي اؤ د30ؤ زرو څخه نيولې تر 70ؤ زرو لويې څاروي لکه غوا ، غوئيى ، ميښه، څنډا يا جوټه ترلاسه کيږي.
دگډانو بيعې هم سږ کال زياتې نۀ دي ختلي او د15ؤ زرو څخه تر 25ؤ زرو دگډانو نرخ په ميلو کې ټاکل شوى وي،چې پروسکال هم په دغو نرخونو خرڅيدل.
يو شمير خلک داسې هم دي چې دڅاروؤ داخستلو دپاره کليوالو سيمو ته ورځي او دسوداگرو پځايې دکرونده گرو څخه دهغوي ساتل شوي څاروي اخلي.
سږکال چې څومره داختر دپاره دقربانۍ دڅاروؤ په اخستلوکې گرمجوشي ليدل کيږي هم په هاغه اندازه دقربانۍ دڅاروؤ سره تړلي روزگارونه مانده شوي دي.
نور کله به داختر دمياشتې شروع کيدو سره سم ځايې پځايې په ښاري علاقو کې دقربانۍ دڅاروؤ دپاره خلکو دگياه گانو دوکانونه لگول ، دکوترې په مشينونو به هم رش ليدل کيدو اؤ دغه شان به دڅاروؤ دډول سينگار دپاره دگنگرو گانو، رنگينو پټو، سهرو، جرسونو او نورو اړونده شيانو دوکانونو ته خلک په زيات شمير ورتلل او دقربانۍ د څاروي دډول سينگار دپاره به يې ترې سامانونه اخستل.
خوسږ کال دغه عارضي کاروبارونه تر زياته حده کمزوري شوي دي.
دڅاروؤ دډول سينگار دسامانونو خرڅونکى اسماعيل شاه چې دپيښور په نشتر اباد علاقه کې دوکان لري ډيوه ريډيو ته وويل دا ځل دسيزن هيڅ خوند نشته.
هغه وويل په تيرو کلونو کې چې به يې داختر څخه دمخه ددوؤ زرو روپو دوکانداري دورځې کيده اوس په مشکله 500 روپۍ ورځ بودوي.
هم په دغه دوکان ولاړ يو کوچوان فيروز وويل خلک ځکه دڅاروؤ دپاره دډول سينگار سامانونه نۀ اخلي چې هر لوري ته گراني ده او هرکله چې خلک په مشکله ځان دپاره ډوډۍ پيدا کولى شي نو دڅاروؤ ډول سينگار باندې به څنگه پيسې خرچ کړي.
زياتره خلک داسې هم وي چې هغوي داختر څخه يوه ورځ وړاندې يا هم داختر په ورځ څاروي اخلي اوددې علت دا ښائي چې په دغه ورځ ورته څاروي په ښه نرخ ترلاسه کيږي خو دقربانۍ شوقيان او داسلامي احکاماتومنونکي دقربانۍ څخه څو ور ځې وړاندې څاروى اخستل او دهغې پالل دثواب کار گڼي او په دغه نيت ميلو ته ورمات دي
لويې اختر د پاره خلک دڅاروؤ په اخستلو بوخت دي
