لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : په انتخابي جلسه بريد کې يو تن مړ،9 ژوبل


دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې په يوه انتخابي جلسه راکټي بريد کې لږ ترلږه يو تن وژل شوى اؤ نهه نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي دجمعې په ورځ دجنوبي وزيرستان په مرکزي سيمه وانا کې دقومي اسمبلۍ دحلقه اين اى 41 لپاره دازاد کانديد نصرالله انتخابي جلسه روانه وه چې دنامعلومو کسانو پرې درې راکټونه وداغل.
په دغه راکټي بريد کې دمحمد نور په نوم يو تن وژل شوى اؤ 9 کسان ژوبل شوي چې دهغوي څخه هم دځينو حالت نازک ښودل کيږي اؤ وانا ضلعي هسپتال ته وړل شوي دي.
پاکستان کې دقومي اؤ صوبائي اسمبلو عام انتخابات په 11 مئ ترسره کيدونکي دي اؤ دتيرو څو ورځو راهسې پاکستان اؤ په ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې دسياسي گوندونو په مشرانو، کارکوونکو اؤ انتخابي کانديدانو بريدونو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده.
په دغو بريدونو کې دزياترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې ، خو جنوبي وزيرستان کې دازاد کانديد په جلسه کې دترسره شوې دغه حملې مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى.
له دې وړاندې دطالبانو دملا نذير ډلې ټولو کانديدانو ته خبردارى ورکړى ؤ چې هغوي په وانا کې دجلسو کولو څخه ډډه وکړي، که چې دطالبانو ځينې ډلې هغوي په نخښه کولى شي.
بلخوا هم دجمعې په ورځ نامعلومو وسله والو دخيبرپښتونخوا په ټانک سيمه کې دپوليو دمخنيوي دڅاڅکو په يوه ډله بريد کړى چې پکې دصحت دوه کارکوونکي ژوبل شوي دي.
پوليس وائي ژوبل شوي دواړه کارکوونکي نارينه دي اؤ يو نزدې روغتون ته رسول شوي دي، دپيښې وروستو بريدکوونکي تيښته کې بريالي شوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG