په پاکستان کې د گرانۍ د رالوتلي بهير له امله کۀ اولس هرڅو پريشان او خفه دى خو ددې حقيقت څخه هم سترگې نۀ شي پټيدلى چې ددغه هيواد دننه په تيرو پينځوؤ کالو کې داولس د ژوند اقتصادي کچه څومره لوړه شوې ده دهغې له امله دپاکستاني اولس په ژوند کې يو جوت بدلون رامينځته شوى دى.
پينځه کاله وړاندې چې د امروزه ژوند سره تړلو ډيرو اسانتياؤ ته د ښکته طبقې د وگړو رسد نۀ ؤ ياهم په مشکله به يې دغه اسانتياوې ترلاسه کولې نن د عصري ژوند د ډيرو اسانيو څخه دلاندې طبقې وگړي هم برخمن شوي دي.
دپينځوؤ زرو روپو دتنخا اخستونکي ملازم تنخانن خواوشا 8000ؤ اؤ د 200ؤ د دياړي مار دياړي 400ؤ ته رسيدلې ده.
ټي وي،فريج،موبائيل،موټرسائيکل اؤ ترڅه حده ائيرکنډيشن اؤ موټر نن دهرڅلورم کور په وس کې هغه عصري اسانۍ دي چې څوکاله وړاندې يې خواهش ډيرو خلکو لرلو خو ترلاسه کولى به ډيرو کمو خلکو شول.
خو دپاکستاني اولس په وړاندې چې په دې تيرو څو کالو کې څومره پيسه سيواشوې اؤ اسانۍ زياتې شوي دي دومره ورسره دغلته گرانۍ هم خپلې ځيلې غځولې دي.
دفيډريشن اف پاکستان چيمبر اف کامرس دمرکزي شورا غړى اؤ نوميالى اقتصاد پوهه ضياء الحق سرحدي وايي په پاکستان کې دمخ په زياتيدونکې گرانۍ ترشا څو علتونه دي خو مهم علت يې دادى چې دپاکستان حکومت پخپلو اقتصادي تگلارو کې هيڅ تسلسل نۀ لري.
وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره په خبرو کې ښاغلي سرحدي وويل نن په پاکستان کې دبې خرته ټيکسونواؤ دانرژۍ دبحران لۀ امله يو شمير کارخانې تړل شوي اؤ څه دبنديدو په حال کې دي.
هغه وويل حکومت دلته کاروباري خلکوته هيڅ اسانۍ نۀ ورکوي همدغه وجه ده چې سرمايه دار په پاکستان کې دخپلوپيسو خرچ کولو څخه ډډه کوي،
دنوموړي د وينا له مخې هرکله چې په پاکستان کې کارخانې تړل کيږي نو برامدات به هم نۀ سيواکيږي اؤ چې برامدات نۀ سيواکيږي نو زمونږ کرنسي به هم نۀ مستحکم کيږي اؤ دغسې به دهرې ورځې په تيريدلو سره دگرانۍ تندر د اولس په سرونو غورځيږي .
ددغه گرانۍ په ضد داولسي احتجاج کوم اثار هم ځکه په نظر نۀ ښکاري چې ددغه هيواد عوام گرانۍ، بې روزگارۍ او ترهه گرۍ دومره ځپلي چې اوس پکې دتيرو وختونو په پرتله دحکومتي پريکړو په ضد سړکونو او ميدانونو ته دراوتلو توان تر زياته حده کم شوى دى.
څيړونکي وائي په پاکستاني عوامو کې دخپلو ستونزو په بابله داحتجاج دختميدو يو علت په سياسي مشرانو بې باوري هم ده، ځکه چې که دا مهال يو خوا دپاکستان اولس دحکومت په پريکړو ناخوښى ښکاري نو بل لوري ته هغوي داسې متبادل سياسي قوت هم نۀ ويني چې په اواز يې لبيک ووائي.
دا وخت په پاکستان کې دسياست په ميدان درې لويې قوتونه خوارۀ دي چې په هغې کې يو واکمن گوند پيپلز پارټي ، دوهم مسلم ليگ(ن) او دريم مذهبي گوندونه دي.
دغو دريواړو سياسي قوتونو وخت په وخت دپاکستان دننه دچارو واگې سمبال کړي خو نقادان نيوکه کوي چې دغه دريواړه سياسي قوتونه داولس په معيار پوره ختلو کې ناکامه شوي دي.
هر څو که دپاکستان په پارليمنټ او دپارلمان نه بهر ځينې نور سياسي گوندونه هم په اولس کې تر يو حده مقبوليت لري خو دغه گوندونه يا خو په قومي او يا هم په لساني او نسلي بنيادونو سياستونه کوي چې دملي سياست په ځاندره کې ځان نۀ شي ځايې کولى ، ځکه نو اولس ددغو گوندونو په هکله زيات جذباتي نۀ دى.
په پاکستان کې سياسي گوندونه ځکه هم داولس په دغه ستونزه دزيات جذباتي کيدو څخه ډډه کوي چې په دغه هيواد کې زياتره وخت دډيموکراسۍ پځايې پوځي واکمنۍ رواج موندلى او په پوځي واکمنۍ کې عموماً دسياسي اړخونو رول دپوځ دخواهشاتو تابع پاتې شوى دى.
خو دا چې اوس په پاکستان کې يو جمهوري حکومت قائم دى ددغه هيواد سياسي اړخونه هڅه کوي چې دزياتو اختلا فاتوباوجود حکومت ته داسې مسئلې راولاړې نۀ کړي چې له امله يې يو ځل بيا په دغه هيواد کې دسياست رول ختميدلى او پوځ په اقتدار کې راتللى شي.
څيړونکي وائي همدغه وجه ده چې دا مهال پاکستاني اولس ته په پيښو کورنو ستونزو که هرڅو بيلا بيل سياسي گوندونه په بوغ اواز کې داختلاف غږ اوچتوي خو په جرائت مندانه انداز کې نۀ هم پخپله ميدان ته وتلو ته زړۀ ښۀ کوي او نۀ هم اولس څخه دغه تقاضا کوي.
او دسياسي اړخونو او اولس دغه بې نيازۍ حکومت ته حوصله ورکړې ده چې دهيواد او اولس دسرنوشت په بابله هره پريکړه پرته دکومې ويرې په ډاډه زړۀ وکړي.
په دغه حکومتي پريکړو کې يوه هم دگرانۍ هاغه پريکړه ده چې دهرې مياشتې په تيريدلو دپاکستاني اولس پسر لکه دتندر غورځيږي.
په پاکستان کې د واکمن گوند پيپلزپارټۍ څخه وروستو د دوهم ستر سياسي گوند پاکستان مسلم ليگ (ن) مرکزي وياند اؤ دقامي اسمبلۍ غړى احسن اقبال بيا دې تور قبلولو ته تيار نۀ دى چې گنې مخالف سياسي گوندونه دگرانۍ دستونزې په حواله داولس داستازيتوب حق نۀ اداکوي.
ښاغلي اقبال ډيوه راډيو ته وويل اپوزيشن دپارلمان دننه اؤ بهر په هره موقعه د گرانۍ اؤ بې روزگارۍ په ضد غږ پورته کړى دى خو حکومت سره دخپلو درغليو د دوام په ترڅ کې وخت نۀ شته چې دغه اولسي غوښتنې ته غوږ ونيسي.
هغه وويل دامهال په پاکستان کې کرپشن يا درغلۍ دومره سيوا شوي دي چې بهرنۍ نړۍ په مونږ هيڅ باور نۀ لري.
نوموړي تور ولگولو چې حکومت دامهال کومې پيسې دسرکاري خزانې څخه وهي دهغې دکمي پوره کولو دپاره ورځ په ورځ په اولس د امروزه ژوند د اړتياؤ شيان گرانوي.
احسن اقبال زياته کړه دحکومت ناکامه اقتصادي پاليسۍ ددې لامل شوي دي چې عوام يې دگرانۍ په جرنده کې دل کړو.
دهغه د وينا له مخې کله چې حکومت د ايي ايم ايف څخه په سختو شرطونو قرضې ترلاسه کولې نو خپل اتحاديان اؤ پارلمان يې هيڅ په باور کې نۀ وؤ اخستي اؤ نن دايي ايم ايف له لوري دهرې ورځې په تيريدلو سره حکومت دگيس،بجلۍ اؤ نوروشيانو دنرخونو په سيواکولو مجبوردى.
خو د واکمن پيپلز گوند سره تعلق لرونکى دقامي اسمبلۍ غړى نورعالم خان بيا داخبره نۀ مني چې گنې حکومت دگرانۍ دستونزې دهواري څخه غافل دى.
هغه ډيوه راډيو ته وويل دپيپلزگوند حکومت داولس لۀ لوري غوره کړل شوى اؤ داولس دښيگړې څومره منصوبې چې دې حکومت سرته رسولي يا يې رسوي ددې څخه وړاندينو حکومتونونۀ دي کړي.
نوموړي وويل نن دپاکستان اقتصادي وضعه ډيره ښه شوې ده،خلک په روزگار دي اؤ کۀ په گرانۍ څوک نيوکه کوي نو دا يوازې دپاکستان ستونزه نۀ ده بلکې په نورو هيوادونو کې هم دتيرو څو کالو راهسې دگرانۍ کچه لوړه شوې ده
نورعالم خان زياته کړه دپاکستان حکومت سره دگرانۍ احساس شته اؤ داسې غوره اقتصادي تگلاره باندې عمل کوي چې امله به يې اولس په خپل ژوند کې واضحه بدلون محسوس کړي.
په پاکستان کې دتيرو پينځوؤ کالو په موده کې دروزمره اړتياوؤ دشيانو په نرخونو کې د128 فيصد څخه نيولې د396 فيصده پورې ريکارډ اضافه شوې ده.
په دغه موده کې دپاکستان دننه دنرو وريژو نرخ تر زياته حده ختلى دى.
په 2005ء کې که نرۍ وريژې اولس په 30 روپۍ کلو ترلاسه کولې نو نن دغه نرخ د90 فيصده اضافې سره 120 روپو ته رسيدلى دى.
همدغه راز دغوښې په نرخ کې 278 فيصده اضافه شوې ده او دغه نرخ د 66ؤ روپو څخه 250ؤ روپو ته سيوا شوى دى.
داوړو نرخونه هم داولس دزغم څخه وتلي دي.
پرانستي اوړۀ د177 فيصد اضافې سره د11.55 روپو څخه سيوا شوي او 32ؤ روپو ته رسيدلي دي.
همدغه راز ميدۀ اوړۀ د168 فيصد اضافې سره د23ؤ روپۍ کلو څخه سيوا شوي او 35ؤ روپو ته رسيدلي دي.
غټ دال چې وړاندې به په 47 روپۍ کلو ترلاسه کيدل اوس 170 روپۍ کلو ته رسيدلي دي.
گرمه مصالحه د31ؤ روپو څخه 80ؤ روپو ته او غټه غوښه د80ؤ روپو څخه 220ؤ ته رسيدلې ده.
نرۍ غوښه به وړاندې په پاکستان کې په 200 روپۍ ترلاسه کيده خو اوس دغه نرخ 480ؤ ته رسيدلى دى.
چيني د25 روپۍ کلو څخه 92 روپۍ کلو ته ختلې ده.
په کال 2005م کې به هگۍ يا ها په 35 روپۍ درځن ترلاسه کيدې خو نن په 80 روپۍ درځن خرڅيږي.
همدغه راز الو گان د18ؤ روپو څخه 40ؤ روپو او پياز د12ؤ روپو څخه 60ؤ روپو ته رسيدلي دي.
ټماټر هم د10ؤ روپو څخه 80ؤ روپو ، چيني د31ؤ روپو څخه 92 روپو او پۍ د24ؤ روپو دليټر څخه 58ؤ روپو ته ختلي دي.
څيړونکي وائي په پاکستان کې يواځې په تيرو دوؤ کالو کې دگرانۍ کچه 150 فيصده سيوا شوې ده.
ددې ترڅنگ اوس اوس پاکستاني ميډيا داسې راپورونه هم ورکړي دي چې حکومت دائي ايم ايف په فشار هره مياشت دبجلۍ په نرخ کې ددوه فيصده اضافې پريکړه کړې ده او ائي ايم ايف ته يې باور ورکړى دى چې په اتوؤ مياشتو کې به بجلي 17.4 فيصده په گران نرخ اولس ته ورکوي.
دا مهال پاکستان په ټوله دنيا کې دپئيوپيداکولو په حواله څلورم ستر هيواد دى خو په تيره اوونۍ کې ددغه هيوا دننه دپئيو په نرخونو کې هم ديو ليټر په سر څلور روپۍ اضافه شوې ده.
او اوس چې حکومت دپټرولو په نرخونو کې داضافې اعلان کړى دى نو ددې سره په پاکستان کې د امروزه ژوند سره دتړلو ټولو ضروري شيانو دنرخونو ختل پيل شوي دي چې له امله يې په پاکستاني اولس کې د خريدارۍ قوت په ختميدو دى
پاکستان کې زیاتیدونکې گرانۍ ته د خلکو غبرگون غلی دی
