لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دگډا نړيواله ورځ اؤ پښتنه سيمه کې دگډا صورتحال


په هندوستان اؤ پاکستان کې په گډا کې کلاسيکي اؤ اولسي رقص ته يو ځانگړى مقام ترلاسه دى
په هندوستان اؤ پاکستان کې په گډا کې کلاسيکي اؤ اولسي رقص ته يو ځانگړى مقام ترلاسه دى
دپاکستان پشمول نن په 29م اپريل په ټوله نړۍ کې دگډا نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې دنائن اليون دنړيوالې پيښې څخه راپديخوا پاکستان کې رامينځته شوؤ دترهه گرۍ اؤ تشدد واقعاتو دگډا څانگې ته درانۀ زيانونه اړولي دي.
ددغه ورځې دنمانځلو مقصد په ټوله نړۍ کې دگډاگانو بيلا بيلو قسمونو ته وده ورکول اؤ دمختلفو قومونو ثقافتي سرمايه خوندي کول دي.
گډا دپيړو، پيړو څخه دنړۍ دانسانانو دثقافتونو مهم توکى يا عنصر پاتې شوى دى اؤ دنړۍ په تقريباً هر تهذيب کې دخوشحالۍ دڅرگندونې دپاره رقص کولى شي.
پاکستان کې که دبدامنۍ اؤ ترهه گرۍ دپيښو له امله چرته دژوند نورې بيلا بيلې شعبې ځپل شوي ، نو هلته دگډا فن هم خپلې وروستۍ ساه گانې اخلي.
دگډا پوهانو گډا ته داندامونو شاعري هم وئيلې ده اؤ زياتوي چې گډاکوونکي دگډا په مهال پخپلو حرکاتو اؤ سکناتو ټوله قصه بيانوي.
په پاکستان، افغانستان اؤ هندوستان کې دگډا فن ته دتاريخ په اوږدو کې زيات ارزښت ورکړل شوى اؤ په دغه هيوادونو کې دگډاگانو بې شميره قسمونه مخې ته راغلي دي.
په هندوستان اؤ پاکستان کې په گډا کې کلاسيکي اؤ اولسي رقص ته يو ځانگړى مقام ترلاسه دى.
دپښتون قام په تاريخ کې هم گډا ته په درانۀ نظر کتل شوي اؤ دپاکستان دقبائيلي سيمو دصحافيانو داتحاديې پخوانى صدرصفدرحيات داوړ وائي قبائيلي پښتنو خو دگډا يو قسم چې اتڼ ورته وئيل کيږي ، مدام دسولې اؤ امن دعلامت په توگه کارولى دى.
ډيوه ريډيو سره په خبرو کې صفدرحيات داوړ زياته کړه دپښتنو په قبائيلي سيمو کې چې به پخوا خلک دورانکارۍ اؤ جرائمو په ضد اؤ خپلو کې ديو والي دپاره راپورته کيدل نو هغوي سره به په لاس کې تورې اؤ په غاړو کې ډولونه ليدى شول اؤ ددغه ډول مخې ته به پښتنو قبائيلو دتورو په هوا کې پورته کولو سره داتڼ په کولو دنيا ته دخپلې تورزنۍ اؤ يووالي مظاهره کوله.
ښاغلي داوړ وويل نن چې دخټک ډانس په موقع دډولونو مخې ته تورې په لاس پښتانۀ ځلمي کوم اتڼونه کوي ، دا هم دماضي اثر اؤ روايت دى.
هغه دا هم وويل چې په قبائيلي سيمو کې به دامن په زمانه کې پښتنو قبائيلو احتجاجونه هم اکثر د ډول مخې ته داتڼ په کولو سره کول اؤ دنيا ته به يې ښودله چې هغوي احتجاج په وراني اؤ اړي گړي نۀ بلکې پخپل روايتي اتڼ کوي.
دغه قبائيلي صحافي دا هم وويل چې د يوولسم ستمبر دپيښو څخه راپديخوا چې څنگه په پاکستان کې ترهه گرۍ نورې څانگې ځپلي هاغه شان يې داتڼ څانگه هم ځپلې ده اؤ حتي پرامنه قبائيل دهاغه وخت هم شاهدان پاتې شول چې طالبانو دهغوي په سيمو کې دوادۀ، ښادۍ اؤ نورو خوشحالو په مهال په ډول اؤ اتڼ بنديزونه ولگول.
ديوې پښتنې په ځواب کې صفدرحيات وويل نن هم قبائيلو دبې شميره امنيتي اؤ اقتصادي ستونزو باوجود اتڼ سره خپله رشته پريښودې نۀ ده اؤ هغوي چې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دبې کورۍ ژوند تيروي ، پخپلو ودونو ، ښادو کې داتڼو محفلونه راجوړوي.
دخيبرپښتونخوا سيمې دهجړاگانو داتحاديې مشر چې فرزانه باندې شهرت لري وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل پښتانۀ ډانس خوښوي ، خو دډانس کوونکي څخه نفرت کوي.
هغه وويل زمونږ په سيمه کې دگډا دودې دپاره په حکومتي توگه هيڅ گامونه نۀ دي اخستل شوي.
فرزانې زياته کړه ، نۀ خو دلته دگډا ښودلو دپاره کومې فني اکيډيمۍ وجود لري اؤ نۀ نورې سرکاري ادارې ، بلکې دگډا سره مينه لرونکي هجړاگان يواځې دفلمونو اؤ سي ډي گانو څخه گډاگانې زده کوي.
خو دخيبرپښتونخوا دکلتور نگران وزيره مسرت قديم وائي ډير زر به نگران حکومت په خيبرپښتونخوا کې يوه داسې اداره پرانيزي چې په هغې کې به نۀ يواځې دگډا تربيت ورکول کيږي ، بلکې څومره چې هم لطيف فنونه دي دهغې دښودلو دپاره به پکې انتظام کولى شي.
ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ميرمن مسرت قديم وويل هرڅو که دهغوي حکومت سره ډيرې لږې ورځې دي ، خو بيا هم کوټلې هڅې کوي چې فن اؤ فنکار ته ددې سيمې دحالاتو په وجه کوم درانۀ زيانونه اوښتي دهغې دازالې دپاره گړندي گامونه واخلي.
دعالمي پښتو کانگريس مشر اؤ په خيبرپښتونخوا صوبه کې دبيلا بيلو مدني ټولنو ديو والي داتحاديې مشر شهاب خټک که هر څو په پښتون تهذيب کې گډا يو مهم توکى گڼي ، خو وائي په خيبرپښتونخوا کې وړومبى دمُليانو حکومت فنکاران اؤ گډا ځپلې وه اؤ بيا چې دعوامي نيشنل پارټۍ کومه پينځه کلنه حکومتي موده پاتې شوه په هغې کې هم دگډا دودې دپاره هيڅ زړۀ پورې گامونه نۀ دي اخستل شوي.
ښاغلي شهاب خټک ډيوه ريډيو ته وويل گډا دژوند اؤ پرمختگ علامت دى اؤ دکومو ټولنو څخه چې گډا ختمه شوې ، هلته ترقي ختمه شوې ده.
هغه وويل دقندهار څخه تر هرات اؤ دهرات څخه نيولې تر وزيرستان پورې دپښتنو په سيمو کې دگډا بيلا بيل قسمونو دپښتو کلتور غني ساتلى اؤ نن چې پښتنو سره داتڼ په شکل کې کومه گډا شته دهغې مثال دنړۍ په نورو ملکونو کې نۀ موندل کيږي، هم دغه وجه ده چې دنورو قامونو خلک هم دپښتني اتڼ سره مينه لري.
هغه وويل گډا دپښتنو څخه هيڅوک نۀ شي تروړلى ، ځکه خو نن زمونږ ځلمي په کالجونو اؤ پوهنتونونو، مشران په وادۀ ښادو اؤ بيلا بيلو موقعو کې دگډا پروگرامونه راجوړوي اؤ دا ډيره دخوشحالۍ خبره ده چې دنوي دول ځلمي هم اتڼ زده کول غواړي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG