د پاکستان د خيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دوړوکي اختر درا نزدې کيدو سره سم په بازارونو کې دخلکو رش سيوا شوى دى او پوليس داولس دامن ساتنې په خاطر امنيتي پلان اعلان کړى دى.
داختر دورځو رانزدې کيدو سره ډلې ، ډلې خلک بازارونو کې داختر دپاره په سودسودا اخستو بوخت ليدل کيږي.
په دغه لړ کې په ځانگړي ډول دپيښور صدر،مينه بازار،شاهين بازار،کوچي بازار، قصه خوانۍ او دکابلۍ بازارونو کې دخلکو گڼه گوڼه سيوا شوې ده.
ددوکانونو ترڅنگ يو شمير سټالونه هم په بيلا بيلو بازارونو کې ددوکانونو مخو ته دسړکونو په غاړه ليدل کيږي او دشپې په وخت په دغو سټالونو دزنانه ؤ او ماشومانو زيات رش وي.
په دغو سټالونو بنگړي،نکريزې او دډول سينگار نور شيان خرڅيږي.
همدغه راز دڅپلو او کپړو په مارکيټونو هم رش سيوا شوى دى.
د ورځې دروژې باوجود که هرڅو په بازارونو کې دقدم ايښودو ځايې نۀ وي خو دشپې هم دروژه ماتي څخه وروستو ډلې ، ډلې ځلمي ، پيغلې او دپاخۀ عمر مشران بازارونو ته اوځي او داختر دپاره سامانونه اخلي.
په دغه لړ کې زيات رش دمنيارۍ ، څپلو،جامو او حلوايانو په دوکانونو ليدل کيږي.
په پيښور کې ددغه سيوا شوي رش له امله پوليس هم داولس امنيت نيولو ته چمتو شوى دى او دوړوکي اختر په موقع يې په پيښور ښار کې دترهه گرۍ دڅه رقم ناوړه پيښې دمخنيوي لپاره امنيتي پلان جوړ کړى دى.
ددغه پلان له مخې به دترهه گرۍ دپيښو گواښونو له امله داختر دنمونځ په مهال ټول ښار کې 80ؤ څخه په زياتو لويو جوماتونو،300ؤ څخه زيات پوليس عسکر گمارل کيږي، او په پيښور کې به خواؤشا 2,000 پوليس عسکر ځانگړۍ ډيوټۍ کوي.
دپيښور ښار دپوليسو مشر اصف اقبال ډيوه ريډيو ته وئيلي داختردرانزدې کيدو سره سم په ټولو مهمو او لويو بازارونو کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي او ښار ته په غځيدلو لارو کلک نظر ساتل کيږي.
هغه وويل بازارونو کې دجرمونو دمخنيوي دپاره په سپينو جامو کې پوليس گمارل شوي دي ، چې هغوي په شکمنو کسانو ژور نظر لري.
دپوليسو مشر اصف اقبال وويل داختر په موقع نمونځ گزارو ته دتحفظ ورکولو دپاره به دښار په مختلفو سيمو کې 2,000 پوليس عسکر تعينات کولى شي.
هغه په دغه لړ کې داولس څخه هم وغوښتل چې دپوليس سره کوټلې مرسته وکړي.