لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دانتخاباتي کانديدانو په امنيت دصدرزرداري انديښنه


Pakistan Election
Pakistan Election
دپاکستان صدر اصف علي زرداري دزيارت په ورځ اليکشن کميشن اف پاکستان ته په يو خط کې په 11م مئ هيواد کې ترسره کيدونکو عامو انتخاباتو ته دولاړو کانديدانو په امنيت انديښنه څرگنده کړې ده.
چيف اليکشن کمشنر جسټس(ر) فخرالدين جي ابراهيم ته په يو ليکلي خط کې صدر اصف علي زرداري وئيلي دي غواړي چې انتخاباتي کميشن هيواد کې دترسره کيدونکو تاريخي انتخاباتو په مهال کانديدانو ته امنيت برابر کړي اؤ زياته کړې يې ده چې ددې خبرې دباوري کولو لپاره دې ټولو نگران وزيرانو ته امر وکړل شي.
داليکشن کميشن سيکرټري اشتياق احمد خان وئيلي دي چې په 25م اپريل به دعامو انتخاباتو دامنيت په اړه بحث لپاره يوه غونډه رابللى شي.
په دغه غونډه کې به دهاغو سيمو په اړه هم غور کولى شي چرته چې به په ممکنه توگه پوځيان تعينات کولى شي.
صدر زرداري دکانديدانو په امنيت دغه انديښنه په داسې وخت کې ښکاره کړې ده چې دتيرو څو ورځو په مهال پيښور، بلوچستان اؤ کراچۍ کې دعوامي نيشنل پارټۍ، پاکستان مسلم ليگ(ن) اؤ متحده قومي موومنټ په انتخاباتي کانديدانو حملې ترسره شوي چې پکې دښځو اؤ ماشومانو پشمول په لسگونو کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG