لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

11 مئ انتخابات: داليکشن کميشن دامن پلان، دطالبانو نوى گواښ


دپاکستان دانتخاباتي کميشن چئيرمين اشتياق احمد وئيلي دي چې په 11مه مئ به هيواد کې دترسره کيدونکو انتخاباتو په مهال دپرامنه فضاء دباوري کولو لپاره دپاکستان پوځ مهم کردار ادا کوي اؤ انتخاباتو ته ولاړو ټولو کانديدانو اؤ دسياسي گوندونو مشرانو ته به مناسب امنيت ورکولى شي.
بلخوا دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې غيرقانوني دپاکستاني طالبانو تحريک دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور، بونير اؤ دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې داسې پمفلټونه ويشلي چې پکې اولسي وگړو ته خبردارى ورکړل شوى ، هغوي دې په راتلونکو عامو انتخاباتو کې برخه نۀ اخلي ، اؤ په دوهم صورت کې به هغوي دخپل ژوند پخپله ذمه وار وي.
دنهې اؤ شورو ترمينځ ديو شواروز په وخت کې دپاکستان په خيبرپښتونخوا، بلوچستان اؤ سندهـ کې خواؤشا 9 بمي چاؤدنې ترسره شوې وې چې پکې 11 کسان وژل شوي اؤ په لسگونو نور ژوبل شوي وؤ، اؤ ددغو چاؤدنو وروستو څيړونکو پاکستان کې په پرامنه توگه دانتخاباتو په ترسره کيدو دشک څرگندونې کړي.
دپاکستان په سياسي تاريخ کې دا لمړى ځل دى چې ديو منتخب جمهوري حکومت له لوري ائيني موده پوره کړل شوې، قومي اسمبلۍ اؤ څلور واړه صوبائي اسمبلۍ په ائيني توگه ماتې کړل شوي اؤ نگران حکومت به دائين په رڼا کې يو بل منتخب جمهوري حکومت ته اقتدار وسپاري.
دامنيتي صورتحال دجاج اخستو اؤ په پرامنه ماحول کې دانتخاباتو دترسره کولو په حواله اسلام اباد کې داليکشن کميشن ديوې لوړې کچې دغونډې دترسره کيدو وروستو ميډيا سره خبرو کې اشتياق احمد وويل بدې ورځې دنړۍ دټولو قامونو په ژوند کې ځي راځي اؤ ژوندي قامونه دسختو حالاتو په نره مقابله کوي.
هغه وويل دانتخاباتو دترسره کيدو په حوالې سره ځينې گنگوسو سر راپورته کړى ، خو دا خبره واضحه ده چې په هر حال کې به هيواد کې دغه (تاريخي) انتخابات ترسره کيږي اؤ ددې لپاره به دامنيتي صورتحال دښه کولو هر ممکن کوشش کولى شي.
داليکشن کميشن سيکرټري وويل غونډه کې دبهرنو څارونکو په حوالې سره هم يادونه شوې ، چې هغوي ته به دانتخاباتو دڅارلو اجازه ورکړل کيږي اؤ ددې مقصد په بهرنۍ نړۍ کې پاکستان کې دروڼ انده انتخاباتو دترسره کيدو په اړه مثبت پيغام ليږي دي ، خو دغو بهرنو څارونکو ته به يواځې دنگرانۍ اجازه وي اؤ دانتخاباتو په حوالې سره به پريکړې پاکستانى قام پخپله کوي.
هغه وويل دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو کې به په پرامنه ډول دانتخاباتو ترسره کولو لپاره پوځ اؤ پيراملټري ځواکونه خدمات ترسره کوي اؤ درايې اچولو په حساسو مرکزونو به عسکر گمارلى شي.
اشتياق احمد وويل دانتخاباتو دترسره کيدو په حوالې سره هيڅ رقم شک اؤ انديښنه نۀ دي کول پکار ، بلکې هغوي به په هر صورت کې دخپل منزل مقصود پورې رسيږي، کوم چې ديوولسمې مئ انتخابات دي.
په عين حال کې چيف اليکشن کمشنر جسټس (ر) فخرالدين جي ابراهيم وئيلي دي چې په انتخاباتو کې به ديوې ورځې ځنډ هم نۀ کيږي.
اسلام اباد کې دامنيت په اړه دشوې غونډې په موقع چيف اليکشن کمشنر وئيلي دي چې اليکشن کميشن به هيواد کې صفا، شفاف اؤ بې پلوه انتخابات باوري کوي اؤ انتخابات پخپل مقرر شوي وخت ترسره کيږي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG