دپوليس سرچينو لۀ مخې دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې دجمعې په سحر چې کله چوهدري ذوالفقار دخپل کور څخه د راولپينډۍ د ترهه گرۍ د مخنيوي عدالت ته دتگ په غرض ووتلو نو د جي نائن په علاقه کې نامعلومو وسله والو د هغۀ په گاډي ناتاره ډزې وکړې.
په دغو ډزو کې سرکاري وکيل چوهدري ذوالفقار اؤ دهغه ساتونکى سخت ژوبل شول چې د علاح دپاره په سمدستي ډول نزدې هسپتال ته ورسول شول خو دغلته ښاغلي چوهدري د زخمونو توان رانۀ وړو اؤ ساه يې ورکړه.
د ډاکټرانو د وينا له مخې چوهدري ذوالفقار په سر اؤ په سينه په گولو لگيدلى چې له دې امله مړ شوى دى.
ددغو ډزو څخه وروستو دچوهدري ذوالفقار گاډى بې قابو شوى اؤ يوه زنانه يې وهلې اؤ وژلې ده.
چوهدري ذوالفقا د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې ايف ايي اى وکيل ؤ اؤ ټاکل شوې وه هغه به د جمعې په ورځ د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بوټو د وژنې په کيس کې دپاکستان دپخواني پوځي صدر پرويز مشرف په ضد چالان د پينډۍ دترهگرۍ دمخنيوي محکمې ته وړاندې کوي .
دسرکاري وکيل د وژل کيدو وروستو د بې نظير بوټو د وژنې دکيس اوريدنه تر 14 مئ ځنډول شوې ده
بلخوا د پينډۍ اؤ اسلام اباد دوکيلانو سازمانونو د چوهدري ذوالفقار د وژنې په ضد د هړتال کولو اعلان هم کړى دى.