لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په انتخاباتي اميدوارانو حملې


Election commission pakistan
Election commission pakistan
د اليکشن کميشن اؤ نگران حکومت دچارواکو لخوا په پرامنه فضاء کې دانتخاباتو دترسره کولو اؤ اميدوارانو ته دتحفظ ورکولو دادعاوؤ باوجود دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې په انتخاباتي اميدوارانو حملې جاري دي اؤ دجمعې په ورځ هم په دوؤ نورو کانديدانو بريدونه ترسره شوي دي.
په عين حال کې دجمعې په ورځ دخيبرپښتونخوا په هنگو اؤ دکوهاټ په ډهوډا سيمو کې دوه چاؤدنې ترسره شوي اؤ بنو اؤ چارسده کې دوه بمونه ناکاره کړل شوي دي.
په انتخاباتي اميدوارانو دغه حملې په داسې وخت کې ترسره شوي چې تيره ورځ ايمنسټي انټر نيشنل په پاکستان غږ کړى ؤ چې دسياست دانانو اؤ انتخاباتي کارکوونکو په ضد دروانو بمونو دلړۍ تحقيقات دې وکړي.
دنهې اؤ شورو ترمينځ په يو شواروز کې خيبرپښتونخوا، بلوچستان اؤ سندهـ کې په 9ؤ بمي چاؤدنو کې 10 کسان مړۀ شوي وؤ اؤ دزيارت په ورځ هم دکراچۍ په نصرت بهټو کالونۍ کې دمتحده قومي موومنټ ددفتر ترڅنگ ترسره شوې يوه زورداره بمي چاؤدنه کې 6 کسان وژل شوي اؤ 15 نور ژوبل شوي وؤ.
دهيواد په بيلا بيلو برخو کې په انتخاباتي کانديدانو دبمي چاؤدنو ترسره کيدو وروستو تيره ورځ اسلام اباد کې دچيف اليکشن کمشنر فخرالدين جي ابراهيم په مشرۍ دراتلونکو انتخاباتو لپاره دامنيتي پلان دجوړولو په غرض يوه اهمه غونډه ترسره شوه اؤ ددغه غونډې څخه وروستو سيکرټري اليکشن کميشن اشتياق احمد وويل انتخابات به پخپله ټاکلې ورځ ترسره کيږي اؤ په دغه اړه به پوځ هم مرسته کوي.
خو دجمعې په ورځ يوځل بيا دقومي اسمبلۍ داين اى -255 حلقې دکراچۍ دلانډهي سيمې دعوامي نيشنل پارټۍ دکانديد عبدالرحمان خان گل په گاډي دکراچۍ دلانډهي په مظفراباد سيمه کې دکريکر بم حمله شوې ده.
په دغه بمي حمله کې يو ماشوم زخمي شوى اؤ دعوامي نيشنل پارټۍ دکانديد گاډى په جزوي توگه زيانمن شوى، خو پخپله هغه ددغه بريد څخه ژوندى وتلى.
په کراچۍ کې دفعاله سياسي گوند متحده قومي موومنټ مشر الطاف حسين ددغه حملې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دغه شان حملې دترهه گرو دهاغه سازش برخه ده چې مقصد يې پي پي پي، اى اين پي اؤ ايم کيو ايم دراروانو انتخاباتو څخه لرې ساتل دي.
په کراچۍ کې دوړاندې څخه دتيرې ورځې دبمي حملې په احتجاج کې ديوې ورځې دماتم اعلان شوى دى اؤ په بيلا بيلو سيمو کې هړتال روان دى.
په يوه بله پيښه کې څلور ساتونکي هاغه وخت ژوبل شوي کله چې دبلوچستان دبولان ضلعې په مچ سيمه کې ترهه گرو دجمعيت علماء اسلام(ف) په يو کانديد ډزې وکړې.
دليويز دذريعو ترمخه دجى يو ائي (ف) دپي بي- 30 لپاره په ولاړ کانديد هاشم شاهواني په کاروان هاغه مهال بريد شوى کله چې هغه دمچ څخه کوئټې ته راروان ؤ.
جنگيالو دنزدې غرونو څخه دهغه په کاروان بريد کړى چې پکې دشاهواني څلور ساتونکي ژوبل شوي دي اؤ هغوي دمچ هسپتال ته رسول شوي دي.
بلخوا دخيبرپښتونخوا دهنگو په محمد خواجه سيمه کې تندلارو يو سرکاري سکول په جزوي توگه تباه کړى اؤ دکوهاټ په ډهوډا سيمه کې نامعلومو کسانو يو کور ته لاسي بم غورځولى چې له امله يې دغه کور ته جزوي زيان رسيدلى خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
په يوه بله پيښه کې دمومندو ايجنسۍ په حليمزۍ سيمه کې تندلارو يو هاغه تن وژلى چې په سيمه کې يې دحکومت پلوه امن کميټۍ ملاتړ کولو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG