فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي
دپوليسو ترمخه دکينټ اسټيشن په سيمه کې دکراچۍ څخه سرگودهې ته تلونکي بس کې مسافر سوريدل چې په دغه مهال يوه زورداره چاؤدنه وشوه.
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين د ډیوه ریډیو سره خبرو کې وويلي مونږ دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري اوربندۍ دوړانديز هرکلى کوؤ اوزیاته کړی ېي ده چې طالبان به تشدد پریږدي
هند پاکستان ته دګټې لپاره په مقررو 20ؤ اورونو کې د193 رنز هدف ورکړى ؤ پاکستان په شلو اوورنو کې داوؤ وکټو په تاوان 181 رنز جوړ کړي
مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې دايل ايچ ډبليو ايسوسي ايشن دپاکستان کو چئيرمينې بينا افتخار وويل حکومت تر دې مهاله دپوليو دکمپائن په مهال دوژل شوؤ کسانو دکورنو دغړو لپاره دمرستو اعلان نۀ دى کړى
انتظاميې ددغه دوايۍ په ضد کارروائي شروع کړې او په دغه مهال يې گوجرانواله کې دڅلورو ميډيکل سټورونو دبندولو ترڅنگ دوه کسان نيولي هم دي
نيو امريکا فاؤنډيشن وائي چې پاکستان کې دکال 2011م د72ؤ ډرون بريدونو په پرتله 2012م کې 46 بريدونه ترسره شوي او په کال 2010م کې ددغو بريدونو شميره 122 وه
په سردار پاټيل سټيډيم احمداباد کې روان دوهم میچ کې هند په مقرره 20اوورنو کې د پینځه لوبغاړو په اوټ کیدو 192 رنزونه جوړ کړی دی. د هند لخوا یوراج سنګه د اوو چهکو او څلورو چوکو په وهلو 72 رنز جوړ کړل او دهند کپتان منندر سنګه دهوني 33 رنز جوړ کړل. د پاکستان لخوا عمر ګل یو واری بیا خه بالنګ اوکو او د هند څلور لوبغاړي ېي اوټ کړي.
پوليس وياند فريد احمد يو بهرني خبري اژانس سره ددغه پيښې په اړه خبرو کې وويل وسله والو جنگيالو دجنوبي ولايت ارزگان په ترين کوټ اولسوالۍ کې سحر وختي په يوه پوسته بريد کړى او په خوب اودۀ څلور پوليس عسکر يې وژلي
په ميسيسيپي او الاباما رياستونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى او په دغو رياستونو کې دواورې دورښت له امله دبجلۍ تارونه هم غورځيدلي دي
په سکهر ائيرپورټ ميډيا سره خبرو کې قمرزمان کائره وويلي په 16م مارچ به دائين مطابق څارونکى حکومت قائم کړى شي اوانتخابات به پخپل مقررشوي وخت ترسره کيږي
دکليزې په په دغه دستوره کې دپاکستان صدر اصف علي زرداري، وزيراعظم راجا پرويز اشرف، دپيپلز پارټۍ چئيرمين بلاول بهټو او نور مشران گډون کوي
دپوځ مشر سره دليدنې وروستو چيف اليکشن کمشنر فخر الدين جي ابراهيم ميډيا سره دخبرو په مهال وويل ملک کې چې تر څو نوې سر شميرنه نۀ وي شوې تر هغې نوې حلقه بندۍ نۀ دي کيدل پکار
دلبرل ډيموکريټک پارټۍ( ايل ډي پي) سره دتعلق لرونکي شنزو ابي گوند لس ورځې دمخه ترسره شوؤ انتخاباتو کې ډيموکريټک پارټي اف جاپان ( ډي پي جى) ته ماتې ورکړې وه
داسلم بهوتاني په ضد وړاندې کړل شوي دبې باورۍ ددغه تحريک په حق کې داسمبلۍ 47ؤ غړو خپله رايې کارولې او په مخالفت کې يې يواځې يو ووټ اچول شوى
خدای بخلي تیره ورځ ډیوه ریډیو سره په خبرو کې ویلي وو کومه شپه چې په ګورکې وي هغه په کور نه تیریږي. د مرګ نه ویروږو نه او نه به ترهګروته ښکته کیږو.
دخپلې نوکرۍ په مهال هغه زيات عمر دکوهاټ په مختلفو تاڼو کې دمحرر په توگه تير کړى ؤ، اوږده موده يې دټريفک په محکمه کې هم خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې وې.
پوليس وائي په دغه ځانمرگي بريد کې بشير احمدبلور په خيټه او سينه کې سخت ژوبل شوى او هغه دعلاج لپاره دپيښور دليډي ريډنگ هسپتال اپريشن تيهټر ته رسول شوى ؤ ، خو دغلته هغه دزخمونو تاب رانۀ وړو او ساه يې ورکړه
په 2009م کې دپنجاب په سرښار لاهور کې دسري لنکا په ټيم دترهه گريز بريد وروستو به بنگله ديش دکرکټ ددنيا لمړۍ ډله وي چې دپاکستان سفر به کوي.
ځانمرگي بريد کې دخيبرپښتونخوا دسينئر صوبائي وزير بشير احمدبلور او دکابلۍ تاڼې دايس ايچ او عبدالستار پشمول لږ ترلږه 8 کسان وژل شوي خواؤشا 18 نور ژوبل شوي دي
سترې محکمې صدر ته دنوټيفيکيشن دجاري کولو دامر په ترڅ کې پخپله پريکړه کې وئيلي دي چې ددغو دواړو ججانو تقرري دې د20م نومبر 2012م څخه تصور کړل شي
نور کتل