لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ابوظهبۍ:دپاکستان او اسټريليا ترمينځ دوهم يو ورځنى ميچ شروع دې


Pakistan's captain Misbah-ul-Haq (L) congrtulates Mohammad Hafeez (C) with other teammates for dismissing India's Gautam Gambhir during their Asia Cup One Day International (ODI) cricket match in Dhaka March 18, 2012. REUTERS/Andrew Biraj (BANGLADESH - Ta
Pakistan's captain Misbah-ul-Haq (L) congrtulates Mohammad Hafeez (C) with other teammates for dismissing India's Gautam Gambhir during their Asia Cup One Day International (ODI) cricket match in Dhaka March 18, 2012. REUTERS/Andrew Biraj (BANGLADESH - Ta
دپاکستان او اسټريليا ترمينځ به په دريوؤ ميچونو دمشتمل سيريز دوهم يو ورځنى ميچ کې اسټریلیا په خپل وړومبي بیټنګ کښې د څلورو لوبغاړو په سوزیدو نوی رنزونه جوړ کړي دي.
دپاکستان او اسټريليا ترمينځ په متحده عرب اماراتو کې ترسره کيدونکي دغه سيريز کې داسپنرونو کردار ته زيات ارزښت ورکولى شي.
په لمړي ميچ کې اسټريليا پاکستان ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې وه چې دغه شان په سيريز کې اسټريليا ته ديو صفر برتري ترلاسه ده.
په تير ميچ کې دپاکستاني ټيم کپتان مصباح الحق دپاکستان دناکامۍ ذمه واري دبيټنگ په څانگه اچولې وه او وئيلي يې وؤ چې هغه هيله لري ددوهم سيريز دماتې څخه بچ کيدو لپاره به لوبغاړي دښې لوبې څرگندونه کوي.
په دريوؤ ميچونو دمشتمل يو ورځنو ميچونو سيريز کې به دوهم ميچ دجمعې په ورځ ابوظهبۍ او دريم ميچ به په 3م ستمبر شارجه کې لوبولى شي.
ديو ورځنو ميچونو دسيريز څخه وروستو به ددواړو ټيمونو ترمينځ درې دشلو اوورونو يا ټي ټوئنټي ميچونو سيريز هم کولى شي
دجون په مياشت کې هم سري لنکا دپينځوؤ ميچونو په سيريز کې پاکستان ته په 3-1 سره ماتې ورکړې وه او له دې وروستو پاکستان ديو ورځنو ميچونو په درجه بندۍ کې شپږم مقام ته راغلى.
په متحده عرب اماراتو کې ترسره کيدونکي اوسني سيريز کې به دواړه ټيمونه دښې کارکردگۍ په کولو سره دخپل فارم بحالولو ترڅنگ دخپلې درجه بندۍ ښې کولو هڅه هم کوي.
داخبره ديادولو وړ ده چې پاکستان د1989ء څخه تر دې مهاله اسټريليا ته ديو ورځنو ميچونو په کوم سيريز کې ماتې نۀ ده ورکړې او ددواړو ټيمونو ترمينځ لوبول شوؤ تيرو څلورو سيريزو کې اسټريليا کاميابي ترلاسه کړې چې له دې امله به هغوي ته په پاکستان نفسياتي برتري ترلاسه وي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG