لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:دبارانونو او سيلابونو له امله 15 کسان مړۀ شوي


دباراني اوبو له امله په مړو شوؤ کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي
دباراني اوبو له امله په مړو شوؤ کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي
دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې دپشکال دبارانونو او سيلابونو له امله لږترلږه 15 کسان مړۀ شوي دي.
دسيمه ييزو چارواکو او عيني شاهدانو ترمخه دپاکستان ترانتظام لاندې کشمير کې دسيلاب له امله 13 کسان مړۀ شوي دي او په فيصل اباد او ټهټه کې هم دکورونو دچتونو راپريوتو په نتيجه کې دوه کسان مړۀ شوي يد.
دپاکستان تر انتظام لاندې کشمير په زياترو سيمو کې دتيرې شپې راهسې دراښکې شوي باران لړۍ تر دې مهاله په دمې دمې سره روانه ده.
دپايتخت مظفر اباد څخه 25 کلو ميټره لرې په مچهيارا سيمه کې دسختو بارانونو وروستو په لښتو او نالو کې داوبو کچه لوړه شوې او دغو اوبو گڼ شمير کسان وړي هم دي.
دباراني اوبو له امله په مړو شوؤ کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
پاکستان کې دجولا ئي او اگست په مياشتو کې دبارانونو لړۍ دمعمول څخه کمه وه خو دتيرو دوؤ اوونو راهسې دهيواد په بيلا بيلو برخو کې دپشکال بارانونه په دمې دمې سره روان دي چې په نتيجه کې يې که يو لوري يو شمير کسان مړۀ شوي نو بل لوري ته دموسمياتو محکمه وائي ددغو بارانونو له امله داوبو په ذخيرو کې اضافه شوې ده
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG