لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما وائي دالقاعده دقيادت زور مات کړل شوى


په ريډيو خپله اووۀ نيزه وينا کې صدر اوباما دهاغو عسکرو دمړانې ستائينه وکړه چې په نيويارک، واشنگټن او پينسلوانيا کې يې ددغو بريدونو په ضد فوري گامونه اخستي وؤ
په ريډيو خپله اووۀ نيزه وينا کې صدر اوباما دهاغو عسکرو دمړانې ستائينه وکړه چې په نيويارک، واشنگټن او پينسلوانيا کې يې ددغو بريدونو په ضد فوري گامونه اخستي وؤ
دامريکا صدر براک اوباما په 11م ستمبر کال 2001ء کې په امريکا دترسره شوؤ ترهه گريزو بريدونو ديوولسمې کليزې ديادولو په ترڅ کې وئيلي دي په يوولسم ستمبر وژل شوي هاغه کسان به ياد ساتلى شي چې دامريکا دمحفوظولو لپاره يې دځانونو قربانۍ وړاندې کړې وې.
دخالي په ورځ په ريډيو خپله اووۀ نيزه وينا کې صدر اوباما دهاغو عسکرو دمړانې ستائينه وکړه چې په نيويارک، واشنگټن او پينسلوانيا کې يې ددغو بريدونو په ضد فوري گامونه اخستي وؤ.
ښاغلي اوباما دبريدونو په ځواب کې دامريکائي کارروايۍ دستائينې کولو په ترڅ کې وويل دالقاعده دقيادت زور مات کړل شوى او اوس اسامه بن لادن دکومې خطرې علت نۀ دى پاتې شوى.
صدر اوباما وويل دغو بريدونو امريکا دنړيوالې ورورولۍ څخه په يواځې کيدومجبوره کړې نۀ ده او ددې برعکس هغه په داخلي توگه دخپل امنيت ښه کولو او دائتلافيانو دمضبوطولو لوري ته مائل شوې.
دري پبلکن گوند له لوري اووۀ نيزه وينا کې يو سياسي پيغام ورکړل شوى، دويانمنگ سره تعلق لرونکي سناتور جان براسو وئيلي دصدر اوباما قيادت دڅلورو کلونو تيريدو باوجود په هيواد کې کوم بدلون نۀ دى راوستى.
براسو وويل دصدر اقتصادي تگلارو داقتصادي بحالۍ لاره نيولې او دبې روزگارۍ په کمولو کې دغه تگلارې ناکامه شوي.
بل لوري ته صدر اوباما دخالي په ورځ په فلوريډا رياست کې رايې اچونکو ته وئيلي دقام ستونزې هواريدى شي.
صدر اوباما وويل دري پبلکنز دا وينا بيخي غلطه ده چې امريکا دتنزلۍ په لوري روانه ده.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG