په 7م اکتوبر 2001 کې افغانستان ته د امريکائي پوځ د ننوتلو لس کاله وروسته هم که هر څو افغانستان په بشپړه ډول د جگړې او بې ثباتۍ څخه خلاصون نۀ دى موندلى خو د افغانستان زياتره خلک په دې باور دي چې اوس د دوي په ژوند کې ځېني زړۀ پورې بدلونونه او پرمختگونه رامينځته شوي.
د کال 2001ء ديوولسم ستمبر د ترهگريزو بريدونو نه وروسته چې هرکله القاعده ددغه بريدونو پړه قبوله کړه نو هاغه مهال دالقاعده وژل شوى مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې ؤ او په دغه وخت د افغانستان په حکومت په زوره قابض شوي طالبان د امريکا او نورې نړۍ د زيات ټينگار او غوښتنو باوجود هم دې ته نۀ راضي کيدل چې اسامه بن لادن او القاعده هغه غړي چې په دغه بریدونو منصوبه کې لاس لرلو امريکا ته وسپاري.
امريکا په 7م اکتوبر 2001ء د ناټو د پوځونو په ملگرتيا په افغانستان بريد وکړو او د طالبانو پينځه کلنه واکمني يې ړنگه کړه.
کله چې د طالبانو د واکمنۍ ړنگولو او دالقاعده دځالو ختمولو لپاره نړيوال پوځونه افغانستان ته ننوتل نو په هاغه وخت افغانستان د جنگونو ديو داسې اوږدتاريخ شاهد ؤ چې داولس دپاره يې دامن ،پرمختيا،سولې او ثبات تصورهم ناممکن ؤ.
په دغه هيواد کې دشلو کلونو څخه تر زياتې مودې دجنگونو بل اور د افغانستان د خلکو د پرمختيا مخه په بشپړ ډول نيولې وه.
بشري ازادي نۀ ليدل کيده ، دتعليم او تمدن دروازې تړل شوې وې، داولس څخه دهغوي ټول جمهوري، سياسي ، کلتور او بشري حقونه تروړل شوي وؤ او يواځې دټوپک سالارانو په خوښه دژوند چارې پرمخ تللې.
دطالبانو دپينځه کلنې واکمنۍ دړنگيدو وروستو چې هرکله دجرمني په بون ښار کې دافغانستان دراتلونکي په اړه افغانان دامريکا په مرسته خپلو کې سره جرگه شول نو دافغانستان د لنډ مهاله حکومت چارې حامد کرزي ته وسپارل شوې، او بيا وروستو حامد کرزى دوه ځاله د خپل اولس د رايو په نتيجه کې اقتدار ته ورسيدو.
په هاغه وخت چې حامد کرزي د لنډ مهاله حکومت ذمه وارۍ سمبالولې نۀ خو د افغانستان لپاره يو متفقه ااساسي قانون موجود ؤ او نۀ هم په دغه هيواد کې ملي پوځ يا پوليس وجود لرلو.
همدغه راز ټولې دولتي ادارې داوږدو کورنو جنگونو او دطالبانو دخودسره واکمنۍ له امله له مينځه تللې وې اود افغان حکومت او نړيوالې ټولنې دپاره ديو نوي جمهوري افغانستان بنياد ايښودل ديو چيلنج څخه کم نۀ ؤ.
خو دامريکا او نيټو په مرسته نن دلسو کالو په لنډه موده کې چې افغانستان کوم دډاډ وړ پرمختگونه کړي که دپرمختگونو دغه لړۍ هم داسې دوامداره پاتې شي نو ممکن ده چې په راتلونکو شلو کالو کې افغانستان دنړۍ دهاغو هيوادونو په قطار کې اودريږي چې وگړي يې دژوند په هر مد کې دسيالۍ جوگه وي.
هر څو که نن ځينې ناقدين نيوکې کوي چې دامريکا او نيټو هيوادونو دلس کلن موجوديت باوجود افغانستان کې امن نۀ دى ټينگ شوى خو ددې حقيقت نه انکار هم ناممکن دى چې نن افغانستان د جنگ سالارانو د جنگونو دکاړې په توگه نړۍ کې شهرت نۀ لري بلکې د نړۍ په هر فورم کې افغانستان ته موثره نمائندگي ترلاسه ده او ددغه هيواد دخلکو استازي نۀ يواځې په نړيوالو فورمونو دخپلو ستونزو يا مسئلو دهواري دپاره غږ پورته کوي بلکې دنړۍ په حالاتو او واقعاتو هم خپل نظر په ډاډه زړۀ وړاندې کوي.
نن په افغانستان کې نظام هم شته او ادارې هم ، ددغه هيواد دخلکو دتقدير فيصلې دجنگ سالانو دکورونو پځايې په پارليمنټ کې کيږي.
دافغانستان ملي اردو يا فوج ددې جوگه شوى دى چې دکال 2014ء پورې دخپل هيواد دامنيت ذمه وارۍ پخپلو لاسونو کې ونيسي.
ددغه جگړه ځپلي هيواد 164,000 فعاله پوځيان دخپل هيواد ددفاع دپاره هر وخت چمتو ولاړ دي او هرکله چې د ټاکل شوي هدف پورې د افغانستان دپوځ شميره 260,000 ته ورسيږي نو هيله کيږي چې دغه ملي پوځ به بيا نۀ يواځې دخپل هيواد د امنيتي چارو د سمبالښت بشپړ توان ولري بلکې دنړۍ دناامنه هيوادونو دامنيت په لاره کې هم خپل غوره کردار ولوبول شي.
دافغانستان دملي پوليسو شمير هم دا مهال 70,000ؤ ته رسيدلى او دغه پوليس دجرمونو دمخنيوي دپاره په باقاعده ډول روزل شوي دي.
دافغانستان عدليه هم نن دسياسي تړون څخه ازاده ده او خپلو وگړو ته دفوري انصاف ورکولو هڅې کوي.
دطالبانو په حکومت کې چې دښځو کورونو څخه بهر ته په وتلو کلک بنديز لگيدلى ؤ او دجينکو مکتبونه په بمونو الوځول کيدل ، نن دافغانستان ښځې نۀ يواځې دکورونو څخه په ډاډه زړۀ بهراوځي بلکې په دفترونو، او حکومتي ادارو کې کارونه هم کوي.
همدغه شان دجينکو په مخ دتعليم دروازې خلاصې شوي دي او افغاني طالب علمانې دخپل هيواد دائنده خوندي کولو دپاره دزده کړو په ترلاسه کولو بوختې دي.
دافغانستان دننه چې دکال 2001ء څخه وړاندې دلوبو په سټيډيمونو کې طالبانو دخلکو نه سرونه قلم کول نن هاغه سټيډيمونه دکرکټ ، فټ بال او بُزکشۍ په لوبو گرم دي او دخوف او وحشت دچغو پځايې پکې دلوبغاړو په غوره کارکردگۍ دلاسونو پړقولو يا چړچقو اوازونه اوريدل کيږي.
دافغانستان دکرکټ ټيم دنړۍ په يو شمير هيوادونو کې دنيا ته خپله کارکردگي ښائي.
په دغه هيواد کې سنيماگانې او پارکونه فعاله دي ، بشري ، مدني ، سياسي، اجتماعي او کلتوري ازادۍ پکې تامين شوي او اولس ته يې موقع برابره شوې ده چې د ووټ له لارې دخپل هيواد حکومت وټاکي.
همدغه شان دافغانستان په تيره لس کلنه موده کې ددغه هيواد کرنسي زياته مستحکم شوې ده او معيشت يې په ترقۍ روان دى.
لس کاله وړاندې چې دافغانستان نه لکونه خلک پاکستان ، ايران ، هند، امريکا او اروپا ته دمزدورۍ دپاره تلل نن ليدل کيږي چې دپاکستان ، ايران، هند زيات شمير وگړي افغانستان ته دمزدورۍدپاره روان دي.
همدغه راز داروپائي هيوادونو گڼ شمير پنگه وال هم دې ته اړ شوي چې په افغانستان کې خپلې پنگې مصرف کړي.
دميډيا څانگه هم دتيرو لسو کالو په مهال افغانستان کې زياته غځيدلې ده او پرون چې دطالبانو دواکمنۍ په مهال دشريعت غږ ريډيو څخه يواځې جهادي ترانې اوريدل کيدې نن بې شميره دټي وي چينلې ، ريډيو گان او انټرنيټ په دغه هيواد کې خلکو ته دمعلوماتو ترڅنگ دتفريح موقعې برابر کړي دي.
دترقۍ دغه سفر روان دى او افغانان هيله لري چې ديوويشتمې سائنسي پيړۍ په درشل کې به هغوي نور دجنگونو او مرگونو دبرخې جوړيدو پځايې دنړۍ دعصري پرمختگونو برخه جوړيږي.
د لسوکالو په مهال افغانستان کې شوي پرمختگونه
