لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند وزيراعظم دسربجيت سنگهـ دقاتلانه حملې دپلټنو غوښتنه کړې


دهندوستان وزيراعظم من موهن سنگهـ دزيارت په ورځ غوښتنه کړې ده چې دپاکستان په کوټ لکهپت جيل کې دجگړې له امله دژوبل کيدو وروستو دمړ شوي هندي وگړي سربجيت سنگهـ دپيښې په اړه تحقيقات وکړي.
پخپل سرکاري ټوئټر اکاؤنټ يو پيغام کې دهندوستان وزيراعظم من موهن سنگهـ پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې په سربجيت سنگهـ بريد کې ککړو کسانو سره دې حساب وکړل شي.
هغه وائي دسربجيت سنگهـ دمړي هندوستان ته دراوړلواؤ دهغه داخري رسوماتو ادا کولو لپاره تيارۍ روانې دي.
دهند وزيراعظم وائي دا ډيره دافسوس خبره وه چې پاکستان په دغه مقدمه کې زمونږ ديوې غوښتنې ځواب هم نۀ دى ورکړى.
ددې ترڅنگ دهندوستان دخارجه وزارت وياند هم پاکستان څخه په سربجيت دترسره شوي بريد دپلټنو کولو غوښتنه کړې ده.
خو بلخوا دپاکستان دخارجه دفتر څخه په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې سربجيت سنگهـ دزړۀ ددورې امله ساه ورکړې ده.
بيان کې وئيل شوي دي چې دجناح هسپتال دډاکټرانو له لوري دپوره کوشش باوجود دسربجيت حالت سخت خراب شو اؤ دژوند بازي يې وبائيلله.
بيان کې دا هم وئيل شوي دي چې دضابطې دکارروايۍ وروستو به دسربجيت سنگهـ مړى هندوستان ته وسپارلى شي.
دپاکستان دپنجاب صوبې نگران وزيراعلي نجم سيټهي په يو بيان کې په سربجيت سنگهـ دترسره شوې قاتلانه حملې دپلټنو حکم کړى دى.
هندوستاني جاسوس سربجيت سنگهـ چې ورته په لاهور اؤ فيصل اباد کې د1990 په لسيزه کې بمي چاؤدنو کې دلاس لرنې په تور دمرگ سزا اورول شوې وه ، دقيد په مهال په 26م اپريل دکوټ لکهپت بندي خانه کې ددوؤ نورو بنديانو سره جگړه کې سخت ژوبل شوى ؤ، اؤ په سر کې يې زخمونه جوړ شوي وؤ.
د1991 په دغو چاؤدنو کې 14 پاکستانيان مړۀ شوي وؤ اؤ کله چې په هاغه وخت کې هغه دلاهور په واهگه پوله هندوستان ته داوړيدو هڅه کوله نو دپاکستان لخوا نيول شوى ؤ.
په هاغه وخت کې سربجيت سنگهـ ځان يو دهقان ښودلى ؤ اؤ وئيلي يې ؤ چې هغه په غلطۍ سره دپاکستان پولې ته اوړيدلى ؤ، خو وروستو يې په ځان لگيدلي تورونه منلي وؤ.
1991 کې دترهه گرۍ دمخنيوي يوې پاکستانۍ محکمې هغه ته دمرگ سزا اورولې وه، لمړى دلاهورهائيکورټ اؤ وروستو سپريم کورټ دهغه درحم اپيل رد کړى ؤ اؤ سزا يې ورله برقراره ساتلې وه، چې له دې وروستو دسربجيت سنگهـ دتيزندي کولو تاريخ 30م اپريل،2008م مقرر کړل شوى، خو وروستو په دغه تاريخ کې پراختيا راوستل شوه.
دسربجيت سنگهـ کورنۍ دپاکستان دپخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف څخه هم دهغه دبخښنې غوښتنه کړې وه ، خو مشرف دغه غوښتنه رد کړې وه.
دجناح هسپتال ځانگړي ميډيکل بورډ کې شامل دعلامه اقبال ميډيکل کالج پروفيسر ډاکټر محمود شوکت دشورو په شپه دسربجيت دمرگ پخلى کړى ؤ اؤ وئيلي يې ؤ چې هغه په سخت حالت کې هسپتال ته راوړل شوى ؤ، ډاکټرانو دهغه دژوند پوره کوششونه وکړل اؤ دزياتې څارنې په وارډ کې په وينټي ليټر دساتلو دهغه دژوندي ساتلو هڅه کوله، خو هغه دزخمونو تاب رانۀ وړو او ساه يې ورکړه.
دسربجيت مړى مرده خانې ته وړل شوى اؤ اوس دهغه دپوسټ مارټم تيارۍ کولى شي چې ددې لپاره ميډيکل ټيم هم جوړ کړل شوى اؤ نورې قانوني تقاضې هم پوره کولى شي.
دسربجيت وکيل اويس شيخ په زندان کې دمدثر اؤ عامر نومې دوؤ بنديانو له لوري دسربجيت دزخمي کولو دپيښې ذمه واري دبندي خانې په سپرنټډنټ اؤ انتظاميې اچولې وه، دبې پرواهۍ له امله دجيل مرستيال سپرنټډنټ، هيډوارډن اؤ وارډن هم معطل کړل شوي وؤ.
اويس شيخ وئيلي ؤ چې دسربجيت سنگهـ ژوند ته دپيښو خطرو په حواله څو ځله لوړپوړي چارواکي خبر کړل شوي وؤ.
پوليسو په سربجيت سنگهـ دترسره شوي بريد مقدمه دکوټ لکهپت جيل دچارواکو په مدعيت کې ددوؤ بنديانو په ضد درج کړې ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG