لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني :تندلارو 13 افغان پوليس وژلي دي


چارواکو وئيلي دي چې دجمعې په ورځ طالب جنگيالو دافغانستان په غزني ولايت کې په يوه پوسته حمله کړې اؤ په خوب اودۀ 13 سيمه ييز مليشه عسکر يې وژلي دي.
اولسوال محمد قسيم وائي چې دغه پوليس عسکردغزني په اندړ اولسوالۍ کې په ډزو ويشتل شوي اؤ وژل شوي دي.
هغه وويل " پوليس په داسې وخت کې دپوستې دننه په اى کى -47 سره تر بريد لاندې راغلل چې هغوي اودۀ وؤ "
والي موسي خان اکبرزاده بريد کې دوژل شوؤ عسکرو دشميرې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې دپيښې دپلټنو لپاره سيمې ته يوه ډله ليږل شوې ده.
دپيښې ښکار کسان د18,000ؤ افغان سيمه ييز مليشه عسکرو غړي وؤ، کوم چې دغه ځواکونه په کليواله کچه 2010م کې قائم کړل شوي وؤ ، اؤ مقصد يې په هاغو سيمو کې امنيت برابرول دي ، چرته چې افغان ملي اردو اؤ پوځ موجوديت نۀ لري.
دشورو په ورځ هم دافغانستان په جوزجان کې دڅلورو افغان عسکرو مړي ترلاسه شوي وؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG