لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خدای بخلې بشيراحمدبلور څوک ؤ؟


بشير احمدبلور دپاکستان دخيبرپښتونخوا دصوبائي اسمبلۍ يو غړى او دخيبرپښتونخوا دکليوالې پرمختيا او سيمه ييز حکومت لپاره سينئر صوبائي وزير ؤ. خدای بخلي تیره ورځ ډیوه ریډیو سره په خبرو کې ویلي وو کومه شپه چې په ګورکې وي هغه په کور نه تیریږي. د مرګ نه ویروږو نه او نه به ترهګروته ښکته کیږو.

سياسي ژوند

دکال 2008م په انتخاباتو کې بشيراحمدبلور دڅلورو زرو څخه دزياتو ووټونو سره دپي ايف – دريم( دپيښورښار حلقه) څخه دخيبرپښتونخوا دصوبائي اسمبلۍ غړى ټاکل شوى ؤ، دصوبائي اسمبلۍ دغړي په توگه ددغه حلقې څخه بشيراحمدبلور پرله پسې په 5م ځل کامياب شوى ؤ او دعوامي نيشنل پارټۍ دسينئر صوبائي وزير په توگه هغه په څلورم ځل سوگند اخستى ؤ.
بشيراحمدبلور دپارټۍ دصوبائي صدر په توگه هم خدمات ترسره کړي وؤ.
ددسمبر په 22مه نيټه دپيښور په قصه خوانۍ سيمه کې په يو ځانمرگي بريد کې بشيراحمدبلور سخت ژوبل شوى اؤدعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته وړل شوى ؤ ، دغلته يې دزخمونو تاب رانۀ وړو او ساه يې ورکړه.

غیر سیاسي او تعلیمي ژوند

بشيراحمدبلور په کال 1943م کې داگست په لمړۍ نيټه دپاکستان په خيبرپښتونخوا صوبه کې زيږيدلى ؤ.
بلور په قانون کې دبيچلرز يوه ډگري لري، هغه دپيښور دهائيکورټ بار دوکيل په توگه يو غړى ؤ او دکال 1970م څخه دعوامي نيشنل پارټۍ دپليټ فارم څخه يې په فعاله سياست کې برخه اخسته.
دا مهال دبشيراحمدبلور مشر ورور غلام احمد بلور دپاکستان دريلوى مرکزي وزير دى او څه موده مخکې دغلام احمدبلور يواځينى ځوې شبيراحمدبلور هم دټولټاکنو په مهال په يوه وسله واله نښته کې وژل شوى ؤ.

په خدای بخلې شوي وړاندیني بریدونه

په ارواښاد بشير احمدبلور کال 2009م کې په 11م مارچ دپيښور په مالگې منډهۍ کې دنامعلومو وسله والو له لوري بريد ترسره شوى ؤ ، خو هغه ددغه بريد څخه ژوندى وتلى ؤ.
په بشير احمدبلور ددغه بريد په مهال لمړى دوؤ ځانمرگي بريد کوونکو ډزې کړې او وروستو يې په ځان پسي دتړلو بارودو له لارې چاؤدنې کړې وې چې پکې ددوؤ ښځو پشمول لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي وؤ.
ددغه بريد په وخت بشيراحمدبلور پخپله حلقه سرکي گيټ سيمه کې ديو سړک دپرانستې دستوره کې دگډون کولو وروستو خپل کور ته روان وؤ چې دوؤ وسله والو دهغه په گاډي ډزې کړې وې ، په يو کور کې دننه په ناستو ښځو يې لاسي بم غورځولى ؤ چې له امله يې دوه ښځې او يو ماشوم وژل شوى ؤ، وروستو دغو ځانمرگي بريد کوونکو ځانونه هم الوځولي وؤ.
په ارواښاد بشيربلور ترسره شوؤ دريوؤ بريدونو کې دوهم ستر بريد دکال 2008م په 12م نومبرهم دپيښور په قيوم سټيډيم کې ترسره شوى ؤ چې دغه هم يو ځانمرگي بريد ؤ او هغه ترې ژوندى وتلى ؤ خو په دغه بريد کې درې کسان وژل شوي او 9نور ژوبل شوي وؤ.
بشيراحمدبلور دخيبرپښتونخوا دحکومت په کابينه کې دپارټۍ په کچ تر ټولو سينئر گڼل کيدو او کله چې عوامي
په بشير احمدبلور دترسره شوي ځانمرگي بريد پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې ده.
بايد وويل شي طالبانو دمخه دمشر صوبائي وزير ښاغلي بلور دوژلو گواښ کړى ؤ او استخباراتي ادارو هم څو ، څو کرته دهغه دوژنې گواښونو ته اشاره کړې وه ، خو ددې باوجود ښاغلى بلور به اکثره داولس په مينځ کې اوسيدو او که کله به په صوبه کې کومه بمي چاؤدنه يا بله بده پيښه رامينځته شوه نو ښاغلي بلور به ددغې پيښې ځايې ته دټولو گواښونو باوجود په لمړي فرصت کې دځان رسولو هڅه کوله.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG