دپاکستان داسلام اباد هائيکورټ دزيارت په ورځ دججانو دنظربندۍ په کيس کې دپاکستان دپخواني پوځي مشر اؤ پخواني صدر پرويزمشرف دنيولوامر کړى اؤ هغه دخپلو ساتونکو په مرسته دعدالت دکمرې څخه په تيښته بريالى شوى دى.
دججانودنظربندۍ کيس کې دمشرف دنيولوامر داسلام اباد هائيکورټ جسټس شوکت عزيز صديقي هاغه مهال وکړو کله چې دپرويز مشرف دنيونې څخه له مخې ضمانت کې دتوسيع دپاره محکمې ته ورکړل شوى خواست ونۀ منل شو.
دضمانت دمنسوخۍ څخه سمدستي وروستو پوليسو دپخواني پوځي واکمن پورې دورسيدو هڅه وکړه ، خو دهغه شخصي امنيتي عمله تر خپل بُلټ پروف گاډي پورې دمشرف په رسولو کې کاميابه شوه اؤ دغه شان مشرف دهائيکورټ دودانۍ څخه په وتلو کې بريالى شو.
دمحکمې له ودانۍ څخه دوتلو وروستو پرويز مشرف په اسلام اباد کې خپل فارم هاؤس ته رسيدلى اؤ هلته دهغه په کور دامنيتي ځواکونو درنه پهيره اودرول شوې ده.
راپورونه وائي په چک شهزاد کې دمشرف دکور مخې ته نۀ يواځې پوليسو بکتربند گاډي اودرولي ، بلکې دغه لاره يې دگاډو اؤ پياده خلکو دتگ راتگ لپاره هم تړلې ده.
دزيارت په ماسپښين دپرويز مشرف داسلام اباد هائيکورټ له لوري دپرويز مشرف دنيولو دامر څخه وروستو دپخواني صدر دخپلو ملگرو قانوني پوهانو سره له صلاح مشورې څخه وروستو دپاکستان سپريم کورټ ته دپرويز مشرف دضمانت درخواست کې دتوسيع خواست کړى ، خو دسپريم کورټ درجسټرار دفتر دغه خواست له دې اعتراض له امله واپس کړى چې ددغه خواست سره داسلام اباد هائيکورټ دفيصلې نقل نۀ ؤ ورکړل شوى.
داسلام اباد څخه امنيتي سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دا مهال داسلام اباد دپوليسو مشر يا ايس ايس پي دپرويز مشرف کور ته رسيدلى اؤ داسلام اباد انتظاميه اؤ لوړپوړي پوليس مشران دمشرف دنيونې په اړه په بيلا بيلو لارو چارو غور کوي.
دپرويز مشرف دنيول کيدو دغه حکم ته دپاکستان په گډون دنړۍ په يو شمير ملکونو کې ديو ډير مهم اقدام په توگه کتل کيږي، ځکه چې دپاکستان په تاريخ کې دا لمړى ځل دى چې محکمې ديو پخواني پوځي مشر دنيولو امر کړى دى.
له دې وړاندې هم په پاکستان کې تر اوږدې مودې پوځي امرانو جنرال ايوب خان، جنرال يحيي خان اؤ جنرال ضياء الحق دائين په ماتولو سره دپوځ په طاقت په هيواد داوږدې مودې واکمني کړې ده.
خو کله هم دپاکستان محکمو دائين ماتولو په جرم کې دپخوانو پوځي مشرانودنيولو امر نۀ دى کړى.
همدغه راز په تيرو مياشتو کې دپاکستان سپريم کورټ داصغرخان له لوري دپوځ لخوا په سياسي مشرانو دپيسو ويشل کيدو په کيس کې دپاکستان ددوؤ پخوانو پوځي مشرانو جنرال(ر) مرزااسلم بيگ اؤ جنرال(ر) اسد دراني په ضد حکومت ته دگامونو اخستو امر شوى ؤ، خو تر دې مهاله ددغو پخوانو پوځي مشرانو په ضد هيڅ رقم قانوني گامونه نۀ دي اخستل شوي.
پاکستاني ميډيا اؤ دپاکستان په سياسي منظرنامه نظرلرونکو خلکو دعدالت څخه دپرويز مشرف دتيښتې په عمل سخت ټکونه کړي اؤ وائي هغه په دغسې کولو ځان دنور مشکل سره مخ کړى دى.
دپاکستان د سپريم کورټ دوکيلانو دسازمان پخواني مشر اؤ نوميالي قانون پوهه اعتزاز احسن وائي پرويز مشرف ټول عمر دا دعوې کړي چې هغه يو پوځي دى اؤ کله هم ويره نۀ کوي.
ښاغلى اعتزاز وائي که چرې پرويز مشرف نۀ ويريدو نو پکار ده چې هغه خپل ځان بيا نن قانون ته سپارلى وى.
ميډيا سره خبر کې اعتزاز احسن زياته کړې ده، پخواني پوځي امر جنرال مشرف دپاکستان دائين ماتولو په ترڅ کې ددغه هيواد قاضيان نظربند کړي وؤ اؤ اوس ورته دخپلو کړو دځواب په خاطر محکمو ته وړاندې کيدل پکار دي.
همدغه راز دپوځي چارو يو بل پاکستانى څيړونکى طلعت مسعود وائي دپرويز مشرف خلاصون اوس په تيښته کې نۀ ، بلکې عدالت ته په مخ کيدو کې دى.
دپاکستان دسترې محکمې پخواني چيف جسټس صديق الزمان صديقي هم عدالت څخه دهغه دتيښتې عمل غندلى اؤ وائي بايد پرويز مشرف دملک قانون ته په غاړې ايښودلو سره گرفتاري ورکړى وى.
دعدالت دودانۍ څخه دمشرف په تيښته په هيومن رائټس واچ کې دپاکستان ډائريکټر علي دايان وئيلي دي چې "دمشرف دغه عمل دقانوني عمل لپاره دهغه لاپرواهي په ډاگه کوي"
په يو بيان کې علي دايان وائي " ضروري به دا وي چې دپاکستان پوځي چارواکي ، څوک چې دهغه تحفظ کوي بايد داسلام اباد هائيکورټ احکامات ومني اؤ دا خبره باوري کړي چې هغه ځان قانون ته وسپاري "
بيان کې زياته کړل شوې ده چې " دمشرف پرله پسې تحفظ به دپاکستان دوسله والو پوځونو په هاغو ادعاوؤ پسې خندا وي چې وائي دقانون دواکمنۍ ملاتړ کوي "