فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
په اسلام اباد کې دسفارت کارانو دامنيت مسؤل يو لوړپوړي پوليس مشر خُرم رشيد يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي امريکائي سفارت خانې ته دڅيلمه ممکنه گواښونو په نظر کې نيولو سره مونږ امنيتي انتظامات سخت کړي دي
په ليبيا کې دامريکائي سفارت کارانو دوژل کيدو څخه وروستو صدر براک اوباما او دهغه افغان سيال حامد کرزي دشورو په ورځ افغانستان کې دامريکا ضد تشدد دمخنيوي ژمنه کړې ده
دسرچينوترمخه دکوئټې په مستونگ سيمه کې په موټر سائيکل سورو وسله والو کسانو دسړک په جوړولو پرجوړولو بوختو مزدورانو ناتاره ډزې کړي چې له امله يې 10 مزدوران وژل شوي دي
دامريکا صدر براک اوباما دنهې په ورځ دنړۍ مسلمانانو ته باور ورکړى چې امريکا اسلام نۀ بلکې ترهه گرو سره په جگړه ده
دکراچۍ کمشنر روشن شيخ يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي تر دې مهاله 289 کسان راويستل شوي، دغه شميره غوڅه نۀ ده ځکه چې دودانۍ څخه اوس هم دمړو راويستو کار روان دى
چارواکي وائي تر ټولو خونړى بريد دبغدا څخه 50 کلو ميټره لرې شمال لوري ته په دجيال نومې سيمه کې رامينځته شوى، دغلته په يو پوځي مرکز ديو ځانمرگي او وسله والو کسانو بريد کې 11 عسکر وژل شوي او 7 نور ژوبل شوي دي
په ريډيو خپله اووۀ نيزه وينا کې صدر اوباما دهاغو عسکرو دمړانې ستائينه وکړه چې په نيويارک، واشنگټن او پينسلوانيا کې يې ددغو بريدونو په ضد فوري گامونه اخستي وؤ
دخارجه محکمې او يو شمير پوځي چارواکو وينا ده چې ددې سره به په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو کې ددغه ډلې دپيسو جمع کولو هلو ځلو ته زيان ورسيږي او ورسره به دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو لپاره په پاکستان فشار هم سيوا شي
دهند دبهرنو چارو وزير ايس ايم کرشنا په درې ورځني سفر دجمعې په ورځ اسلام اباد ته رسيدلى دى. ښاغلى کرشنا وائي هند پاکستان سره دخبرو اترو له لارې داړيکو په بحالۍ ژمن دى
داطلاعاتو ترمخه جميل کاکړ دبلوچستان بدامنۍ کيس داوريدنې لپاره دسپريم کورټ بينچ ته وړاندې کيدو لپاره عدالت ته روان ؤ
دپاکستان يوې محکمې دمذهب دسپکاوي په تور کې دنيول شوې کم عمره عيسوئي ماشومې رمشا په ضمانت دخوشې کولو امر کړى دى
پوځي مشر ميجر جنرال غلام قمر وويل په سوات کې دترهه گرۍ گڼې منصوبې ناکامه کړل شوي او دځانمرگي بريدکوونکو پشمول 104 ترهه گر ژوندي نيول شوي دي
دشورو په ورځ دجاري شوي بيان ترمخه ددغه مشن په مهال به دملگرو ملتونو ماهرين دجبري تښتونو دکيسونو په اړه معلومات راټولوي، هغوي به دپاکستان دحکومت له لوري دجبري تښتونو دمخنيوي يا ختمولو لپاره دخپل کړل شوؤ گامونو جاج هم اخلي
دسيمه ييزو چارواکو او عيني شاهدانو ترمخه دپاکستان ترانتظام لاندې کشمير کې دسيلاب له امله 13 کسان مړۀ شوي دي.
دکراچۍ په نارتهـ ناظم اباد سيمه کې دډزو په يوه پيښه کې دوه پوليس عسکر وژل شوي او دبلديه ټاؤن په اتحاد ټاؤن کې پلار او ځوې وژل شوي دي
دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي دشورو په ورځ په کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دغه رقم بريدونه دافغان حکومت لپاره دانديښنې وړ دي.
دحکومتي سرچينو وينا ده چې په ځينو قبائيلي سيمو کې دهيواد په تاريخ کې په لمړي ځل ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي څاڅکي ورکړل شوي دي
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ددغه پيښې په اړه وويل بريد کې 20 کسان وژل شوي او داولسوال پشمول 50 کسان ژوبل شوي دي
دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې وياندې وئيلي دي ددغه شميرې سره دشام نه نورو گاونډي هيوادونو ته درجسټرډ شوؤ يا درجسټريشن لپاره دانتظار کوونکو شامي وگړو شميره 235,000 ته رسيدلې ده
دبلوچستان بار ايسوسي ايشن لخوا بلوچستان کې دامنيت دخراب وضعيت په اړه دجمع کړل شوي درخواست اوريدنه دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې درې کسيز بينچ دسپريم کورټ دکوئټې رجسټرۍ کې کړې ده
نور کتل