لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو ايجنسي : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې 12 جنگيالي وژل شوي


Orakzai Agency, Pakistan
Orakzai Agency, Pakistan
پاکستاني پوځيانو په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دجنگيالو په شکمنو ځالو دجيټ الوتکو څخه بمباري کړې چې پکې لږ ترلږه 12 جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوې دغه کارروايۍ کې دتندلارو دڅلورو ځالو دتباه کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
چارواکي وائي دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو دغه بمباري دجمعې په غرمه دبره اورکزو ايجنسۍ په ماموزۍ، سما بازار اؤ علي خيل سيمو کې وروستو له هغې وشوه چې په دغو سيمو کې امنيتي ځواکونو ته دگڼ شمير تندلارو دراټوليدو اطلاعات ترلاسه شول.
اورکزو ايجنسي دپاکستان هاغه يواځينۍ قبائيلي سيمه ده چې دافغانستان سره گډه پوله نۀ لري.
سرچينې وائي څو کاله دمخه په جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو لخوا دجنگيالو په ضد په لويه کچه دعملياتو ترسره کولو وروستو ددغه ځايې څخه په گڼ شمير کې تندلاري اورکزو ايجنسۍ ته ورغلي او دغلته يې خپلې خوندي ځالې جوړې کړي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG