لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ډرون بريدونه کم شوي يمن کې سيوا شوي: نيو امريکا فاؤنډيشن


دپاکستان په نسبت بيا په يمن کې دغو بريدونو کې اضافه راغلې ده، په دغه هيواد کې دالقاعده دجنگيالو په ضد تير کال 18 او سږکال 53 دډرون بريدونه ترسره شوي دي
دپاکستان په نسبت بيا په يمن کې دغو بريدونو کې اضافه راغلې ده، په دغه هيواد کې دالقاعده دجنگيالو په ضد تير کال 18 او سږکال 53 دډرون بريدونه ترسره شوي دي
دواشنگټن تهينک ټينک لخوا دراټولې کړل شوې شميرې ترمخه دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون بريدونو کې کمى شوى دغه بريدونه په يمن کې سيوا شوي دي.
دنړيوالې ميډيا دراپورونو په اساس دي نيو امريکا فاؤنډيشن وائي چې پاکستان کې دکال 2011م د72ؤ ډرون بريدونو په پرتله 2012م کې 46 بريدونه ترسره شوي او په کال 2010م کې ددغو بريدونو شميره 122 وه.
خو دپاکستان په نسبت بيا په يمن کې دغو بريدونو کې اضافه راغلې ده، په دغه هيواد کې دالقاعده دجنگيالو په ضد تير کال 18 او سږکال 53 دډرون بريدونه ترسره شوي دي.
په پاکستان کې چې دډرون کوم بريدونه ترسره شوي په هغې کې زياتره دافغان پولې ترڅنگ قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې ترسره شوي، دغه سيمه دافغاني او پاکستاني طالبانو او القاعده دجنگيالو يوه محفوظه ځاله گڼلى شي.
دي نيوامريکا فاؤنډيشن وائي چې پاکستان کې دډرون په دغو بريدونو کې د189 څخه نيولې تر 308ؤ تندلاري او لږ ترلږه 7 اولسي وگړي وژل شوي دي.
دافغانستان دخفيه ادارې ترمخه دالقاعده سره داړيکو لرونکي حقاني نيټ ورک اپريشنل کمانډر بدرالدين حقاني ، څوک چې ددغه ډلې دجوړونکي ځوې ؤ، داگست په 21مه نيټه دډرون په يو بريد کې وژل شوى ؤ، خو دهغه دمړينې پخلى دنورو ذريعو څخه نۀ دى شوى.
همدغه شان يمن کې دډرون څخه ترسره شوؤ بريدونو کې د397ؤ څخه نيولې تر 539ؤ جنگيالي وژل شوي ، خو دنيو امريکا فاؤنډيشن لخوا په دغو بريدونو کې داولسي وگړو دوژنې په اړه په ډاگيز ډول څه نۀ دي وئيل شوي.
په يمن کې ځينې بريدونه دامريکا جنگي الوتکو ترسره کړي، دغلته چې کوم ډرون الوتکې استعماليږي هغه دسي ائي اى او جوائنټ اپريشنز کمانډ لخوا په شريکه کارولى شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG