دامريکا صدر براک اوباما دنهې په ورځ دنړۍ مسلمانانو ته باور ورکړى چې امريکا اسلام نۀ بلکې ترهه گرو سره په جگړه ده.
په امريکا د11م ستمبر دترهه گريزو بريدونو ديوولسمې کليزې په موقع صدر براک اوباما او دهغه مدمقابل صدارتي کانديد مټ رومنى په ياده کړې ده چې په داسې صورتحال کې امريکايانو تل دسياسي افکارو څخه بالا دښمن ته دماتې ورکولو لپاره په گډه جگړه کړې.
په پينټاگون کې دوينا په مهال دامريکا صدر براک اوباما وويل ما تل وئيلي چې زمونږ جگړه دالقاعده او ددغه ډلې دپلويانو سره ده نۀ چې داسلام يا کوم مذهب سره.
هغه وويل دا هيواد ازادۍ او زغم ته دودې ورکولو لپاره جوړ کړل شوى ؤ او هم دغه څيزونه مونږ اوس او تل مضبوطوي.
ښاغلي رومنى وويل په دې ورځ هاغه څوک چې په مونږ به بريد کوي بايد ورته معلومه وي چې مونږ دهغوي دويجاړولو لپاره يو موټى يو او دهيواد دننه او په ټوله نړۍ کې دامن لپاره ولاړ يو.
ښاغلى اوباما پينټاگون ته په ديرويشت منټه کم لس بجې ورسيدو، په دغه وخت پينټاگون سره په 11م ستمبر کال 2001ء کې يو جهاز ټکر شوى ؤ، صدر وويل 11 ځله مونږ 11م ستمبر نمانځلى، 11 ځله مونږ په دغه ورځ دوژل شوؤ کسانو ديادولو لپاره خاموشي خپله کړې.
په عين حال کې 46 منټه دپاسه په 8 بجې سپينه ماڼۍ کې په ورلډ ټريډ سنټر دترسره شوي بريد په ياد کې خاموشي خپله کړل شوې ده.
ددې ترڅنگ صدر اوباما دنهې په ورځ نيشنل ايمرجنسي کې پراختيا راوستې، دغه نيشنل ايمرجنسي ديوولسم ستمبر څخه وروستو لگول شوې وه چې ددې لاندې حکومتي چارواکو ته دهاغو کسانو په ضد چې ترهه گريز گامونه اخلي، ددې دړکه کوي يا دترهه گرۍ ملاتړ کوي اضافي اختيارات ورکړل شوي وؤ
دنيشنل ايمرجنسي امر په 23م ستمبر کال 2001ء کې دامريکا پخواني صدر جارج ډبليو بش کړى ؤ.
ديوولسم ستمبر دبريدونو دکليزې په موقع امريکائي کانگريس ته ليږل شوي يو پيغام کې صدر اوباما په ياده کړې ده چې پخواني صدر دغه گام ملي امنيت، خارجه تگلارې او دامريکا اقتصاد ته دپيښ غيرمعمولي گواښ په ضد اخستى ؤ