لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق : بمي چاؤدنو او بريدونو کې 34 کسان وژل شوي دي


پوليس چارواکي وائي دعراق دکرکوک ښار سره نزدې په په شمالي سيمه کې دپوليسو د بهرتۍ په يو مرکز ترسره شوې موټر بمي چاؤدنه کې 8 تربيه کيدونکي پوليس وژل شوي او 17 نور ژوبل شوي دي
پوليس چارواکي وائي دعراق دکرکوک ښار سره نزدې په په شمالي سيمه کې دپوليسو د بهرتۍ په يو مرکز ترسره شوې موټر بمي چاؤدنه کې 8 تربيه کيدونکي پوليس وژل شوي او 17 نور ژوبل شوي دي
عراقي چارواکي وائي داتوار په ورځ ټول عراق کې ترسره شوؤ خواؤشا 10ؤ بريدونو کې د34ؤ څخه زيات کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي تر ټولو خونړى بريد دبغدا څخه 50 کلو ميټره لرې شمال لوري ته په دجيال نومې سيمه کې رامينځته شوى، دغلته په يو پوځي مرکز ديو ځانمرگي او وسله والو کسانو بريد کې 11 عسکر وژل شوي او 7 نور ژوبل شوي دي.
همدغه راز پوليس چارواکي وائي دعراق دکرکوک ښار سره نزدې په په شمالي سيمه کې دپوليسو د بهرتۍ په يو مرکز ترسره شوې موټر بمي چاؤدنه کې 8 تربيه کيدونکي پوليس وژل شوي او 17 نور ژوبل شوي دي.
دجنوبي ښار ناصريه پشمول دعراق په بيلا بيلو سيمو کې دنورو گڼو بريدونه اطلاعات هم ترلاسه شوي دي، په دغو بريدونو کې يو بريد دفرانسوي قونصليټ سره نزدې ترسره شوى.
په ناصريه کې دفرانسوي قونصليټ دودانۍ څخه بهر ترسره شوې موټر بمي چاؤدنه کې يو پوليس ساتونکى وژل شوى او څلور ساتونکي ژوبل شوي دي، هم په دغه ښار کې يوې بلې بمي چاؤدنې دوه کسان وژلي او درې نور ژوبل شوي.
نور کسان په کرکوک، سمارا، بصره او نورو سيمو کې وژل شوي دي.
ددغو بريدونو مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG