دهند دبهرنو چارووزير ايس ايم کرشنا وئيلي دي دپاکستان او هند ترمينځ ملگرتيا دنړيوالو حالاتو تقاضا ده او ددغو تقاضو لاندې چې کومې فيصلې کيږي په هغې اپوزيشن قائلول يو گران کار دى.
په سري نگر کې ديو پاسپورټ ددفتر دپرانستې په موقع خبرو کې هغه وويل ترخې خبرې او په يو بل تورونه لگول ددواړو هيوادونو څخه دچا په گټه هم نۀ دي.
ښاغلي کرشنا دخپلې پاکستاني سيالې حنا رباني کهر دستائينې کولو په ترڅ کې وويل حنا رباني کهر پخپله تيره دوره کې په دې خبره ټينگار کړى ؤ چې پاکستان دوه اړخيزو اړيکو ښو کولو ته ليواله دى.
کرشنا وويل حنا دهند دخپلې دورې په موقع هغوي ته باور ورکړى ؤ چې پاکستان داړيکو دبحالۍ په لړ کې ديو نوي سوچ سره وړاندې روان دى.
هغه زياته کړه دپاکستان او هند اولس هم ددواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو بحالي غواړي او په کامن ويلتهـ لوبو کې دپاکستاني لوبغاړو څرگنده اولسي هرکلى ددې خبرې ثبوت دى.
هغه دا هم وويل چې دپاکستاني صدر اصف علي زرداري په بلنه دهندي وزيراعظم من موهن سنگهـ دپاکستان سفر هم امکان لري.
دهغه وينا وه دتيرې څه مودې راهسې دپاکستان او هند ترمينځ په گڼو حساسو چارو دجوړجاړي څخه وروستو ملگرتيا ضروري ده.
بايد وويل شي دهند خارجه وزير ايس ايم کرشنا به دستمبر په مياشت کې دپاکستان سفر کوي