دپاکستان دحکومت په بلنه به دجبري يا غيررضاکارانه تښتونو په اړه دملگرو ملتونو کاري ډله به په لمړي ځل دستمبر د10مې څخه تر 20مې نيټې پورې سفر کوي.
په عين حال کې دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري بلوچستان کې دورکو شوؤ کسانو په اړه دکيس داوريدنې په مهال دفرنټئير کور( ايف سي) انسپکټر جنرل(ائي جي)، داخله سکتر، ددفاع سکتر او ائي جي پوليس ته دورکو شوؤ کسانو په اړه نن دغوڅ راپور وړاندې کولو امر کړى دى.
چيف جسټس افتخار محمدچوهدري دغه امر دسپريم کورټ دکوئټې رجسټرۍ کې بلوچستان کې دامن وامان دخراب وضعيت او ورکو شوؤ کسانو په اړه دکيس داوريدنې په مهال وکړو.
دشورو په ورځ دجاري شوي بيان ترمخه ددغه مشن په مهال به دملگرو ملتونو ماهرين دجبري تښتونو دکيسونو په اړه معلومات راټولوي، هغوي به دپاکستان دحکومت له لوري دجبري تښتونو دمخنيوي يا ختمولو لپاره دخپل کړل شوؤ گامونو جاج هم اخلي.
ټاکل شوې ده دغه ډله به دپاکستان بيلا بيلو سيمو ته ورځي او په وفاقي او صوبائي کچو دحکومتي چارواکو ترڅنگ دمدني ټولنې دتنظيمونو داستازو، دورکو شوؤ کسانو دکورنو دغړو او دملگرو ملتونو داړونده ادارو داستازو به سره ليدنې کوي.
دجولايۍ پخپله غونډه کې دغه ډلې په 30ؤ هيوادونو کې دجبري يا غيررضاکارانه تښتونو د200ؤ کيسونو جاج اخستى ؤ.
دغه ډله به خپل غوڅ راپور په کال 2013م کې دملگرو ملتونو دبشري حقونو کونسل ته وړاندې کوي.
په دغه کاري ډله کې دنړۍ دټولو برخو څخه پينځه ازاد پوهان شامل دي.