دججانو دنظربندۍ په کيس کې له نيول کيدو وروستو دجمعې په ورځ داسلام اباد پوليسو دپاکستان پخوانى صدر اؤ پوځي مشر جنرال(ر) پرويزمشرف سيمه ييزې محکمې ته وړاندې کړى اؤ محکمې هغه ددوؤ ورځو په دراهدارۍ په ريمانډ پوليسو ته سپارلى اؤ هغه دپلټنو لپاره داسلام اباد دپوليسو هيډکوارټر ته بوتلل شوى دى.
دپاکستان په تاريخ کې دا لمړى ځل دى چې دپوځ کوم (ر) مشر يې دغيرقانوني اؤ ائيني گام په اوچتولو دگرفتارۍ سره مخ شوى دى.
دججانو دنظربندۍ په کيس کې دزيارت په ورځ دپرويز مشرف په ضمانت کې دتوسيع ددرخواست رد کيدو څخه وروستو پرويزمشرف خپلو ساتونکو داسلام اباد دهائيکورټ څخه فرار کړى اؤ پخپل حفاظت کې يې دهغه کور چک شهزاد ته رسولى ؤ.
دزيارت اؤ جمعې په مينځ شپه ناوخته انتظاميې اؤ پوليسو داوږدې مشورې څخه وروستو پرويز مشرف ته دڅيلمه گواښونو له امله په چک شهزاد کې دهغه کور وړوکى جيل گرځولى.
دجمعې په ورځ چې کله دهيواد پخوانى مشرجنرال(ر) مشرف په اسلام اباد کې دجوډيشل مجسټريټ محمد عباس عدالت ته وړاندې کړل شو.
عدالت پرويز مشرف ددوؤ ورځو لپاره په ټرانزټ ريمانډ پوليسو ته دسپارول په ترڅ کې د پرويز مشرف په دوؤ ورځو کې دراولپينډۍ دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت ته دوړاندې کولو امر وکړو.
عدالت وائي چونکې په دې مقدمه کې دترهه گرۍ دمخنيوي ددفاعې اضافه کړل شوې ده ځکه دغه معامله يې اوس داوريدنې په دائره کې نۀ راځي.
پوليسو داسلام اباد هائيکورټ په حکم دپخواني پوځي سرلښکر په ضد داعلي عدليې دججانو دنظربند کولو په مقدمه کې دترهه گرۍ دمخنيوي دايکټ دشپږم شق اضافه هم کړې چې سزا يې 14 کاله ده.
داسلام اباد سب ډويژنل پوليس افسر ادريس راټهور خبريالانو ته وئيلي دي چې پخوانى صدر پرويز مشرف په باقاعده توگه نيول شوى اؤ هغه ته دپيښو خطرو په نظر کې نيولو سره مشرف هم په چک شهزاد کې موقعيت لرونکي دهغه فارم هاؤس کې نظربند کړل شوى دى.
دهغه وينا وه چې دپرويز مشرف دنظربندۍ احکامات دشپې ناوخته جاري کړل شوي وؤ.
دپرويز مشرف دسياسي گوند ال پاکستان مسلم ليگ ترجمان محمد امجد په دغه اړه خبريالانو ته وئيلي دي چې دهغوي مشر عدالتونو ته وړاندې کيدو لپاره چمتو دى اؤ هغه په شخصي ډول گرفتاري وړاندې کړې.
دپرويز مشرف دگرفتارۍ حکم دزيارت په ورځ داسلام اباد هائيکورټ ورکړى ؤ، چې دغلته هغه داعلي عدليې دججانو دنظربند کولو په مقدمه کې پخپل ضمانت کې دپراختيا کولو لپاره پيش شوى ؤ.
عدالت دپرويز مشرف ضمانت منسوخ کړى ؤ اؤ دهغه دنيولو امر يې کړى ؤ.
بلخوا دپاکستاني پارليمنټ په برني ايوان ( سينيټ) کې دپخواني صدر پرويز مشرف په ضد دائين دارټيکل شپږم لاندې دکارروايۍ کولو قرارداد منظور شوى دى اؤ جيل ته دپرويز مشرف په نۀ ليږلو سينيټرانو دکورنو چارو په داخله وزير ملک حبيب سختې نيوکې کړي دي.
سينيټ کې هم دپرويز مشرف دگرفتارۍ په معامله بحث شوى اؤ دخپلو سياسي گوندونو قانون سازانو وئيلي دي چې دپخواني پوځي صدر په ضد هم ديو عام پاکستاني پشان قانوني کارروائي پکار ده اؤ په دې لړ کې به څه رقم امتيازي سلوک نۀ شي زغملى.
دسينيټ غونډه کې دجنرال(ر) پرويز مشرف په ضد درې قراردادونه منظور کړل شوي، دپرويز مشرف په ضد دارټيکل شپږم لاندې دکارروايۍ اؤ دسرکاري ودانو څخه دهغه دعکسونو دلرې کولو بيلا بيل قراردادونه منظور کړل شوي اؤ دعدالت څخه په تښتيدو دمشرف په ضد تحريک وړاندې کړل شوى.
دمسلم ليگ(ن) سينيټر اسحاق ډار دپرويز مشرف په ضد دائين دشپږم ارټيکل لاندې دکارروايۍ کولو قرارداد وړاندې کړى چې چا يې هم مخالفت نۀ دى کړى اؤ دغه قرارداد منظور شوى.
په دغه موقع اسحاق ډار وويل نگران حکومت دې دعدليې په احکاماتو عمل درامد وکړي اؤ په څه رقم فشار کې دې نۀ راځي.
جيل ته دمشرف په نۀ ليږلو خپل ردعمل کې دعوامي نيشنل پارټۍ سينيټر زاهد خان وويل چې قانون دټولو وگړو لپاره يو شان پکار دى.
همدغه شان دپيپلز پارټۍ سينيټر رضا رباني وويل چې دخودساخته صدر سره به څه قسمه ترجيحي رويه نۀ شي زغملى.
پرويز مشرف دخپل اقتدار په دور کې دايمرجنسي دلگولو وروستو دججانو دنظربند کولو، پخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو ته دناکافي امنيت ورکولو اؤ بلوڅ قام پرست مشر نواب اکبر بگټي دوژنې په اړه دمقدمو سره مخ دى.