د ټولې نړۍ د اسلامي هيوادونو په څير په پاکستان کې هم مسلمانانو د لويې اختر د نمانځلو دپاره کوټلې تيارۍ پيل کړي دي اؤ په دغه موقعه د سنت ابراهميمي تازه کولو په غرض د څاروؤ قرباني کولو دپاره د څاروؤ په اخستلو بوخت دي.
مسلمانان په ځانگړي ډول پښتانۀ د غټ اختر خوشحالي په ډير اهتمام سره نمانځي همدغه وجه ده چې کۀ يو خوا په اوسنو شپو ورځو کې دپاکستان په خيبر پښتونخوا صوبه کې ډلې ډلې خلک د قربانۍ د څاروؤ اخستلو دپاره د څاروؤ منډهيانو ته روان ليدل کيږي نو بلخوا داختر دپاره د سودا سودا راوړلو په غرض بازارونه هم د خلکو په رش ډک شوي دي .
په پيښور کې په خاص ډول دجامو کپړو،څپلو اؤدميک اپ دسامانونو بازارونه لکه کوچي بازار ، شاهين بازار ، مينه بازار ، ګورابازار، شفيع مارکيټ وغيره زيات مصروف شوي اؤ دغلته دسحر نه نيولې دشپې تر دولسو، يوې بجې پورې زلمي، پيغلې اؤ ماشومان په خريدارۍ ليدل کيږي
دغه خلک د لويې اختر دپاره جامې ، پيزار ، بنګړي ، سرخي ، سفيده ، ناخن پالشې ،نکريزې اؤ دډول سينګار نور قسماقسم سامانونه اخلي .
په لويې اختر کې چونکې د څاروؤ قرباني د شتمنو مسلمانانو دپاره يو مهم سنت دى ځکه نو نو داختر څخه د مخه زياته پاملرنه د څاروؤ اخستلو ته کولى شي .
همدغه وجه ده چې په پيښور اؤ نورو لويو ښارونو کې د څاروؤ دپاره د ټاکل شوؤ منډهيانو ترڅنگ د سړکونو په غاړو هم د څاروؤ اخستل خرڅول پيل شوي دي.
څنگه چې په پاکستان کې په دې وروستيو کې د امروزه ژوند د ضرورت دنورو شيانو بيعې ختلې دي دغسې دتيرکال په نسبت سږکال د څاروؤ بيعې هم سيواشوي دي.
د پيښور په جي ټي روډ د څاروؤ تر ټولو لويه منډهي د کالامنډهي په نوم مشهوره ده دغه منډهي به نورکله د لويې اختر د رارسيدو نه يوه مياشت وړاندې دومره گرمه وه چې د پښې ايښودلو ځايې به پکې نۀ ؤ خو سږکال چې اختر ته فقط څو ورځې پاتې شوي دي په دغه منډهي کې هيڅ رش نۀ ليدل کيږي
ددغه منډهۍ يو سوداگر ميراعظم په منډهي کې د خريدارانو د کمې علت د څاروؤ ختلې بيعې وښودلې .
هغه ډيوه راډيو ته وويل څاروي د اور په بيعه دي ، ټول افغانستان ته سمگل کيږي ،دلته چې د پنجاب نه سوداگر کوم څاروي راولي د هغې په راوستلو دومره مصرف کيږي چې په خرڅون کې يې سوداگرو ته هيڅ گټه نۀ پاتې کيږي.
هر څوکۀ د خيبرپښتونخوا حکومت افغانستان ته د څاروؤ په قاچاق بنديز لگولى دى خو ميراعظم وايي دغه هسې کاغذي بنديز دى اوس هم روزانه ډک ډک ټرکونه څاروي په ناقانونه توگه د رشوت په ورکولو سره افغانستان ته اړول کيږي.
دميراعظم په څنگ کې ولاړ د پنجاب د فتح جنگ سيمې د څاروؤ يو سوداگر قمر ډيوه راډيو ته وويل خلک ځکه لا منډهيانو ته د څاروؤ په اخستو پسې نۀ راځي چې اختر ته لا ورځې شته.
هغه وويل زياتره خلک دا گمان کوي چې د اختر په شپه څاروي په ارزان نرخ ترلاسه کيږي ځکه نو زيات خلک د اختر په شپه يا دهغې نه يوه شپه وړاندې څاروي اخلي .
قمر زياته کړه دغه خلک دا دريځ لري چې گنې د اختر په شپه سوداگرو ته څاروي د خرڅ څخه پاتې کيږي ، هغوئ پرې تنگ وي اؤ په کم نرخ يې هم ورکوي.
خو هغه وايي داسې نۀ ده مونږ ته کۀ د اختر په شپه څاروي پاتې هم شي نو خفه پرې ځکه نۀ يو چې جوخت ورپسې د حاجيانو واپسې پيل کيږي اؤ دغه څاروي بيا د حاجيانو د خيراتونو دپاره په ښۀ گران نرخ خرڅيږي.
کالا منډهي ته د څاروي اخستو په تکل راوتلي حاجي گل نصيب ډيوه راډيو ته وويل څاروي يې ډير بيعه کړل خو لا سودا يې ځکه د چا سره نۀ ده جوړه شوې چې د وړ څاروى ورته نۀ دى ميلاؤ شوى.
هغه وويل هڅه کوي چې د اوياؤ زرو روپو پورې جوټه يا غويى واخلي خو څنگه څاروى چې يې تيرکال په 58000 زره روپۍ اخستى ؤ سږکال ورته دهغسې څاروي بيعه يو لک روپۍ کولى شي.
په دغه منډهي کې د 30000ؤ زرو روپو څخه نيولى تر څلورو لکو روپو پورې د څاروؤ نرخونه شته .
دپيښور په رينگ روډ د گډانو په منډهي کې هم په زرگونو گډان خرڅ ته ودرول شوي دي چې پکې د 15000ؤ څخه نيولې تر45000ؤ روپو پورې گډان خرڅيږي.
دچا چې د لويې څاروي وس نۀ کيږي يا يې د کورنۍ غړي کم وي هغوئ زياتره په دغه منډهي کې د قربانۍ دپاره گډان اخلي.
د څاروؤ په بيعو کې د زياتې اضافې باوجود داسې خلک هم ليدل کيږي چې هغوئ د قربانۍ دپاره په لکونو روپو مضبوط اؤ ښکلي څاروي اخستو ته اوليت ورکوي اؤ کله چې دغه گران څاروي د اختر نه مخکې کورونو ته بوځي نو لکه د ناوې يې سينگار ساتي اؤ په خوراک يې هم زياتې خرچې کوي.
سږکال چې څومره داختر دپاره دقربانۍ دڅاروؤ په اخستلوکې گرمجوشي ليدل کيږي هم په هاغه اندازه دقربانۍ دڅاروؤ سره تړلي روزگارونه مانده شوي دي.
نور کله به داختر دمياشتې شروع کيدو سره سم ځايې پځايې په ښاري علاقو کې دقربانۍ دڅاروؤ دپاره خلکو دگياه گانو دوکانونه لگول ، دکوترې په مشينونو به هم رش ليدل کيدو اؤ دغه شان به دڅاروؤ دډول سينگار دپاره دگنگرو گانو، رنگينو پټو، سهرو، جرسونو او نورو اړونده شيانو دوکانونو ته خلک په زيات شمير ورتلل او دقربانۍ د څاروي دډول سينگار دپاره به يې ترې سامانونه اخستل.
خوسږ کال دغه عارضي کاروبارونه تر زياته حده کمزوري شوي دي.
دنور کله په پرتله سږ کال داختر دپاره په بازارونو کې موجودې سوداگانې هم زياتې گرانې شوي دي.
په خصوصي توگه کپړې او څپلۍ چې په اختر کې يې لويې او واړۀ يو شان اخلي دڅپلو او کپړو په نرخونو کې زياته اضافه راغلې ده.
زياتره خريداران په بازارونو کې دگرانۍ څخه سرټکوي او زياتره وخت ددوکاندارانو او گاهکانو ترمينځ دنرخونو پسر خبرې هم ترخيږي.
ددې ترڅنگ درزيانو هم داختر دپاره دکپړو گنډلو نرخونه سيوا کړي او وړاندې چې به ديوې جوړې دگنډلو 250روپۍ اخستل کيدې سږ کال تر 350يا 400 روپۍ اخستل کيږي
خيبرپښتونخوا کې د لويې اختر تيارۍ
