لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه او کراچۍ کې دپوليس افسر پشمول پينځه کسان وژل شوي


دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه او اقتصادي مرکز کراچۍ کې دجمعې په ورځ داړي گړي پيښو کې ديو لوړپوړي پوليس مشر پشمول لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي دي
دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه او اقتصادي مرکز کراچۍ کې دجمعې په ورځ داړي گړي پيښو کې ديو لوړپوړي پوليس مشر پشمول لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي دي
دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه او اقتصادي مرکز کراچۍ کې دجمعې په ورځ داړي گړي پيښو کې ديو لوړپوړي پوليس مشر پشمول لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دجمعې په سحر سپرنټنډنټ پوليس انويسټي گيشن جميل کاکړ دخپل کور څخه دسپريم کورټ کوئټې رجسټرۍ ته روان ؤ او کله چې په ائيرپورټ روډ دهغه دگاډي رفتار دريلوى پهاټک لپاره کم شو نو په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو په هغه ناتاره ډزې پيل کړې.
داطلاعاتو ترمخه جميل کاکړ دبلوچستان بدامنۍ کيس داوريدنې لپاره دسپريم کورټ بينچ ته وړاندې کيدو لپاره عدالت ته روان ؤ.
بل لوري ته دزيارت او جمعې په مينځ شپه دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې يو تن وژل شوى او په بوجو کې دبندو ددريوؤ نورو کسانو تشدد ځپلي مړي ترلاسه شوي.
په يوه پيښه کې نامعلومووسله والو دبلديه سيمې په اتحاد ټاؤن کې ناتاره ډزې کړي چې له امله يې يو تن وژل شوى، همدغه شان په لياقت باغ کې دسندهي هوټل سره نزدې ديو تن او دلياري ددرياب په غاړه دريکسر لين پُل لاندې ددوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG