فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې دعوامي نيشنل پارټۍ په اميدوار قاتلانه بريد شوى چې پکې د اين اى 254 څخه دعوامي نيشنل پارټۍ اميدوار صادق زمان خټک اؤ دهغه ماشوم شپږ کلن زوئ وژل شوى دي
دپوليس سرچينو لۀ مخې دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې دجمعې په سحر چې کله چوهدري ذوالفقار دخپل کور څخه د راولپينډۍ د ترهه گرۍ د مخنيوي عدالت ته دتگ په غرض ووتلو نو د جي نائن په علاقه کې نامعلومو وسله والو د هغۀ په گاډي ناتاره ډزې وکړې
دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ ترسره شوې يوه نښته کې يو پوځي اؤ لږ ترلږه څلور جنگيالي وژل شوي دي
دخيبرپښتونخوا صوبې د پيښور پريس کلب صدر ناصرحسين وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته ويلي دي هر څو کۀ صحافيان ترکال د صحافت دازادۍ ورځ نمانځي خو زمونږ په خاوره کې نه خو صحافت ازاد دى اؤ نۀ صحافيان.
پخپل سرکاري ټوئټر اکاؤنټ يو پيغام کې دهندوستان وزيراعظم من موهن سنگهـ پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې په سربجيت سنگهـ بريد کې ککړو کسانو سره دې حساب وکړل شي
په پاکستان کې کۀ يو خوا گرانۍ او بې روزگارۍ دخواري کښو ژوند دعذاب سره مخ کړى نو بلخوا دبجلۍ اؤ گيس دکموت له امله يو شمير صنعتونه هم په ټپو ولاړ او په دغه صنعتونو کې کارکوونکي مزدوران بې روزگاره شوي دي
په پاکستان کې دترهه گرۍ په ضد دروانې جگړې په بابله که هر څو ددغه هيواد حکومت، پوځ اؤ سياسي گوندونه بيلا بيل نظرونه لري ، خو په دې يوه خبره ټولې خواوې متفق دي چې پاکستان دا مهال تر څه زيات امن ته اړتيا لري اؤ څيړونکي دامن دپاره لارې گودرې لټول دپوځي، حکومتي اؤ سياسي اړخونو گډه ذمه واري گڼي
دپښتون قام په تاريخ کې هم گډا ته په درانۀ نظر کتل شوي اؤ دپاکستان دقبائيلي سيمو دصحافيانو داتحاديې پخوانى صدرصفدرحيات داوړ وائي قبائيلي پښتنو خو دگډا يو قسم چې اتڼ ورته وئيل کيږي ، مدام دسولې اؤ امن دعلامت په توگه کارولى دى
دسرچينو ترمخه کله چې سربجيت سنگهـ دلاهور په کوټ لکهپت جيل کې دخپل ځانگړي بيرک نه دډوډۍ خوړلو لپاره راووتلو نو په هغه په ښختو سره حمله وشوه.
په انتخاباتي اميدوارانو دغه حملې په داسې وخت کې ترسره شوي چې تيره ورځ ايمنسټي انټر نيشنل په پاکستان غږ کړى ؤ چې دسياست دانانو اؤ انتخاباتي کارکوونکو په ضد دروانو بمونو دلړۍ تحقيقات دې وکړي
دهلمند ولايت دوالي وياند عمر ځواک وائي طالب جنگيالو يو ټرک ته دسړک په مينځ کې اور لگولى ؤ اؤ دپيښې ښکار شوى بس ددغه ټرک سره دجنگيدو څخه راقبو نۀ کړى شو
دنهې اؤ شورو ترمينځ ديو شواروز په وخت کې دپاکستان په خيبرپښتونخوا، بلوچستان اؤ سندهـ کې خواؤشا 9 بمي چاؤدنې ترسره شوې وې چې پکې 11 کسان وژل شوي اؤ په لسگونو نور ژوبل شوي وؤ، اؤ ددغو چاؤدنو وروستو څيړونکو پاکستان کې په پرامنه توگه دانتخاباتو په ترسره کيدو دشک څرگندونې کړي
دسرچينو ترمخه دکرک په دبانډه داؤدشاه په تيري سيمه کې دزيارت په سحر پوليسو ته دتندلارو دموجوديت اطلاع ترلاسه شوه چې له دې وروستو په سيمه کې ددغو تندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل شول اؤ سيمې ته دپوليسو په رسيدو دغو جنگيالو په هغوي ناتاره ډزې پيل کړې
دډهاکې دضلعي پوليسو مرستيال مشر اى.بي ايم مسعود حسين يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې " دمړو شمير اوس 200 دى"
عدالت پرويز مشرف ددوؤ ورځو لپاره په ټرانزټ ريمانډ پوليسو ته دسپارول په ترڅ کې د پرويز مشرف په دوؤ ورځو کې دراولپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت ته دوړاندې کولو امر وکړو
چارواکو وئيلي دي چې دجمعې په ورځ طالب جنگيالو دافغانستان په غزني ولايت کې په يوه پوسته حمله کړې اؤ په خوب اودۀ 13 سيمه ييز مليشه عسکر يې وژلي دي
سرچينې وائي دجمعې په ورځ دجنوبي وزيرستان په مرکزي سيمه وانا کې دقومي اسمبلۍ دحلقه اين اى 41 لپاره دازاد کانديد نصرالله انتخابي جلسه روانه وه چې دنامعلومو کسانو پرې درې راکټونه وداغل
دنړيوال تعليم لپاره دملگرو ملتونو ځانگړي استازي گورډن براؤن وئيلي دي چې ملاله به ملگرو ملتونو کې په 12 جولا ئي وينا کوي
دپاکستان صدر اصف علي زرداري دزيارت په ورځ اليکشن کميشن اف پاکستان ته په يو خط کې په 11م مئ هيواد کې ترسره کيدونکو عامو انتخاباتو ته دولاړو کانديدانو په امنيت انديښنه څرگنده کړې ده
دججانودنظربندۍ کيس کې دمشرف دنيولوامر داسلام اباد هائيکورټ جسټس شوکت عزيز صديقي هاغه مهال وکړو کله چې دپرويز مشرف دنيونې څخه له مخې ضمانت کې دتوسيع دپاره محکمې ته ورکړل شوى خواست ونۀ منل شو
نور کتل