په ليبيا کې دامريکائي سفارت کارانو دوژل کيدو څخه وروستو صدر براک اوباما او دهغه افغان سيال حامد کرزي دشورو په ورځ افغانستان کې دامريکا ضد تشدد دمخنيوي ژمنه کړې ده.
په امريکا ديوولسم ستمبر دبريدونو ديوولسمې کليزې په موقع دليبيا په ختيز ښار بن غازي کې په امريکائي قونصل خانې دسلگونو کسانو له لوري دبريد وروستو په ټوله نړۍ کې په امريکائي تنصيباتو بيرغونه نيم کښو وؤ او صدر اوباما دامريکائي سفارتي مشنونو دحفاظتي گامونو دسيوا کولو امر کړى.
دتشدد څخه ډک دغه بريد کې په ليبيا کې دواشنگټن سفير سټيونز او دهغه نور درې ملگري وژل شوي وؤ.
ليبيا کې دغه مظاهرې ديو اسرائيلي امريکائي لخوا دجوړ کړل شوي اسلام ضد فلم په خلاف ترسره شوي دي او افغانستان هم دغه فلم غيرانساني او شرمناک گرځولى.
دسپينې ماڼۍ څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دټيلي فوني خبرو اترو په مهال صدر براک اوباما او افغان صدر حامد کرزي په افغانستان کې دترهه گرۍ په ضد گډې وڅيړلې او دا يې داهميت وړ وبللې.
بيان وائي دواړو مشرانو په دې خبره هم ټينگار وکړو چې په ليبيا او مصر کې درامينځته شوي وروستي وضعيت له امله کوم اړى گړى جوړشوى دى بايد په افغانستان کې دغه رقم څه اقدام دافغاني او نړيوالو ځواکونو په ضد ونۀ شي.
سپينه ماڼۍ وائي صدر حامد کرزي په ليبيا کې درامينځته شوې پيښې غندنه وکړه.
بيان کې وئيل شوي دي صدر اوباما افغان چارواکو ته دافغاني بنديانو په داسې طريقه دسپارلو ژمنه تکرار کړې چې پکې دافغانستان خپلواکۍ او افغان پوځ ته درناوى لرل کيږي.