لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کالام کې په گيرو سيالانیانو څه تيريږي؟


کالام کې په گيرو سيالانیانو څه تيريږي؟
کالام کې په گيرو سيالانیانو څه تيريږي؟

ما نه زما ماشوم پۍ غواړي او پۍ ختم شوي دي ، دخداې په خاطر ما مخکې کړئ،زما ميرمن دماشومانو بيماره ده ، مري راته، دخداې روئى ومنئ ماته نوبت راکړئ،زماځوې مړ شوى، په کور مې ماتم دى ما مخکې کړئ، ما سره دوايانې ختمې دي، زر مې بوځئ گنې مرم

دا ټولې منت زارۍ ، عذرونه او سوالونه دهاغو سوونو سيالانیانو په شونډو خوارۀ دي چې دا مهال دخيبرپښتونخوا دسوات په کالام سيمه کې دسيلابونو له امله گير شوي او دراوتلو دپاره پوځي هيلي کاپټرو ته انتظار کوي.
کالام چې يوه غرييزه سيمه ده او دوه کاله وروستو دامن دوضعيت ښه کيدلو سره سم دگرمۍ نه تنگ په سوونو سيلگري دکالام ديخ موسم څخه خوند اخستو له دغلته ورغلي وؤ.
دکالام دننه دراغلي سيلاب تباهۍ چې ددريوؤ زرو نه زيات سيلگري دڅومره سخت قيامت سره مخ کړي دهغې اندازه يواځې هلته موجود هاغه ويريدلي انسانان کولى شي چې يوه يوه لمحه پرې دکال هومره اوږده تيريږي.
په 27مه جولا ئي دباران نري نري څاڅکي په شيبو بدل شول ، دکالام دسيند شور ورو ورو په غړمباري بدليدو، لښتو نه ولې او دخوړونو نه په ورو ورو سيندونه جوړيدل او کله چې د29م جولا ئي په سحر دخلکو سترگې دخوبه غړيدلې نو دکالام پُرسکونه فضاء دغم او ماتم يو داسې تور څادر اغوستى ؤ چې په کتو به ورته دهر چا سترگې دويرې او حيرت څخه بقې پاتې وې "
دکالام دسيند په غاړه جوړ درې منزله تر ټولو ښکلى هوټل "هني مون" تر ټولو وړومبى ديو لويې درز سره دسيند خونړو چپو ځان ته راښکلو.
ددغه هوټل په ودانۍ خواؤشا 9 کروړه روپۍ لگښت شوى ؤاو په هغې کې پراتۀ دلکونو روپو سامانونه سره دهوټل دملبې په لږ ساعت کې دکالام دسيند خونړو چپو دځان سره داسې په مخه اخستي وؤ لکه چاچې اوبو ته خلپل غورځولي وي.
همدغه راز دسيند داوبو زور ابادۍ طرف ته گواښونه پيل کړل او بيا دکالام گران قيمته او عصري هوټل "خيبر"هم دکالامي سيند غضب ته ټينگ نۀ شو او په لږه شيبه کې دغه هوټل هم دخلکو دنظره دسيند په خونړو چپو کې پناه شو.
ورپسې "منانو"هوټل بيا نور...... نور ......... او نور . او چې ورځ په شپه بدليدله نو دکالام دسيند په غاړه يوه داسې وداني نۀ وه پاتې چې دکالامي سيند دغضب نه يې ځان ساتلى وى.
دوکانونه ، پلونه ، سړکونه ، جوماتونه او کورونه هر څه سيند ځان ته راښکل خو ددغه خونړي سيند خيټه نۀ ډکيده.
دسيند څخه په لږه فاصله په هوټلو کې ميشته سيلگرو زنانه ، ماشومانو ، ځلمو او بوډاگانو به چې دسيند دچپو قهر ته کتل نو دويرې به راټوليدل او خداې پاک ته به په زارو او منتونو وؤ.
دسيند په چپو کې ونې، لرگي، فريجونه، کټونه ، ډبل بيډونه ، گيزرې ، کُرسۍ، کولرونه او نور بيلا بيل سامانونه په يو شغ روان وؤ.
پوځيان په گاډو کې خوارۀ شول او اعلانونه يې شروع کړل چې ټول مسافر بايد دغرونو سرونو ته وخيژي خو په ځمکه دسيند اوبو او داسمان نه راښکته شوي شړق شيبې باران هيچا ته موقع نۀ ورکوله چې غر ته دځان بچ کولو دپاره ورسيږي.
ځينې خلک په پوځي گاډو کې دغرۀ په سر جوړو هوټلونو ته رسول کيدل خو ځينو به بيا ماشومان او پنډونه په اوږو اخستي وؤ او هيبتناکې چغې به يې وهلې او دغرۀ سر ته به يې دځان ويستلو هڅه کوله.
په دوؤ ورځو کې دننه چې کله ټول سيلگري په کڅ نومې سيمه کې دغرۀ په سر جوړو هوټلونو ته پوځيانو ټول کړل نو دهغوي شميره 3000ؤ څخه واوړيدله.
ددې ترڅنگ په بيلا بيلو سيمو پشمال ، اسريت ، اوشو، اتروړ، ماهوډهنډ،دهماکه جهيل او نورو کې هم په سوونو هاغه سيلگري بند پاتې شول چې دخپلو ماشومانو سره يې ددغو سيمو دښکلاگانو څخه خوند اخستو.
هر کله چې 3000ؤ څخه زيات سيلگري په تحصيل کې دپوځ سره رجسټر شول نو دهغوي داستوگنې انتظام هم دپوځ دپاره يوه دازميښت ډکه مرحله وه.
زنانه او ماشومان دپوځ دنظارت دلاندې په گرين هوټل کې په داسې حال کې وساتل شول چې دڅلورو کسانو په يوه کوټه کې به دلسو څخه تر 15ؤ کسان په يخه يخنۍ کې پرته له کمبلو په شپې تيرولو مجبوره وؤ.
نارينه دگرين څخه بهر څه خو دسيمه ييزو خلکو کورونو ته ورننوتل او څه هم دغرونو په سرونو په شپې سبا کولو مجبور وؤ.
اوس ددغو سيلگرو څخه دسيلاب ويره ختمه شوه خو دولږو او تندو ويره پيل شوه، ځکه چې کالام ته دسوات دسرښار مينگورې څخه غځيدلى سړک دمدين څخه راپديخوا ځايې په ځايې په سيلابي اوبو کې لاهو شوى ؤ.
پلونه نړيدلي وؤ او په کالام کې موجود خوراکي مواد په دريوؤ ورځو کې دننه دختميدو درشل ته ورننوتلي وؤ.
همدغه راز دکالام دسپينو او صفا اوبو چينې په خړو سيلابي اوبو کې لاهو شوې وې او دڅښلو اوبۀ هم نۀ ترلاسه کيدې.
او تر ټولو سيوا غم دا ؤ چې دغه سيلگري په ټول هيواد کې دراغلي خونړي سيلاب دتباهيو نه هم په بيلا بيلو ذريعو خبر شوي وؤ.
دملک په بيلا بيلو برخو کې دچا کورونه غورځيدلي وؤ، دچا دوکانونه ،ځمکې او پټي اوبو وړي وؤ او دچا خپلوان او عزيزان په سيلابي اوبو کې مړۀ شوي وؤ.
هرسيلگري غوښتل چې وزرې وکړي او دکالام نه خپلو سيمو ته والوځي، خو دغسې ممکن نۀ وه.
هغوي ته به دپوځي هيلي کاپټرو انتظار کول وؤ، ځکه چې سړکونه او پلونه په سيند لاهو شوي وؤ او پياده لارې هم ختمې شوې وې.
پوځي هيلي کاپټرې چې دهيواد په بيلا بيلو برخو کې دراغلي سيلاب دلاسه دمتاثره خلکو په مرستو بوختې وې ډيرکم فرصت ورته ترلاسه کيدو چې په ورځ کې درې هيلي کاپټرې کالام ته ورشي او هلته بند سيلگر خپلو سيمو ته ورسوي.
هر څو که دپاک پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني او دپيښور کورکمانډر دغو گيرو مسافرو ته ځانونه ورسول او تسلي يې ورکړه چې هغوي به يو په يو ويستل کيږي ، خو اخر کله؟
يو هيلي کاپټر يواځې 22 مسافر وړل او دورځې درې کرته دغه هيلي کاپټر کالام ته په هاغه صورت کې ورتللو چې موسم به اجازت ورکولو.
بيا دپاکستان دننه سفارشي کلچر چې څومره جرړې کړي هغه په دغه قيامت خيزه لمحو کې هم دبندو مسافرو څخه هير نه ؤ.
دکالام په تحصيل کې موجودو په زرگونو مسافرو گيله لرله چې دجي ايچ کيو،بريگيډئير، ميجر او کرنيل سفارش کوم سيلگري لري هغوي په اسانۍ سره دهيلي کاپټر څخه مستفيد کيدلى شي، خو چې څوک سفارش نۀ لري هغوي به هيلي کاپټر ته دختلو شرف ترلاسه نۀ کړي.
په کالام کې دهيلي کاپټرو په طمع ناست دغو زرگونو سيلگرو کې يو شمير بوډاگان ، ضعيفه او رنځوران خلک هم موجود دي چې نۀ خو ورته په وخت مکمل خوراک رسيږي او نۀ دارو درمل.
همدغه وجه ده چې دسوات دمدين سيمې سره تعلق لرونکې يوې ميرمنې دماشوم زيږولو په مهال خپل ژوند دلاسه ورکړو او يوه بله دپوخ عمر زنانه ددارو نۀ ترلاسه کولو له امله په حق ورسيده.
دغه ټول خلک تمامه ورځ پوځ ته دخداې او درسول واسطې ورکوي چې دهغوي دويستو تابيا وکړي.
په موقع موجود پوځي ډاکټران که هر څو ځينو مريضانو ته په سمدستي ډول دهيلي کاپټر په ذريعه دويستلو سند ورکوي خو دغو مريضانو ته هم نوبت په لاس نۀ ورځي چې خپلو سيمو ته لاړ شي.
دپاکستان دپوځ وينا ده چې تر دې مهاله يې 600 سيلگري دکالام څخه ويستلي دي خو د2500ؤ نه زيات سيلگري اوس هم دغلته بند دي او که يو خوا دغه سيلگري دخوراکي موادو دکموت سره مخ شوي نو بلخوا دسيلابونو له امله په سيمه کې دراغلو وبائي مرضونو دښکار کيدو په حال کې هم دي.
د300ؤ څخه زيات کسان داسې هم ليدل شوي چې دکالام څخه پياده يې مينگورې ته دسفر اسباب تړلى ؤ.
د75ؤ کلو ميټرو دغه سفر پياده وهل په داسې حال کې چې سړک او پلونه وجود نۀ لري يقيناً چې يوه لويه معرکه ترسره کول دي.
اوس به کتل دا وي چې حکومت په کالام کې دگيرو مسافرو دزر تر زره راويستلو او دسيمه ييزو خلکو دخوراکي موادو او دارو درملو دپاره کومه لاره اختياروي؟ ځکه چې په ټول هيواد کې دسيلابونو له امله جوړ بيړنى حالت دا مهال دپاکستان دحکومت او پوځ دپاره يو لويې چيلنج جوړ شوى دى.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG