دابادۍ په لحاظ سره دپاکستان دتر ټولو سترې صوبې پنجاب په گوجرانواله سيمه کې دنشه ييز ټوخي دشربت څښلو له امله 13 کسان مړۀ شوي دي.
گوجرانواله کې دتيرو څلورو ورځو په مهال گڼ شمير کسان دټوخي دشربت دڅښلو وروستو دطبيعت په خرابيدو هسپتا ته وړل شوي او دمقامي انتظاميې ترمخه 20 ناروغان لاهور ته هم وړل شوي دي.
دروغتيا دمحکمې ترمخه دغو ناروغانو دټائينو او کوريکس نومې ټوخي دشربت څښلو وروستو دصحت دخرابتيا گيله کړې ده.
انتظاميې ددغه دوايۍ په ضد کارروائي شروع کړې او په دغه مهال يې گوجرانواله کې دڅلورو ميډيکل سټورونو دبندولو ترڅنگ دوه کسان نيولي هم دي.
دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف ددغو پيښو نوټس اخستى او دپلټنو امر يې جاري کړى.
په ډاگه دې وي چې تيره مياشت دلاهور په خواؤشا سيمه شاهدره کې هم دټائنو نومې شربت دڅښلو له امله لږ ترلږه 21 کسان مړۀ شوي وؤ.
داسې اطلاعات هم مخې ته راغلي دي چې دمړو شوؤ څخه اکثره کسان دنشې عادي وؤ او هغوي دغه شربت دنشې په توگه استعمال کړى ؤ، دمقرر مقدار نه دزياتې دوايۍ په استعمالولو دهغوي حالت خراب شوى ؤ چې وروستو دهغوي دمرگ سبب جوړ شو.