لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حلب کې دشامي ځواکونو کارروايۍ


دغه تن د شام په لانجمنه سیمه لیپو کښې د شام حکومتی ځواکونو په ډزو کښې ژوبل شوې چی اوس یی په یو ځایی هسپتال کښې علاج روان دې.
دغه تن د شام په لانجمنه سیمه لیپو کښې د شام حکومتی ځواکونو په ډزو کښې ژوبل شوې چی اوس یی په یو ځایی هسپتال کښې علاج روان دې.
د بشري حقونو دتحفظ غړي وائي شامي ځواکونو دياغيانو په اډو دهيلي کاپټرو څخه گوله باري کړې ده.
د شامي ځواکونو لخوا دغه تازه بريدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې دامريکا له لوري انديښنه ښودل شوې چې شامي حکومت حلب کې دعامو وژنو دنوې لړۍ تيارۍ کوي.
ديوې پوځي سرچينې ترمخه دزيارت په ورځ ددمشق په ځينو برخو او نورو سيمو کې سختې نښتې ترسره شوي چې پکې 114 کسان وژل شوي، په وژل شوؤ کې 61 اولسي وگړي،32 شامي ځواکونه او 21 ياغيان شامل دي او دا چې شامي ځواکونه ديو ستر بريد تيارۍ کوي.

په شام کې دبشري حقونو دڅارونکو ډلو فعاله غړي وائي شامي ځواکونو دهيلي کاپټرو څخه په جنوب لويديزو سيمو کې گوله باري کړې ده.
دبشري حقونو دتحفظ دغه ډله وائي دصدر بشارالاسد ځواکونه دحلب په نزدې سيمو کې دجمعې په ورځ گڼ شمير هيلي کاپټر گن شپس کاروي، ښار کې دجگړې نن اتلسمه ورځ ده.
دغه ډلې دښار په نورو برخو کې دنښتو ، چاؤدنو او گڼ شمير کسانو دوژنو راپورونه هم ورکړي دي.
دبشري حقونو دغړو ترمخه په وژل شوؤ کې يو هاغه امام هم شامل دى چې دجمعې په ورځ يې مړى ترلاسه شوى ، دغه امام دزيارت په شپه نامعلومو وسله والو دخپل جومات څخه تښتولى ؤ.
په ملگرو ملتونو کې دبشري حقونو دکميسون مشرې ناوى پلى دجمعې په ورځ دواړو خواؤ څخه غوښتنه کړې ده چې دکومو سترو نښتو په صورت کې دې اولسي وگړي دجگړو څخه لرې وساتي.
هغه وويل ورته ناتائيده اطلاعات ترلاسه شوي چې پکې په دواړو خواؤ دعدالت څخه دپشي شا وژنو تورونه لگول شوي دي.
له دې وړاندې امريکا انديښنه څرگنده کړې وه چې شامي حکومت دهيواد تر ټولو دزياتې ابادۍ ښار حلب کې دعامو وژنو دنوې لړۍ تيارۍ کوي.
دامريکا دخارجه محکمې وياندې وکټوريه نولينډ وئيلي دي دټينکونو، گن شپ هيلي کاپټرو او جنگي الوتکو دگمارل کيدو څخه داسې معلوميږي چې يو ستر بريد کيدونکى دى
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG