لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې داى اين پي اميدوار اؤ دهغۀ زوئ قاتلانه حمله کې وژل شوي


PAKISTAN-ELECTIONS
PAKISTAN-ELECTIONS
د جمعې په ورځ يوځل بيا دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې دعوامي نيشنل پارټۍ په اميدوار قاتلانه بريد شوى چې پکې د اين اى 254 څخه دعوامي نيشنل پارټۍ اميدوار صادق زمان خټک اؤ دهغه ماشوم شپږ کلن زوئ وژل شوى دي.
د راپورونو لۀ مخې دغه بريد د کورنگۍ په بلال کالونۍ کې په صادق زمان خټک هغه مهال ترسره شوى کله چې هغه د جمعې د مونځ کولو وروستو د جومات څخه راووتلو.
په دغه مهال نامعلومو وسله والو د اى اين پى په اميدوار ناتاره ډزې وکړې چې پکې د قومي اسمبلۍ دچوکۍ دپاره ټولټاکنو ته ولاړ صادق زمان خټک اؤ دهغه شپږ کلن زوئ عقيل مړه اؤ گڼ کسان نور ژوبل شوي دي.
په يوه هفته کې په کراچۍ کې دعوامي نيشنل پارټۍ په اميدوارانو دغه دوهمه حمله ده چې ترسره شوې .
لۀ دې وړاندې په 26م اپريل دکراچۍ په مومن ټاؤن سيمه کې دصوبايي اسمبلۍ دپاره دعوامي نيشنل پارټۍ په اميدوار بشيرجان ترسره شوې بمي حمله کې 11کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.
دپاکستاني طالبانو تحريک داى اين پى په اميدوار صادق زمان خټک د شوي بريد د ذمه وارۍ په غاړه داخستو په وخت وئيلي دي چې په هغه ډزې د طالبانو له لوري شوي دي.
دنامعلوم ځايې څخه ميډيا سره په ټيليفوني خبرو کې دپاکستاني طالبانو وياند احسان الله احسان گواښ کړى دى چې داى اين پي،پي پي پي اؤ متحده قومي موومنټ په ضد به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.
دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفنديار ولي خان دخپلې پارټۍ د اميدوار د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې دهغوئ وژل شوي اميدوار ته هيڅ رقم امنيت نۀ ؤ ورکړل شوى .داسفنديار ولي لخوا ميډيا ته په ورکړل شوي بيان کې ويل شوي دي چې په پاکستان کې يوازې درې روښانفکره گوندونه په نخښه کولى شي اؤ نورۍ پارټۍ په خلاص مټ خپل انتخابي کمپائن چلوي .
اسفنديار ولي خان زياته کړې ده دهغوئ گوند دترهگرۍ په دغسې واقعاتو هيڅوک د اليکشن څخه په بهرپاتې کولو نۀ شي مجبورولى اؤ ارومرو به په انتخابي معرکه کې برخه اخلي.
نوموړي پوښتنه کړې ده چې په روانه بده امنيتي وضعه کې هغه نۀ پوهيږي چې په هيواد کې حکومت څوک چلوي ؟
هغه داهم وئيلي دي چې هرکله په دغسې حالاتو کې انتخابات ترسره کيږي نو دهغې دنتيجو په اړه به پوښتنې ضرور راولاړيږي .
دمتحده قومي موومنټ مشر الطاف حسين هم دعوامي نيشنل پارټۍ د اميدوار په وژل کيدو د غمرازۍ څرگندونه کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې اعتدال خوښي اؤ روښانفکره سياسي گوندونه دبدترينې ترهگرۍ سره مخ دي.
خپل يوبيان کې الطاف حسين زياته کړې ه داسلام دنوم څخه د ناوړه استفاده کوونکو دغو ترهگرو خو داسلام سره هيڅ تعلق نيشته البته دانسانيت څخه هم خالي دي .
بايد وويل شي په پاکستان کې په يوولسمه مئ عام انتخابات کيدونکي دي خو ددغو انتخاباتو څخه دمخه دپاکستان په دريوؤ صوبو خيبرپښتونخوا،بلوچستان اؤ سندهـ کې دعوامي نيشنل پارټۍ،ايم کيو ايم اؤ پاکستان پيپلزپارټۍ داميدوارانو په ضد تردې مهاله گڼ شمير بمي چاودنې اؤ ځان وژونکي بريدونه ترسره شوي چې پکښې په شلگونو کسان مړۀ اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي دي.
دا مهال يوازې دپاکستان په يوه ستره صوبه پنجاب کې سياسي گوندونه خپل انتخابي کمپائن په خلاص مټ چلوي اؤ دملک په نورو دريوؤ صوبو کې د کيڼ لاس د سياسي گوندونو انتخابي کمپائن سخت زيانمن شوى دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG