سوشل مېډیا (فېس بوک ، ټویټر ، یو ټیوب او نورې ویب پاڼې) چې عرب کې نړۍ کې د روان اولسي پاڅون کې ډیر غټ رول لوبولې دی اوس په پاکستان کې هم په چټکتيا سره خپل مقام جوړوي.
دا مهال چې پاکستان کې دارسلان افتخار کيس لوري ته دهر چا سترگې گرځيدلي دي ددغه کيس ابتدا هم دسوشل ميډيا څخه شوې ده او وروستو چې ددغه کيس دمرکزي کردار ملک رياض دپلان شوې مرکې راز ټولې نړۍ ته په ډاگه شو نو هغه هم دسوشل ميډيا له لارې شوى دى.
څېړونکي وایي پاکستان کې د برينکنگ نيوز يا عاجل خبر کلتور اوس دټي وي چينلونو دپاره دژوند او مرگ سوال جوړ شوى دى.
څېړونکی زیاتوي اوس په دغه هيواد کې زياتره چينلونه دخبر صداقت يو جزوي شى گڼي ، خو اوليت دې ته ورکوي چې څنگه په نورو چينلو سبقت يوسي او دنورو څخه وړاندې خبره يا خبر تر خلکو ورسوي.
د خپل گراف دلوړولو په دغه زغل کې تقريباً دپاکستان ټول دټي وي چينلونه شامل دي .
په پاکستان مېډیا باندې نظر لرونکي څېړونکي زیاتوي چې گنگوسو بريکنگ نيوز او په قياسونو دتازه چارو پروگرامونه خپرول دپاکستان دزياترو ټيليويژن چينلونو معمول گرځيدلى دى.
چې له دې امله دپاکستان وگړي هم رو ، رو د پاکستاني اليکټرانک ميډيا دخپرونو په صداقت شکي کيږي او د موضوع د اصل حقيقت معلومولو لپاره سوشل ميډيا ته رجوع کوي.
په پاکستان کې دپوځي امر جنرال پرويز مشرف دواکمنۍ په دور کې چې کله اليکټرانک ميډيا ته زياته ازادي ترلاسه شوه او دسرکاري ټي وي چينل څخه پرته په لسگونو دټي وي شخصي چينلونو خپرونې پيل کړې، نو په دغه چينلو کې زياترو دکرنټ افيئرز يا روانو چارو پروگرامونو ته اوليت ورکړو.
او دماښام څخه وروستو به دزياترو چينلو څخه دکرنټ افيئرز پروگرامونه خپريدل.
په دغه پروگرامونو کې داولس خوښي تر دې حده ورگډه شوه چې وروستو به دډرامو ، موسيقۍ او مشغولتيا چينلونه دومره په پاکستان کې نۀ کتل کيدل ، لکه څومره چې به دکرنټ افيئرز پروگرامونو يا ټاک شوز ته پاکستاني اولس غوږ ايښودو.
په پاکستان کې دشخصي ټي وي چينلو ددغه مقبوليت له امله په دغه چينلو داشتهارونو باران جوړ شو او دفرنټ ميډيا څخه اليکټرانک ميډيا زياته مخکې ووته.
په اولس کې داليکټرانک ميډيا دغه مقبوليت ددې جوگه شو چې دپاکستان دننه دحکومتونو په جوړولو او غورځولو ، دادارو په احتساب او دشخصياتو په مقام جوړونه کې د ميډيا رول تر ټولو مهم وگڼل شو.
خو اوس چې دغو چينلو دبريکنگ نيوز په ترڅ کې دغيرمصدقه خبرونو او افواهاتو دټاک شوز کوم کلچر رامينځته کړى دهغې له امله نۀ يواځې په پاکستان کې دننه بلکې په نړيوال کچ هم دپاکستاني ميډيا له لوري په خپريدونکو اطلاعاتو دشک کولو موقعې سيوا شوي دي، چې له دې امله اوس دپاکستان زياتره وگړي په يوه موضوع کې ددلچسپۍ اخستو او دمتوازن او حقيقي اطلاعاتو ترلاسه کولو دپاره سوشل ميډيا ته زياته رجوع کوي.
او نن دجگړو ، گرانۍ، بې روزگارۍ او يو شمير نورو معاشي ستونزو کې دگير هيواد(پاکستان) اکثره وگړي په انټرنيټ ، فيس بک ، ټوئيټر، يو ټيوب او نورو ويب پاڼو کې خوښي لري.
په پاکستان کې وروستو له هغې سوشل ميډيا ديوې متوازي ميډيا په توگه رامينځته شوې ده چې يو شمير لويې سکينډلونه هم ددغه سوشل ميډيا له لوري منظرعام ته راغلل او دهم دغو سکينډلونو له امله وروستو دپاکستان اليکټرانک او فرنټ ميډيا هم خپله توجو په سوشل ميډيا مخې ته راتلونکو اطلاعاتو او سکينډلونو ته وگرځوله.
دپاکستان دسترې محکمې دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري په ځوې چې دځمکو ديو ستر کاروباري ملک رياض له لوري دبډو رشوتونو کوم تور لگول شوى ددغې بنياد هم سوشل ميډيا وه.
دشاهين صبهائي په نوم يو پاکستاني ژورنالسټ تر ټولو وړومبى په دغه حقله يوه مرکه کړې وه چې هغه په انټر نيټ مخې ته راغله او له هغې وروستو پاکستاني ميډيا دغې قضيې ته خپل پام وروگرځولو.
ددغه سکينډل يوه بله زاويه هم دسوشل ميډيا له لارې مخې ته هاغه وخت راغله کله چې دپاکستان په يو شخصي ټي وي چينل دملک رياض مرکه خپره کړل شوه.
ددوؤ ساعتو ددغه اوږدې مرکې دخپريدو څخه وروستو په يو ټيوب ددغه مرکې هاغه ويډيو خپره شوه چې پکې ددغه پروگرام په مهال داخستل شوؤ دمو په وخت دپروگرام دکوربنو خبريالانو او ملک رياض ترمينځ خبرې اترې شوې.
ددغه غيررسمي خبرو اترو څخه دا تاثر په اسانۍ راولاړ شوى دى چې گنې ملک رياض دغه مرکه ديو پلان شوي پروگرام له مخې خپرول غواړي.
ددغه ويډيو مخې ته دراتللو څخه وروستو نۀ يواځې په نړيوال کچ دپاکستاني ميډيا دغيرجانب دارۍ په اړه پوښتنې راولاړې شوي دي بلکې يو شمير پاکستاني ټي وي چينلونه هم پخپلو کې مشت وگريوان ليدل کيږي او ديو بل په ضد خپرونو ته يې لاس اچولىدى، چې دپاکستاني ميډيا دغه روش دکرنټ افيئرز زيات شمير مينه وال سوشل ميډيا ته په مخې کولو مجبوره کړي دي.