لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور متنو کې دبمي چاؤدنې له امله 11 کسان وژل شوي دي


Peshawar-Matani-Blast
Peshawar-Matani-Blast
پوليس چارواکي وائي دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه 11 کسان وژل شوي او 20 نور ژوبل دي.
دسرچينو ترمخه دپيښور دمتنو يو مارکيټ کې ولاړ گاډي کې چاؤدنه شوې ده، دچاؤدنې له امله دغه گاډى په مکمله توگه تباه شوى دى.
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دپيښې دتفصيلاتو بيانولو په وخت ډيوه ريډيو ته وويل په کوم گاډي کې چې چاؤدنه شوې ده په هغې کې درې کسان ناست وؤ او يو پکې دگاډو مستري هم کار کولو، چې دغه څلور واړه په چاؤدنه کې مړۀ شوي دي.
ميا افتخار حسين وويل دپيښې په حقله پلټنې پيل شوي او مونږ ددې معلومولو هڅه کوؤ چې کوم درې کسان په دغه گاډي کې راغلي وؤ، هغه څوک وؤ، ايا ددې څخه خبر وؤ چې په دغه گاډي کې بارود ځايې پځايې شوي او که نه؟
داطلاعاتو وزير وويل ددې خبرې دمعلومولو هڅه هم کولى شي چې کوم مستري په دغه گاډي کې کار کولو هغه په گاډي کې دراغلو کسانو ملگرى ؤ او که په ناخبرو کې دچاؤدنې ښکار شوى دى.
هغه وويل حکومت دترهه گرۍ ددغه رقم پيښو په سختو ټکو کې غندنه کوي او خپل عزم يو ځل بيا تکراروي چې کله به هم دورانکارو مخې ته په گونډو نۀ شي.
هغه وويل دترهه گرۍ په ضد په دغه جگړه کې زمونږ ډير بې گناه خلک وژل شوي او وژل کيږي او ددې ناسور دجرړو ويستو يواځينۍ لاره دا ده چې دترهه گرو ملگرتيا ونۀ شي او دهغوي په ضد دحکومت روانې مبارزې ته دملگرتيا لاس ورکړل شي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00
Direct link

په پيښه کې ژوبل کسان دپيښور بيلا بيلو هسپتالونو ته رسول شوي چې دغلته هم دځينو حالت مرگونى ښودل کيږي او له دې امله دمړو شمير کې داضافې انديښنه ده.
متنو دپيښور سره نزدې هاغه کليواله سيمه ده چې پوله يې دنيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل سره لگيدلې او دغلته په تيرو وختونو کې هم نۀ يواځې ترهه گرو په امنيتي ځواکونو ترهه گريز بريدونه ترسره کړي بلکې وخت ناوخته پکې دغسې چاؤدنې هم شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG