لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په گډون ټوله نړۍ کې د مزدورانو ورځ نمانځل کيږي


د مزدورانو دنړيوالې ورځې په مناسبت د شورو په ورځ د خيبرپښتونخوا مرکزي ښار پيښور کې دپاکستان ورکرز فيډريشن دپيښورپريس کلب مخې ته يو لاريون کړى چې پکښې گڼو خواريکښو برخه اخستې اؤ مزدورانو ته د هغوئ د ټولو بنيادي انساني حقونو د ورکولو غوښتې يې کړي دي
د مزدورانو دنړيوالې ورځې په مناسبت د شورو په ورځ د خيبرپښتونخوا مرکزي ښار پيښور کې دپاکستان ورکرز فيډريشن دپيښورپريس کلب مخې ته يو لاريون کړى چې پکښې گڼو خواريکښو برخه اخستې اؤ مزدورانو ته د هغوئ د ټولو بنيادي انساني حقونو د ورکولو غوښتې يې کړي دي
دشورو په ورځ دنړۍ دنورو برخو پشان پاکستان کې هم دمزدورانو نړيواله ورځ په داسې حال نمانځل کيږي چې په پاکستان کې خواريکښه طبقه د يوشمير اقتصادي،تعليمي اؤ روغتيا د ستونزو سره مخ ده.
په پاکستان کې دخواري کښو ددغه ورځې دنمانځلو په موقع ټولې سرکاري اؤ شخصي تعليمي ادارې اؤ لويې مارکيټونه تړلي دي.
د مزدورانو دنړيوالې ورځې په مناسبت د شورو په ورځ د خيبرپښتونخوا مرکزي ښار پيښور کې دپاکستان ورکرز فيډريشن دپيښورپريس کلب مخې ته يو لاريون کړى چې پکښې گڼو خواريکښو برخه اخستې اؤ مزدورانو ته د هغوئ د ټولو بنيادي انساني حقونو د ورکولو غوښتې يې کړي دي .
د واپډا د هائيډرو يونين د مرکزي چئيرمين گوهر تاج په مشرۍ ترسره شوي دغه لاريون کې خواريکښو په لاسونو کې کتبې اؤ بينرې پورته کړې وې چې پرې د شکاگو خواريکښو ته د پيرزوئنو وړاندې کولو اؤ مزدورانو ته د هغوئ د حقونو ورکولو نعرې درج وې.
لاريون ته پخپلو ويناگانو کى د مزدور تنظيمونو بيلابيلو مشرانو غوښته وکړه چې د خواريکښو لږ ترلږه اجرت دې ١٥٠٠٠ روپۍ وټاکل شي اؤ په گرانۍ،بې روزگارۍ اؤ د انرژۍ په بحران دې د قابو موندلو دپاره کوټلي گامونه واخستل شي .
هغوئ دتندلارو لخوا د واپډا د تښتول شوؤ کارمندانو د خوشې کولو اؤ د واپډا دملازمانو دتحفظ غوښتنه هم وکړه.
همدغه شان دپاکستان ريلوى ملازمانو اؤ د رکشو د ډرائيورانو سازمانونو هم د پيښور پريس کلب مخې ته لاريونونه کړي اؤ د حکومت څخه يې پاکستاني خواريکښو ته د هغوئ د ټولو حقونو ورکولو غوښتنې کړي دي .
په پاکستان کې د مزدورانو دغه نړيواله ورځ سږکال په داسې حال کې نمانځل کيږي چې ټاکل شوې ده په يوولسمه مئ هيواد کې عام انتخابات کيدونکي دي اؤ بيلابيل سياسي گوندونه په خپل انتخابي کمپائنونو کې خواريکښې طبقې سره ژمنې کوي چې هغوئ ته به د ژوند ټولې اسانتياوې برابروي خو څيړونکي وايي چې په پاکستان کې هرځل د اليکشن څخه د مخه مزدورانو ته دغسې شنۀ باغونه خو ښودل کيږي خو چې کله سياسي گوندونه اقتدار ته ورسيږي نو بيا د مزدورانو دخيرښيگړې دپاره هيڅ رقم پاليسۍ نه وضع کوي چې لۀ دې امله په پاکستان کې د هرکال په تيريدو سره دغربت شرحه کې زياتوالى ليدل کيږي.
په پاکستان کې کۀ يو خوا گرانۍ او بې روزگارۍ دخواري کښو ژوند دعذاب سره مخ کړى نو بلخوا دبجلۍ اؤ گيس دکموت له امله يو شمير صنعتونه هم په ټپو ولاړ او په دغه صنعتونو کې کارکوونکي مزدوران بې روزگاره شوي دي.
په پاکستان کې د مزدورانو دسازمانونو د مشرانو وينا ده په موجوده دور کې هم دمزدورانو دکار په وختونو او لږ ترلږه اجرت په حکومتي اعلان عمل نۀ شي کولى.
تيرکال دپاکستان حکومت دمزدورانو دپاره لږ ترلږه اجرت 7000 روپۍ مياشت ټاکلې وه خو په شخصي څانګه کې خواري کښو ته دمياشتې پسر اوس هم درې يا څلور زره روپۍ مياشت ورکولى شي.
اوس مهال په پاکستان کې دمزدورانو لپاره تر ټولو ستره ستونزه دګيس او بجلۍ دلوډشيډنګ له امله دزرګونو صنعتونو بنديدل دي چې په نتيجه کې يې په زرګونو خواري کښ بې روزګاره شوي دي.
په تيرو 64ؤ کلونو کې دښځو او ماشومانو پشمول دځينو بااثره خلکو چې پکې جاګيردار هم شامل دي له لوري خواري کښ دسختو ستونزو سره مخ دي، ګڼ شمير خواريکښ او دروزانه په اساس کارکوونکي ديهاړي ماران چې دکومو ستونزو سره مخ دي په هغې کې دکار دضمانت نشتوالى، درخصتو څخه محرومي، دروغتيائي اسانتياوؤ کموت،د پنشن نشتوالى، دکار دوخت حد، او دوخت څخه دزيات کار کولو وروستو هغوي ته داضافي پيسو ورکړه شامل ده.
دمئ په لمړۍ نيټه ١٨٨٦ء کې دامريکا په شکاګو کې چې خواريکښو دخپلو حقونو لپاره کوم غږ پورته کړى ؤاؤ دځانونو قربانۍ يې ورکړې وې په هغې ديوې پيړۍ څخه زيات وخت اوښتى اؤ نن هم دنړۍ په يو شمير هيوادونو کې د شکاگو مزدورانو ته د پيرزوئنو وړاندې کولو دپاره د مئ په لمړۍ نيټه غونډې،لاريونه،سيمينارونه اؤ لاريونونه ترسره کيږي خو دپاکستان په گډون د نړۍ يو شمير هيوادونو کې د مزدورانو په ستونزو کې هر کال اضافه کيږي اؤ هغوئ د گرانۍ،بې روزگارۍ،مالي استحصال،صحت اؤ تعليم پشان ستونزو سره مخ دي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG