لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لندن اولمپکس : دسرو زرو د39ؤ تمغو سره دامريکا لمړى مقام


Haley Anderson of the U.S. tries to drink during the women's 10km marathon.
Haley Anderson of the U.S. tries to drink during the women's 10km marathon.
لندن اولمپکس کې روان دتمغو زغل کې امريکا لمړي مقام ته راغلې ده.
دامريکا دسرو زرو دتمغو شميره 39ؤ ته رسيدلې او چين دسرو زرو د37ؤ تمغو سره دوهم مقام ته تللى دى.
لندن کې دروانو لوبو مقابلو کې امريکائي ايتهليټس دسرو زرو نورې پينځه تمغې گټلي چې له دې وروستو دامريکا دمجموعي تمغو شميره 90ؤ ته رسيدلې ده، په دغو تمغو کې دسرو زرو 39، دچاندۍ 25 او 26 برانز ميډل شامل دي.
چين دوهم مقام ته تللى ، دغه هيواد تر دې مهاله دسرو زرو 37 تمغې گټلي ، دچين دمجموعي تمغو شميره 80 ده، همدغه شان برطانيه دسرو زرو د25ؤ تمغو سره په دريم مقام ده.
دلندن اولمپکس په 13مه ورځ دايتهليټکس پشمول 12ؤ لوبو کې دسرو زرو د23ؤ تمغو فيصله شوې او برطانيې دسرو زرو نورې درې تمغې گټلي.
په دغو لوبو کې تر دې مهاله په مجموعي توگه تر دې مهاله 238 دسرو زرو تمغې گټل شوي او د39ؤ سرو دتمغو سره امريکا دتمغو په ټيبل لمړي سرته راغلې ده.
دلندن اولمپکس په 13مه ورځ دجميکا يوسين بولډ د100ؤ ميټرو څخه وروستو 200ؤ ميټرو په زغل کې هم دسرو زرو تمغه پخپل نوم کړې ده.
يوسين بولټ د200ؤ ميټرو زغل په 19.32 سيکنډو کې پوره کړى، داولمپکس په تاريخ کې بولټ لمړى داسې لوبغاړى جوړ شوى چې د100ؤ ميټرو او 200ؤ ميټرو دزغل گټلو اعزاز يې پرله پسې بيا ترلاسه کړى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG