د جمعې په ورځ دپاکستان په گډون په ټوله نړۍ کې د صحافت عالمي ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې په پاکستان کې د صحافيانو د وژنې کچه لوړه شوې اؤ دغه هيواد د صحافيانو دپاره د خطرناک ترينو هيوادونو په لسټ کې دلسم څخه اتم نمبر ته ورکوزشوى دى.
د شلمي صدۍ په پيل کې نائن اليون د پيښې څخه وروستو په ټوله دنيا کې عموماً اؤ په پاکستان اؤ افغانستان کې خصوصاً د ترهگرۍ سيوا شوې پيښې د صحافت پيشې دپاره يوه ستره اؤ مهمه ستونزه جوړه شوې ده.
دپاکستان شمير د صحافت دپاره د خطرناک ترينو هيوادونو صوماليه،شام اؤ برازيل سره يو ځائ کولى شي چرته چې خبريالان پرته لۀ کوم خوف و خطر څخه د ترهگرو لخوا وژل کيږي اؤ بيا دغه ترهگر پرانستې تڼۍ گرځي.
د انټرنيشنل پريس انسټيټيوټ د راپور له مخې په کال 2010م کې په ټوله دنيا کې 110 ،کال 2011م کې 107، په کال 2012م کې 132 خبريالان وژل شوي چې په تيرو دريو کالو کې دغه شميره د350ؤ څخه اوښتې ده.
دبې سرحده خبريالانو په راپور کې ويل شوي په پاکستان کې په ميډيا د قدغنونو لړۍ پرله پسې دوامداره ده اؤ دغه هيواد د صحافتي ازادۍ په لحاظ د نړۍ 20م بدترينه هيواد جوړ شوى دى.
د صحافت دنړيوال ورځې په اړه دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې د پيښور پريس کلب صدر ناصرحسين وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته ويلي دي هر څو کۀ صحافيان ترکال د صحافت دازادۍ ورځ نمانځي خو زمونږ په خاوره کې نه خو صحافت ازاد دى اؤ نۀ صحافيان.
هغه وويل په خيبر پښتونخوا اؤ پيوست قبائيلي سيمو کې صحافيان د يو شمير ستونزو سره مخ دي چې په هغې کې يوه مهمه ستونزه د خبرونو د پيداکولو اؤبيادهغې د خورولو په اړه د حکومتي ادارو اؤ تندروه ډلو لخوا د فشار ده ځکه چې هراړخ غواړي خبرونه دې دهغوئ په خوښه اؤ گټه خپارۀ شي اؤ بيا د خبري ادارو د مالکانو هم خپلې خپلې گټې وي چې خبريالان يې د خپلو گټو په چوکاټ کې محدود ساتلي وي.
نوموړي زياته کړه ددې ترڅنگ دلته خبريالانو ته تنخاگانې ډيرې کمې ورکړل کيږي، بيا دغه کمې تنخاگانې په وخت هم نۀ وي اؤ کله چې کوم صحافي د ترهگرۍ د پيښې ښکار شي نو د هغه کورنۍ ته هغه معاوضه نۀ ورکړل کيږي کومه چې پکار ده.
ناصرحسين زياته کړه پکار ده چې کوم صحافيان د ترهگرۍ په پيښو کې وژل کيږي نو بايد چې د هغه کورنۍ ته دامنيتي عسکرو کورنيو ته د ورکړل کيدونکې معاوضې برابر معاوضه ورکول کيږي.
نوميالي قبائيلي صحافي ناصرداوړ وويل دا وخت په قبائيلي سيمو کې چې صحافيان د څومره بد وضعيت سره مخ دي هغه د تاريخ يو حساس پړاؤ دى.
هغه وويل دتيرو پينځوو کالو په مهال 13 صحافيان په قبائيلي سيمو کې وژل شوي چې په هغې کې يوازې د ډيوه راډيو د خبريال مکرم خان عاطف د وژلو ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې اؤ نور ټول په تيارۀ کې وژل شوي چې هيڅ نۀ ده معلومه چا ووژل اؤ په څۀ قصور يې ووژل؟
ښاغلي داوړ دا هم وويل چې دا مهال ترټولومهم خبرونه د قبائيلي سيمو څخه ترلاسه کيږي اؤ دغه خبرونه قبائيلي صحافيان په داسې حال کې دکړکيچنو قبائيلي سيمو څخه راوباسي چې خپل ژوند يې په خطر کې اچولى وي خو عجيبه داده چې قبائيلي صحافيان دخپل دغه محنت صله نه مومي اؤ دهغوئ په خبرونو دلويو ادارو دننه ناست خلک امدن ترلاسه کوي.
هغه وويل 370 قبائيلي صحافيان دا وخت په صحافتي ميدان کې هلې ځلې کوي چې دهغوئ څخه زياتره د مرگ د گواښونو له امله د قبائيلي سيمو څخه وتلي اؤ په لويو بندوبستي ښارونو کې خپلې صحافتي دندې په مخکښې وړي خو بيا هم د قبائيلي سيمو د حالاتو نه يې نړۍ باخبره ساتلې ده.
د پيښور څخه يو بل وتلي خبريال بخت زاده يوسفزئ ډيوه راډيو ته وويل يوازې دتيرو څلور پينځوو کالو په مهال په پاکستان کې د 90 څخه ډير خبريالان وژل شوي اؤ په دغو خبريالانو کې تراوسه د هيچا قاتلان نۀ دي نيول شوي .
نوموړي وويل دپاکستان صحافيان کۀ يو خوا دامنيتي ستونزو سره مخ دي نو بلخوا پرې اقتصادي ستونزو هم په هغوئ ژوند تنگ کړى اؤ دخپلو ادوارو لخوا هم د استحصال سره مخ دي
هغه وويل زمونږ خبريالان کۀ وغواړي نو هم د خپل ضمير اؤ پيشه وارانه تقاضو مطابق خپلې ذمه وارئ نه شي ترسره کولى