لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څلور زره کيلاش د خپل تهذيب،کلتور اؤ مذهب پالنه کوي


په چترال کې هسې خو د سيلگرۍ دپاره ډير زړۀ پورې اؤ تاريخي مقامات شته خو په دغو ټولوکې بمبوريت يا کافرستان دهغه ځايي د کيلاشو په وجه په ټوله نړۍ کې زيات شهرت لري
په چترال کې هسې خو د سيلگرۍ دپاره ډير زړۀ پورې اؤ تاريخي مقامات شته خو په دغو ټولوکې بمبوريت يا کافرستان دهغه ځايي د کيلاشو په وجه په ټوله نړۍ کې زيات شهرت لري

د پاکستان د خيبر پښتونخوا د چترال ضلعې په بمبوريت سيمه کې د کيلاشو درې ورځنى د سپرلي جشن د شورو په ورځ پايې ته ورسيدو .
چترال د هندوکش د غرونو په لمنه کې د جنوب په لوري پرته هغه شنه زرغونه سيمه ده چې د سمندر دسطحې څخه 8500 فټه اوچت والى لري.
د چترال پوله دافغانستان د واخان د ليکې سره لگيدلې ده اؤ دافغانستان دننه د روانې جگړې په مهال د چترال سيمې د خپل ځانگړي جغرافيايي حيثيت له امله په ټوله نړۍ کې هغه وخت لا زيات شهرت وموندلو کله چې په تيرو وختونو کې داسې اوازې خورې شوې چې گنې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم د چترال په سيمه کې پټ دى.
دغه سيمه دپاکستان د دارالحکومت اسلام اباد څخه خواو شا 500 اؤ دخيبر پښتونخوا د دارالحکومت پيښور څخه 360 کلو ميټرو په فاصله پرته ده.
د اسلام اباد اؤ پيښور څخه چترال ته د سړک اؤ هوايي لارې سفر کيدلى شي.
د پيښور څخه د پي ايي اى هوايي شرکت لۀ لوري دجهاز په ذريعه چترال ته 7000 اؤ د سړک له لارې د عامو گاډو له لوري 750 روپۍ کرايه اخستل کيږي.
دچترال ټوله رقبه 14850 مربع کلو ميټره ده اؤ ابادي يې خواوشا 400000 ته رسيږي.
په چترال کې هسې خو د سيلگرۍ دپاره ډير زړۀ پورې اؤ تاريخي مقامات شته خو په دغو ټولوکې بمبوريت يا کافرستان دهغه ځايي د کيلاشو په وجه په ټوله نړۍ کې زيات شهرت لري .
دکافرستان دننه هم درې کلي دي چې په رمبور،بريد اؤ بمبوريت ياديږي .
په دغو دريواړو کلو کې ميشته کيلاشان په عقيدوي طور د څو خدايانو عبادت کوي اؤ په قربانۍ باور لري.
هغوئ دبيلابيلو ضرورتونو دپاره بيلابيل خدايان نيولي دي.
بمبوريت د چترال دښار څخه د لويديځ په لور د 35 کلو ميټره په فاصله پرته هغه غرييزه سيمه ده چې پولې يې دافغانستان د نورستان اؤ کونړ ولايتونو سره لگيدلي دي د رمبور اؤ برير په نسبت زيات کيلاشان په بمبوريت کې اباد دي.
دغلته ميشته کيلاش قبائيل ځانونه د سکندر اعظم اولاد گڼي چې شميره يې 4000 ته رسيږي څه موده مخکې دغه شميره 7000 وه خو ولې اوس د غيرمسلمه کيلاشو څخه خواوشا 3000 کسانو اسلام قبول کړى اؤ يواځې څلور زره کيلاش د خپل زوړ تاريخ،تهذيب اؤ کلتور پالنه کوي.
دکلاشو داصل اؤ نسب په هکله مورخين خپلو کې اختلاف لري.
يو روايت داهم دى چې کله سکندر اعظم افغانستان ته اوړيدو اؤ دهغه کوم عسکر په جگړه کې ژوبل شوي وؤ هغوئ په دغه سيمه کې ايسار شوي ؤ اؤ کيلاش هم دهغوئ اولاده ده.
چونکې د سکندراعظم تعلق د يونان سره و نو ځکه د يونان لۀ لوري د تيرې زياتې مودې راهسې د کيلاشو دکلتور اؤ مذهب د پالنې ترڅنگ د هغوئ ټولنيزې پرمختيا ته زياته پاملرنه شوې ده اؤ دغلته يوناني سازمانونو يو شمير پرمختيايي پروژې سرته رسؤلي دي.
د کيلاشو زيات خلک اوس د تعليم په کالو سينگار دي اؤ دهغوئ په سيمو کې نۀ يواځې په حکومتي سطح سکولونه فعاليت کوي بلکې يو شمير غير سرکاري سازمانونو هم دغلته دسکولونو ترڅنگ گڼې پرمختيايي پروژې فعالې کړې دي.
د کيلاشو د امدن د لارو چارو څخه مهمې لارې کرکرونده، په جامو د لاسو گلکاري کول،څاروي پالل اؤ ميوې کرل اؤ پلورل دي.
د کيلاشو د ژوند ډيراړخونه خپل ځانگړى رنگ لري لکه د هغوئ لباس، غم ښادي،راشه درشه،ميلمه پالنه اؤ ورځنۍ چارې .
کله چې په کيلاشو کې مړى وشي نو دغه خلک مړى يوه کوټه کې په کټ واچوي ، تر دريوؤ ورځو د ټول کلي کيلاش ددغه مړي خوا ته ورځي ډولونه ورته وهي اؤ سندرې وايي اؤ بيا مړى اديرې ته وړي.
خو بيا هغوئ خپل مړى ښخوي نه بلکې د لرگي په يو تابوت کې يې ږدي اؤ په اديره کې يې همدغسې په سپينه ډاگه پريږدي.
همدغه شان کيلاش قبيله کې د ښځو د ماهوارۍ اؤ د اولاد د زيږون په مهال هغوئ د کورونو څخه ويستلى اؤ د بشاليني په نوم يوې ځانگړې خونې ته ليږلى شي ،په دغه دوران کې زنانه نۀ شي کولى چې د سړو سره ناسته پاسته يا خبرې وکړي.
د ودونو په لړکې هم هغوئ ته مکمله ازادي ترلاسه ده کله چې هلک اؤ جينۍ يو بل خوښ کړي نو د سپرلي د ميلې په موقعه په لويه ميدان کې د زرگونو خلکو په وړاندې د يو بل لاس ونيسي اؤ وادۀ يې وشي.
کۀ کوم خلک يا سړى د خوښې په اساس په وادۀ کړې ښځې لاس واچوي نو هم وادۀ يې کيږي خو شرط پکې دا وي چې په دغه صورت کې به د خلک لۀ لوري د ښځې مخکيني خاوند ته هغه ټوله خرچه يو په دوه ورکولى شي چې دهغۀ په وادۀ شوي وي.
کيلاش قبيله هر کال د مئ په 14,15,16 نيټو د سپرلي درې ورځنى جشن چيلم جوسټ نمانځي .
د چيلم جوسټ د جشن دپاره د کيلاش خلک ځانگړې تيارۍ کوي ،خپلې مخصوصې نوې جامې ،پيزار اؤ کالي اچوي اؤ نر اؤ ښځې يو ځايې يوې لويې ميدانۍ ته ټوليږي .
تر دريوؤ ورځو د سحرنه ماښام پورې کيلاش د ډولونو مخې ته نڅاگانې کوي اؤ د خوښۍ سندرې وايي.
ددغه جشن د کتلو دپاره نۀ يوازې دپاکستان د گټ گټ نه په زرگونو خلک د بمبوريت مخه کوي بلکې د يو شمير اروپايي اؤ خليجي هيوادونو سيلگران اؤ خبريالان هم دغه ستورې له ورځي اؤ خوند ترې اخلي .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG