پاکستاني چارواکو دپولې دپورې غاړې څخه دکيدونکو بريدونو دمخنيوي دپاره دامريکائي مرستې غوښتو په ترڅ کې دافغانستان دننه دموجودو پاکستاني طالبانو دډلو فهرست امريکا ته سپارلى دى.
دميډيا راپورونو له مخې دغه فهرست په امريکا کې دپاکستان دسفيرې شيري رحمان په کور کې دامنيتي وضعې په اړه دترسره شوي بريفنگ په مهال پاکستاني سفيرې امريکائي چارواکو ته ورکړى دى.
سرچينې وائي په دغه فهرست کې نۀ يواځې په افغانستان کې دفعاله پاکستاني طالبانو دبيلا بيلو ډلو او دهغې دمشرانو نومونه شامل دي بلکې دهغوي پټنځائيونه پکې هم په نخښه کړل شوي دي.
په دغه فهرست کې دافغانستان څخه دپاکستان دامنيتي ځواکونو په پوستو ترسره شوؤ يو شمير بريدونو ذکر هم شوى دى .
له دې وړاندې افغانستان هم داسې دعوه کړې ده چې پاکستان دخپلو اهدافو په نخښه کولو دپاره زياتره وخت دافغانستان دخاورې دننه گوله باري کوي ، چې دا د افغانستان دخپلواکۍ په ضد عمل دى.
دافغانستان او پاکستان په مينځ کې چې په پوله دکيدونکو واقعاتو له امله کوم تاؤتريخوالى موجود دى دامريکا ددفاع وزارت په دغه حقله وائي امريکا دستونزې دهواري دپاره دافغانستان او پاکستان دواړو سره په رابطه کې ده.