دبرطانيې دپخواني وزيراعظم گورډن براؤن ددفتر څخه په جاري شوي يو بيان کې دجمعې په ورځ وئيل شوي دي چې دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دجينکو دتعليم لپاره غږ پورته کوونکې پاکستانۍ طالب علمه ملاله يوسفزۍ به دخپل زيږون د16مې ورځې په موقع ملگرو ملتونو کې خپله لمړۍ وينا کوي.
دنړيوال تعليم لپاره دملگرو ملتونو ځانگړي استازي گورډن براؤن وئيلي دي چې ملاله به ملگرو ملتونو کې په 12 جولا ئي وينا کوي.
تيرکال په 9م اکتوبر ملاله يوسفزۍدسوات په مينگوره ښار کې دطالبانو لخوا په ملالې يوسفزۍ هاغه وخت حمله شوې وه کله چې هغه دخپل سکول په بس کې کور ته روانه وه، په ملالې يوسفزۍ ترسره شوې دغه حمله کې دهغې دوه نورې ملگرې شازيه اؤ کائنات هم ژوبل شوې.
په پاکستان کې دابتدائي علاج وروستو ملاله يوسفزۍ په سخت حالت کې دبرطانيې دبرمنگهم ښار کوئين الزبتهـ روغتون ته وړل شوې وه،اؤ دغلته دعلاج وروستو ملاله يوسفزۍ اوس مهال دبرمنگهم په يوسکول کې سبق وائي.
براؤن وائي چې په ټوله نړۍ کې دجينکو دتعليم لپاره ملاله يوسفزۍ يوه ريښتونې جذبه پيداکوونکې ده.
براؤن دملالې يوسفزۍ ستائينه کړې اؤ زياته کړې يې ده هغه باور لري چې ملاله دجينکو اؤ هلکانو دتعليم په حوالې سره يوه ريښتونې لارښوده جوړيدلى شي.
هيله کيږي چې په ملگرو ملتونو کې دهغې ددغه وينا اوريدلو لپاره به اندازتاً 4,000 کسان راغونډ شي.