لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله ديش : دودانۍ پريوتو پيښه کې دمړو شمير 200


دبنگله ديش پايتخت ډهاکه کې چارواکي وائيچې تيره ورځ ديوې اتۀ پوړيزې ودانۍ دراغورځيدو پيښه کې دمړو شوؤ کسانو شمير 200ؤ ته رسيدلى دى.
تيره ورځ ديو نزدې هسپتال منتظمينو دژوبلو کسانو شميره 700 ښودلې وه.
دډهاکې دضلعي پوليسو مرستيال مشر اى.بي ايم مسعود حسين يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې " دمړو شمير اوس 200 دى"
د راغورځيدلې ودانۍ دملبې څخه امدادي کارکوونکو دزيارت په ورځ دگڼ شمير کسانو مړي راويستي اؤ دپيښې پځايې کې امدادي کارروايۍ اوس هم روانې دي.
درانا پلازې په نوم دغه وداني دبنگله ديش سره نزدې په سوار نومې سيمه کې تيره ورځ دمقامي وخت مطابق نهه بجې راغورځيدلې وه. دغه ودانۍ کې دجامو گڼ شمير فيکټرۍ اؤ په زرگونو کارکوونکي موجود وؤ
سرچينې وائي تر دې مهاله دودانۍ دراپريوتو وجوهات نۀ دي په ډاگه شوي ، خو دراپريوتو څخه يوه ورځ دمخه په دغه ودانۍ کې درزونه ليدل شوي وؤ.
مسعود حسين وائي په زرگونو خلک چې دخپلو ورکو رشته دارانو تصويرونه يې نيولي دپيښې په ځايې کې راټول شوي دي.
امدادي کارکونکو بيگاه دشپې هم دودانۍ دملبې څخه مړي راويستي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG