لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائيلي سيمو کې دپوليو مهم کې برياليتوب


دستمبر په دريمه او څلورمه نيټه دخيبرايجنسۍ لرې پرتې سيمې تيراه کې 32,646ؤ ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شوي دي
دستمبر په دريمه او څلورمه نيټه دخيبرايجنسۍ لرې پرتې سيمې تيراه کې 32,646ؤ ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شوي دي
په تيرو دوؤ ورځو کې دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي څاڅکي ورکړل شوي.
دپاکستان حکومت په دغو ناقرارو قبائيلي سيمو کې ميشته ؤ ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي دڅاڅکو ورکول يو ستر برياليتوب گرځوي.
دحکومتي سرچينو وينا ده چې په ځينو قبائيلي سيمو کې دهيواد په تاريخ کې په لمړي ځل ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي څاڅکي ورکړل شوي دي.
له دې وړاندې دافغان پولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي او جنوبي وزيرستان او دخيبرايجنسۍ په باړه او تيراه سيمو کې پاکستان دپوليو په ضد دڅاڅکو اچولو کمپائن ځنډولى چې ورسره د350,000ؤ څخه دزياتو ماشومانو صحت ته خطره راولاړه شوې ده.
دامريکائي ډرون بريدونو په ضد داحتجاج په توگه سيمه ييز طالب کمانډر حافظ گل بهادر او نورو جنگيالو په وزيرستان کې دپوليو په ضد ماشومانو ته دڅاڅکو ورکولو په کمپائن پابندي لگولې وه.
چارواکي وائي په سيمه کې دناخواندگۍ او قدامت پسندۍ له امله هم خلک خپلو ماشومانو ته دپوليودڅاڅکو اچولو مخالفت کوي.
دخيبرايجنسۍ انصارالاسلام نومې ډله ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو ورکولو سره اتفاق کړى چې له دې وروستو دغه ډلې دسيمه ييزو خلکو په اماده کولو کې مهم کردار ادا کړى دى.
دپوليو مهم رابطه کار شهناز وزيرعلي وائي اورکزو، کرمه او خيبرايجنسو کې ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي دڅاڅکو ورکولو کې کاميابي ترلاسه شوې ده.
شهناز وزيراعلي وويل دغو سيمو پورې رسد ترلاسه کولو کې پوځي او غيرپوځي انتظاميې گډې هڅې کړي چې دهغې په نتيجه کې خلک دپوليو دمخنيوي دڅاڅکو دفائدې څخه خبر کړل شوي.
دستمبر په دريمه او څلورمه نيټه دخيبرايجنسۍ لرې پرتې سيمې تيراه کې 32,646ؤ ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شوي دي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG