لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لندن: اولمپکس لو بی پرانستل شوي دي


په دغه مقابلو کې به د204ؤ هيوادونو د10ؤ زرو څخه زيات ايتهليټس برخه اخلي.
په دغه مقابلو کې به د204ؤ هيوادونو د10ؤ زرو څخه زيات ايتهليټس برخه اخلي.
نن د جمعې د ورځې نه په لندن کې د اولمپکس 2012ء مقابلې په رسمي توگه پيل شوي دي.
د برطانيې ملکه الزبتهـ دوهمه به په سرکاري توگه د اولمپکس لوبو باقاعده پرانسته وکړه.
د ملکه
الزبتهـ د وینا وروسته د اولمپک لوبو مشعل بل کړې شوې دې .
د دغه مقابلو د پرانستې د دستورو لپاره داوؤ کالوڅخه تيارۍ نيول شوي دي.
په دغه مقابلو کې به د204ؤ هيوادونو د10ؤ زرو څخه زيات ايتهليټس برخه اخلي.
دغه رنگا رنگ دستورې به دبرطانوي وخت مطابق د شپې نهه او د پاکستان دوخت مطابق د شپې يوه بجه پيل شوې.

د پرانستې دستورې نيغ په نيغه دکتلو لپاره به چې کوم مهم نړيوال شخصيات لندن ته رسيږي په هغې کې دامريکا لمړۍ ميرمن مشيل اوباما، هالي ووډ سټار انجلينا جولي، دروس وزيراعظم دمتري ميدويدف او دامريکائي صدارت کانديد مټ رومنى هم شامل دي.
دغه لوبې به په ټوله نړۍ کې خواؤشا يو ارب خلک په ټي وي گوري.
نړيوال مقبوليت لرونکي ايتهليټس دخپل فن دثبوت ورکولو او انعام ترلاسه کولو ته بې قراره دي خو څيړونکي وائي اصل مقابله به دامريکا او چين ترمينځ وي.
د لندن اولمپکس لوبو د پرانستې دستورې
د لندن اولمپکس لوبو د پرانستې دستورې

چين په بيجنگ اولمپکس کې دسرو زرو د 51ؤ تمغو پشمول 100 تمغې گټلې وې او لمړى مقام يې ترلاسه کړى ؤ او امريکائي ډله د36ؤ سرو زرو دتمغو گټلو سره په دوهم مقام وه، خو په مجموعي توگه دامريکائي ډلې لخوا دترلاسه کړو تمغو شميره 110 وه.
دبرطانيې ملکه الزبتهـ دوهمه به په سرکاري توگه داولمپکس لوبو باقاعده پرانسته کوي.
ددې ترڅنگ به دپرانستې دستورې دبرخې جوړيدو لپاره دهيوادونو د100ؤ څخه زيات مشران هم دلندن مخه کوي چې دهغوي دامنيت لپاره برطانوي حکومت دوړاندې څخه سخت امنيتي گامونه اخستي دي.
داولمپک پارک په مينځ کې مرکزي اسټيډيم جوړ کړل شوى ، ددريوؤ اړخونو څخه په اوبو کې گير سټيډيم کې د80ؤ زرو کتونکو راتلو گنجائش دى، چې دغلته به دپرانستې او اختتامي دستورو ترڅنگ دايتهليټکس مقابلې ترسره کيږي.
د اولمپکس مقابلو دتحفظ لپاره 18 زره او دوه سوه عسکر گمارل شوي دي ، چې ددغو عسکرو شميره په افغانستان کې دميشتو برطانوي عسکرو څخه سيوا ده.
همدغه شان دبرطانيې ددفاع وزارت هم ددوؤ ټائي فون جيټ فائټرز، هيلي کاپټرو او په دځمکې څخه فضاء کې دوار کوونکو ميزائيلونو سره دلوبو دتحفظ لپاره تيار دى.
دلندن اولمپکس 2012م دتمغو لپاره 8 ټنه سرۀ زر، چاندي او کانسي کارول شوې او ددې څخه څلور زره او اووۀ سوه تمغې تيارې کړل شوي چې دا تر دې مهاله دکوم اولمپک او پيرا اولمپک مقابلو لپاره دتيارو کړو تمغو څخه سيوا ده.
د هاکۍ پشمول دپاکستان 39 کسيزه ډله اولمپکس مقابلو کې گډون کوي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00
Direct link
د ډیوه راډیو خبریال عادل شاه زیب د لندن نه د اولمپکس تیارو حال په دی رپورټ کښې راکوی
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG