لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بهرنيانو دبريدونو پسر سلگونه افغان عسکر دپوځ څخه ويستل شوي


ددفاع دوزارت وياند زياته کړه مونږ ته دځينو کسانو په ضدشواهد ترلاسه شوي او ځينې شکمن کسان مو نيولي هم دي
ددفاع دوزارت وياند زياته کړه مونږ ته دځينو کسانو په ضدشواهد ترلاسه شوي او ځينې شکمن کسان مو نيولي هم دي
دافغانستان ددفاع وزارت دشورو په ورځ وئيلي دي په افغانستان کې په ميشتو دنيټو په ځواکونو دافغان پوځ دوردۍ اغوستو کسانو له لوري دمخ په سيوا کيدونکو بريدونو پسر په سلگونو افغان عسکر يا خو نيول شوي او يا دپوځ څخه ويستل شوي دي.
سږ کال افغانستان کې خواؤشا 30ؤ داسې پيښې رامينځته شوي چې پکې دافغان عسکرو له لوري په بهرنو ځواکونو بريدونه ترسره شوي او په دغو بريدونو کې لږ ترلږه 45 بهرني پوځيان وژل شوي چې پکې اکثريت دامريکائي عسکرو دى.
دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي دشورو په ورځ په کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دغه رقم بريدونه دافغان حکومت لپاره دانديښنې وړ دي.
هغه وويل تر دې مهاله په سلگونو عسکر يا خو نيول شوي او يا دپوځ څخه ويستل شوي دي.
ددفاع دوزارت وياند زياته کړه مونږ ته دځينو کسانو په ضدشواهد ترلاسه شوي او ځينې شکمن کسان مو نيولي هم دي.
کله چې دعظيمي څخه ددغو نيول شوؤ يا ويستل شوؤ کسانو ددقيقې شميرې په حقله وپوښتل شول نو هغه دشميرې ښودلو څخه ډډه وکړه او وې وئيل کوم عسکر چې نيول شوي يا ويستل شوي هغوي افغانان دي او پکې بهرنيان شامل نۀ دي.
په بهرنو عسکرو چې کوم بريدونه ترسره شوي په هغې کې دزياترو مسؤليت طالب جنگيالو په غاړه اخستى او ادعا کوي چې ددغه مقصد لپاره دهغوي کسان په پوځ او پوليس کې گډ شوي دي خو په افغانستان کې ميشت دنيټو ځواکونه وائي دغه شان پيښې دکلتوري اختلافونو او شخصي دښمنو نتيجه ده
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG