لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : فيکټرۍ کې داور لگيدو له امله 289 کسان مړۀ شوي


کراچۍ کې دغه اور تير ماښام دښار په بلديه ټاؤن نومې سيمه کې په يوه فيکټرۍ کې لگيدلى ؤ او دمړو راويستو لپاره امدادي کارروايۍ او داور وژلو هڅې دشورو په سحر هم روانې دي
کراچۍ کې دغه اور تير ماښام دښار په بلديه ټاؤن نومې سيمه کې په يوه فيکټرۍ کې لگيدلى ؤ او دمړو راويستو لپاره امدادي کارروايۍ او داور وژلو هڅې دشورو په سحر هم روانې دي
دپاکستان دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې ديوې فيکټرۍ دننه دلگيدلي خونړي اور له امله لږ ترلږه 289 کسان وژل شوي دي.
دکراچۍ کمشنر روشن شيخ يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي تر دې مهاله 289 کسان راويستل شوي، دغه شميره غوڅه نۀ ده ځکه چې دودانۍ څخه اوس هم دمړو راويستو کار روان دى.
هغه وويل دفيکټرۍ مالکان تښتيدلي او دهغوي دنيولو لپاره گامونه اخستل کيږي، دپيښې پلټنيز راپور به په دريوؤ ورځو کې مکمل کړى شي.
دکراچۍ دپوليسو مشر اقبال محمود پيښه کې د240ؤکسانو دوژل کيدو پخلى کړى او وئيلي يې دي چې امدادي ډلې دفيکټرۍ تر ځينو برخو پورې درسد ترلاسه کولو هڅې کوي.
پوليس مشر پيښه کې دمړو دشميرې دسيوا کيدو انديښنه ښودلې ده.
په عين حال کې دپنجاب سرښار لاهور کې هم په يوه فيکټرۍ کې داور لگيدو له امله دمالک پشمول 25 مزدوران مړۀ شوي دي.
د راپورونو له مخې دکراچۍ په فيکټرۍ کې دلگيدلي اور له امله دوژل شوؤ کسانو شميره 289ؤ ته رسيدلې ده.
راپورونه وائي تر دې مهاله د88ؤ کسانو مړي سول هسپتال، د60ؤ کسانو مړي عباسي هسپتال او د64ؤ کسانو مړي جناح هسپتال ته رسول شوي دي.
دکراچۍ دسول هسپتال يو ډاکټر عبدالسلام وائي په وژل شوؤ کې 10 ښځينه مزدورې هم شاملې دي.
هغه وويل دودانۍ دکړکو څخه دځان بچ کولو لپاره دټوپ وهلو له امله د65 مزدورانو هډوکي مات شوي.
له دې وړاندې دکراچۍ کمشنر روشن علي شيخ دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل ودانۍ کې گڼ شمير کسان گير دي.
کراچۍ کې دغه اور تير ماښام دښار په بلديه ټاؤن نومې سيمه کې په يوه فيکټرۍ کې لگيدلى ؤ او دمړو راويستو لپاره امدادي کارروايۍ او داور وژلو هڅې دشورو په سحر هم روانې دي او داطلاعاتو ترمخه په لسگونو کسان اوس هم په ودانۍ کې دننه گير دي.
په بلديه ټاؤن سيمه کې دگارمنټس فيکټرۍ کې دنهې په شپه مزدوران سړي او ښځې په کار کې بوخت وؤ چې دغلته ناڅاپي اور ولگيدو.
دعيني شاهدانو وينا ده ځينو کسانو دځانونو بچ کولو لپاره ددرې پوړيزې ودانۍ دکړکو څخه ټوپونه ووهل خو په هغوي کې اکثره بچ پاتې نۀ شول او ساه يې ورکړه.
په اور کې سوځيدلي په لسگونو ژوبل کسان دکراچۍ په بيلا بيلو روغتونونو کې تر علاج لاندې دي.
ژوبلو کسانو ميډيا سره په خبرو کې وئيلي دي دغه اور دومره په تيزۍ سره خور شو چې په فيکټرۍ کې دموجودو کسانو لپاره تر دروازې پورې رسيدل ناممکن شول.
چارواکو دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ښودلې او خبردارى يې ورکړى دى چې ټوله شپه داور په غيږه کې دپاتې شوې فيکټرۍ وداني څه هم راپريوتى شي.
عيني شاهدان وائي داور لگيدو دخبر اوريدو سره سم په ډيوټۍ مامورو محافظانو دغلا دانديښنې په نظر کې نيولو سره دفيکټرۍ دڅلورو څخه درې دروازې بندې کړې وې چې دهغې له امله ملازمان دودانۍ دننه گير پاتې شول.
دپوليسو ډلې دفيکټرۍدمالکانو دنيولو لپاره دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې چاپې وهي.
دپاکستان وفاقي داخله وزارت دفيکټرۍ دمالکانو نومونه دهاغو کسانو په فهرست کې شامل کړي چې دهيواد څخه بهر نۀ شي تللى.
داور وژونکې عملې دچارواکو وينا ده هغوي دفيکټرۍ په زياترو برخو کې په اور قابو موندلې ده او اوس دودانۍ څخه دخلکو دمړو راويستو هڅې کوي.
دکراچۍ داور وژونکې عملې مشر احتشام سليم يو بهرني خبري اژانس ته وئيلي مونږ دفيکټرۍ په يوه لويه کمره کې دلسگونو کسانو مړي موندلي، دغه کسان په مکمل ډول سوځيدلي.
هغه وويل دکراچۍ دغه اور دوژنو په لحاظ سره په لسيزو کې تر ټولو ستر اور ؤ.
دکراچۍ په بلديه سيمه کې په کال 2009م کې دلرگي په کورونو دلگيدلي اور له امله 40 کسان مړۀ شوي وؤ چې پکې دنيمو څخه زيات ماشومان شامل وؤ.
بل لوري ته دپنجاب صوبې دسرښار لاهور په بندر روډ نومې سيمه کې دپيزار په يوه فيکټرۍ کې دلگيدلي اور له امله دمالک پشمول 25 مزدوران مړۀ شوي او پينځه نور سخت ژوبل شوي دي چې دعلاج لپاره ميو او منشي هسپتال ته رسول شويدي، دژوبل شوؤ څخه هم ددوؤ کسانو حالت مرگونى ښودل کيږي.
دپوليس چارواکو ترمخه دلاهور دگڼې گوڼې سيمه بندر روډ باندې موقعيت لرونکې دپيزار په يوه فيکټرۍ کې ناڅاپي اور ولگيدو چې په سمدستي توگه يې دفيکټرۍ ټوله وداني پخپله غيږه کې واخسته.
دلاهور ډي سي او نورالامين پيښه کې د23ؤ کسانو دوژل کيدو پخلى کړى او وئيلي يې دي چې په فيکټرۍ کې بجلي تلې وه او دجنريټر دنۀ بنديدو په وجه اور ولگيدو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG