لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دامريکائي ډيپلوماټانو امنيت دپاره سخت گامونه اخستي


 په اسلام اباد کې دسفارت کارانو دامنيت مسؤل يو لوړپوړي پوليس مشر خُرم رشيد يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي امريکائي سفارت خانې ته دڅيلمه ممکنه گواښونو په نظر کې نيولو سره مونږ امنيتي انتظامات سخت کړي دي
په اسلام اباد کې دسفارت کارانو دامنيت مسؤل يو لوړپوړي پوليس مشر خُرم رشيد يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي امريکائي سفارت خانې ته دڅيلمه ممکنه گواښونو په نظر کې نيولو سره مونږ امنيتي انتظامات سخت کړي دي
ديو اسلام ضد فلم دخوريدو وروستو په ليبيا، مصر او يمن کې په امريکائي قونصل خانو دبريدونو وروستو پاکستان دزيارت په ورځ دامريکائي سفارت کارانو دتحفظ لپاره امنيتي گامونه سخت کړي دي.
دنهې په ورځ دليبيا په ختيز ښار بن غازي کې يو شمير پاريدلو مظاهرينو په امريکائي قونصل خانه بريد کړى ؤ چې له امله يې په ليبيا کې دامريکا سفير کرسټوفر سټيونز او دعملې نور يو شمير کسان وژل شوي وؤ.
دمصر په پايتخت قاهره کې هم امريکا ضد احتجاجونه شوي او دزيارت په ورځ يو شمير کسانو ديمن پايتخت صنعاء کې په امريکائي سفارت خانه بريد کړى خو پوليسو وروستو دهغوي په ضد گامونه اخستي.
په اسلام اباد کې دسفارت کارانو دامنيت مسؤل يو لوړپوړي پوليس مشر خُرم رشيد يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي امريکائي سفارت خانې ته دڅيلمه ممکنه گواښونو په نظر کې نيولو سره مونږ امنيتي انتظامات سخت کړي دي.
هغه وويل مونږ داسې توقع کوؤ چې سبا دامريکائي سفارت خانې په ضد څه احتجاجونه وشي او مونږ دهغې دمخنيوي لپاره تيارۍ کوؤ.
رشيد وويل دامريکائي سفارت خانې په لوري ورتلونکې لار به تړلى او په سيمه کې به نور ځواکونه گمارلى شي.
همدغه شان دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې پوليس چارواکي وائي هغوي دامريکائي قونصل خانې دتحفظ لپاره دبيدار اوسيدو خبردارى جاري کړى.
دامنيت مسؤل يو لوړپوړي پوليس مشر عبدالغفور قيصراني بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل امنيتي انتظامات دوړاندې څخه سخت کړل شوي خو مونږ دکوم بيړني وضعيت لپاره دبيدار اوسيدو خبردارى جاري کړى.
هغه وويل مونږ په دې اړه هم معلومات راټولوؤ چې ايا ځينې تنظيمونه دمظاهرو منصوبه بندي کوي او په دغه صورت کې به مونږ دامريکائي قونصل خانې دحفاظت لپاره نور گامونه هم اخلو.
ديو اسرائيلي امريکائي لخوا دجوړ کړل شوي اسلام ضد فلم په خلاف ټوله مسلمانه نړۍ کې غم او غصه موندلى شي او دپاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر هم ددغه فلم غندنه کړې ده.
حنا رباني کهر په دغه لانجمن فلم دپاکستان دحکومت دغبرگون ښودلو په ترڅ کې وئيلي دي مونږ تل دبيلا بيلو مذهبونو ترمينځ هم اهنگۍ ته وده ورکړې خو پاکستان تل دڅه رقم سرغړونې غندنه کړې ، مونږ ددې په سختو ټکو کې غندنه کوؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG