دپاکستان يوې محکمې دمذهب دسپکاوي په تور کې دنيول شوې کم عمره عيسوئي ماشومې رمشا په ضمانت دخوشې کولو امر کړى دى.
په عين حال کې دبشري حقونو دتحفظ نړيوال تنظيم هيومن رائټس واچ ( ايچ ار ډبليو) دجمعې په ورځ دپاکستاني محکمې له لوري دمذهب دسپکاوي په توردنيول شوې عيسوئي جينۍ رمشا دخوشې کولو دفيصلې هرکلى کړى دى.
داسلام اباد يوې محکمې کې دجمعې په ورځ ترسره شوې اوريدنه کې درمشاوکيل ددليلونو ورکولو په مهال وويل په طبي راپور کې دهغه دموحلې عمر 14 کاله ښودل شوى ، خو دهغې اصل عمر دهغې دذهني عمر سره مطابقت نۀ لري، ځکه نو رمشا دې په ضمانت خوشې کړل شي.
ايډيشنل اينډ سيشن جج اسلام اباد اعظم خان دفريقينو ددليلونو اوريدلو وروستو درمشا په ضمانت دپريښودو امر جاري کړو.
تيره اوونۍ درمشا په ضد دمذهب دسپکاوي په تور کې جمع کړې مقدمې هاغه وخت يو نوى اړخ خپل کړو کله چې پوليسو دميراجعفر جومات امام خالد جدون دعيسوئي ماشومې رمشا په ضد دوړاندې کړو ثبوتونو د ردوبدل په تور کې ونيولو.
دميراجعفر جومات مؤذن حافظ زبير وئيلي وؤ دجومات امام خالد جدون درمشا څخه دترلاسه شوې ايرې په تيلۍ کې دقران پاک پاڼې شاملې کړې وې.
دروان کال داگست په 16مه نيټه پوليسو رمشا وروستو له هغې داسلام اباد څخه ونيوله کله چې په هغې دقران پاک دڅو پاڼو دسوځولو تور ولگول شو او خلک دهغې دکور څخه چاپيره شول.
پاکستان کې مذهبي مشرانو او دبشري حقونو تنظيمونو دحکومت څخه غوښتنه کړې چې د خوشې کيدو وروستو دې رمشا او دهغې کورنۍ ته مکمل تحفظ ورکړل شي.
بل لوري ته هيومن رائټس واچ ( ايچ ار ډبليو) پخپل يو بيان کې وئيلي دي هيومن رائټس واچ دعدالت له لوري درمشا په ضمانت دخوشې کولو دفيصلې هرکلى کوي او دپاکستان په حکومت ټينگار کوي چې دخوشې کيدو وروستو دهغې تحفظ باوري کړي.
بيان کې وئيل شوي دي حقيقت دا دى چې دغه ماشومه په حوالات کې نۀ ده پکار، دهغې په ضد ټول لگول شوي تورونه بايد لرې کړل شي او دپاکستان دفوجدارۍ نظام عدل دې خپل ټول پام ددغه ماشومې او دسيمه ييزې عيسوئي ټولنې دغړو په ضد دتور لگولو سره تشدد راپارونکو ته وگرځوي